تیسیر علوني، د الجزیره ټلویزیون هغه خبریال چې له ملا محمد عمر سره یې لیدلي

د الجزیرې مخکښ خبریال: ملا محمد عمر يو تاريخي مشر و (مرکه)

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): هافينګنټن پوسټ عربي ويبپاڼې د الجزيرې تلويزوني شبکې له هغه ژورنالېست سره د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او اند په اړه مرکه کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل کې و او له هغو کمو خبريالانو څخه دی، چې ملا محمد عمر مجاهد سره يې ليده کاته شوي دي.تيسير علوني ۲۰۰۳ ز کال کې اسپانوي چارواکو په دې تور نيولی و، چې له خپل ژورناليستيک رسالته څخه يې ناوړه استفاده کړې او اسامه بن لادن سره يې د هغه مرکه ژورناليستيک جرم بللی و او له يو مياشت زندان وروسته بېرته خوشې شو. په ۲۰۰۵ز کال اسپانوي محکمې يو ځل بيا تيسير علوني په اووه کاله بند محکوم کړ او د بند مودې له پوره کېدو وروسته نوموړی يو ځل بيا خوشې شوی دی. د ملا محمد عمر د ژوند او اند په اړه مو د تيسير علوني څرګندونو پښتو ژباړې ته رابولو:

هافينګنټن پوسټ:  ملا محمد عمر مجاهد سره د ليدنې لامل، اغېز او شاليد په اړه څه وايې؟

علوني: ما ۲۰۰۱ز کال د اپرېل مياشت کې له ملا محمد عمر سره وليدل او همدغه مياشت کې مې د طالبانو هغه پلاوي سره هم د قطر پلازمېنې دوحې ته د الجزيرې تلويزون د خبريال په توګه سفر وکړ.

له دوحې د راګرځيدو پر مهال د طالبانو پلاوي بايد له ملا عمر سره د سفر د پايلو په اړه ليدلي وای، نو ما د طالبانو له يو چارواکي وغوښتل، چې ملا صيب سره د ليدو زمينه راته برابره کړي او چارواکي هم ژمنه وکړه، چې دا کار به کوي.

دغه مهال ملا محمد عمر له ژورنالېستانو سره خپل ملاقاتونه بند کړي و او لا مل يې دا و، چې ژورنالېستانو به د ملا محمد عمر په انځور وېستلو ټينګار کاو. په اولو وختونو کې د ملا عمر دفتر له ژورنالېستانو ژمنې اخيستې، چې د انځور اخيستو هڅې به نه کوي، مګر يو شمېر ژورنالېستانو به بيا هم د ژمنې ماتولو هڅه کوله او ما په دغسې يو سخت وخت کې د ملا محمد عمر د ليدو تلوسه کوله او ما دا خبره وکړه، چې زه د ژورنالېستيک رسالت لپاره ملا صيب سره نه ګورم، بلکې زما يوازنۍ غوښتنه د ملا صيب ژوند په اړه معلومات او د ده ليدل دي.

ملا محمد عمر مجاهد زما غوښتنه ډېره ژر ومنله او په سبا مازيګر يې د «اميرالمؤمنين دفتر» ته وروغوښتم. دغه دفتر ته وروسته له هغې ورغلی وم، چې د نوموړي پخوانی دفتر د يوې چاودنې ښکار شوی و او دغې چاودنه کې د ملا صيب تره او ځينې نور خپلوان وژل شوي وو او ما په خپلو سترګو هغه کنده هم وکتله، چې د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.

 د ملا محمد عمر دفتر او استوګنځای د عامو خلکو د کورونو په څېر و او د دفتر مخې ته هر ډول خلکو او موټرو د تلو راتلو اجازه درلوده.

موږ په وړوکي رسمي موټر کې په ډېره اسانۍ د ملا محمد عمر رسمي دفتر ته ننوتلو او د هغه ځينو همکارانو موږ يوې لويې خونې ته بوتلو، چې افغاني قالينې او له پاسه پرې وړې توشکې هوارې وې.

په دغه کوټه کې هېڅ داسې ځانګړی ځای، يا څوکۍ نه وه، چې نورو هېوادونو کې د مشر لپاره کېښودل کيږي او د خونې ديوالونه هم له هر ډول زينت او ښکلا بې برخې ساده پاده وو.

لږه شېبه وروسته ملا محمد عمر له خپلو دوو ساتونکو سره خونې ته راننوت او ناست خلک ټول د نوموړي سلام لپاره په کتار ودرېدل او زه په دغه کتار کې درېيم يا څلورم تن وم. د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل زه ملا صيب ته وروپېژندم.

نری دنګ سړی و، توره ګڼه ږيره يې وه، يو نيم سپين ډکي هم په کې و، ښکلې څېره يې وه، افغاني دوديز کالي يې په تن و او توره افغانۍ لونګۍ يې پر سر وه. د سړي رعب او هيبت زه دې ته پرېنښودم، چې زه ملا صيب ته زير زير وګورم، مګر هغه مهال، چې نوموړی د خونې په ښي کونج کې کيناست، بيا مې له يو اړخه په زير زير وروکتل.

ښه مې په ياد دي، چې دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو وير مولوي متوکل، د پلان وزير، د سترې محکمې رييس او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي ملګري وو.

ملا محمد عمر خپلې خبرې د پلاوي په ښه راغلاست پيل کړې او وروسته د پلاوي هغه غړي خبرې پيل کړې، چې په عمر کې تر ټولو مشر و او وروپسې هر يو دوحې ته د خپل سفر لنډيز وړاندې کړ.

ملا محمد عمر د پلاوي له ځينو غړو ځينې پوښتنې کولې او د ځينو خبرو سپيناوی به يې غوښت. د غونډې په پای کې ملا محمد عمر په پښتو ژبه لنډې خبرې وکړې او د غونډې يو ګډونوال زما غوږ کې د نوموړي خبرې په عربي ژباړلې او له خبرو وروسته نوموړی له خپلو څو ملګرو سره ووت. دغه مهال مې ځينې سر خريلي ماشومان وليدل، نو د بهرنيو چارو وزير راته وويل، چې دا د ملا صيب زامن دي. د دغو ماشومانو جامې د عادي افغانانو په څېر وې او هېڅ ځانګړی امتياز يې نه درلود.

هافينګنټن پوسټ: ستاسې شخصي انګېرنه د ملا محمد عمر په اړه څه وه؟

علوني: لومړنۍ خبره خو دا ده، چې سړی ډېر دروند او بارعبه مشر و، خپلو همکارانو او کشرانو سره يې تعامل د پام وړ و.

ملا محمد عمر سره د ليدو پر مهال مې فکر وکړ، چې زه د يو رښتيني حاکم په حضور کې يم او سره له دې، چې واکمني يې ډېره ساده او له هر ډول رسمياتو خالي وه، مګر بيا يې هم په جلسه رعب ډېر زيات و.

هافينګنټن پوسټ: ايا د نوموړي امنيتي چارې او هغه سره ليدل ډېر سخت و او که اسانه او بله دا چې امنيتي تدابير يې په اسانه له منځه تلی شوای کنه؟

علوني: داسې ځانګړي او قوي امنيتي تدابير نه تر سترګو کېدل او زه خو له رسمي چارواکو سره ورغلی وم، نو ځکه هېچا را څخه هېڅ پوښتنه ونه کړه، مګر له عامو افغانانو مې چې پوښتنې کړي، نو راته يې ويلي، چې دروازه يې د عامو افغانانو او په ځانګړې توګه د علماوو او رسمي مامورينو لپاره تل خلاصه وي او عام ولسي وګړو سره يې هم ليده کاته په ډېره اسانه کيدل.

ملا محمد عمر به له عامو مناسبتونو لکه د جعمې او اخترونو لمونځونو څخه هېڅکله هم نه غيبېده. ښار ته به هم په داسې وخت کې راووت، چې موټر به يې په خپله چلاو او چې د لمونځ وخت به راغی، نو خپله به جمعې ته وړاندې شو او لمونځ به يې ورکړ. ډېری وخت به مازيګر له خپلو ملګرو سره په چکر ووت، خپل څادر به يې ويړ کړ او خپلې خبرې به يې کولې. زه فکر نه کوم، چې ملا عمر دې کومه ورځ په څوکۍ کيناستلی وي.

په عامه توګه ويلی شم، چې ملا محمد عمر هېڅ سختو امنيتي تدابيرو ته اړتيا نه درلوده، ځکه چې ده ځان ولسي سړی باله او ټول کړه وړه يې د ولسي خلکو په څېر وو، هېڅکله يې ګڼ شمېر ساتونکي نه درلودل او نه يې د موټرو اوږده کتارونه خوښېدل او له شمالي ټلوالې پرته يې هېواد کې هېڅ دښمن نه درلود.

د طالبانو تر ټولو ستره توره دا وه، چې له سختو وحشي او ناامنه حالاتو وروسته يې افغانستان کې يو ځل بيا سر تا سري امنيت راوست.

ما چې دوه کاله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان کې تېر کړل، نو د امنيتي چارو ښه والی د واشنګټن او پاريس په څېر پرمختللو هېوادونو څخه څو چنده غوره و. د ملا محمد عمر دفتر مخې ته د چاودنې په اړه د طالبانو څېړنې دا وې، چې د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس په کې و.

هافينګنټن پوسټ: تاسې څه فکر کوئ، چې د ملا عمر وفات، يا وژل کېدل به د طالبانو په غورځنګ منفي اغېز ولري؟

علوني: که داخبره رښتيا وي، چې ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې وفات شوی او تر اوسه د طالبانو د غورځنګ چارې همداسې په منظمه توګه پر مخ روانې دي، ورځ تر بلې پرمختګ کوي، د امريکايي ښکېلاک پر ضد يې مقاومت نور هم قوي شوی، که اوس هم دغه کړنلاره عملي او جاري وساتي او د خپل صف يووالی وساتي او د طالبانو صف کې د قيادت خلا نه شته او که څه ستونزه رامنځته کيږي، نو د بهرنيو او استخباراتي کړيو هڅې به وي. د ساري په توګه پاکستاني چارواکو ډېره هڅه وکړه، چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کينوي، مګر طالبانو وويل، چې افغان حکومت سره مذاکراتو نه دي تيار، نو پاکستان يوازې او يوازې هغه مهال بريالي کېدای شي، چې د طالبانو صف ووېشي، مګر زه فکر کوم، چې طالبان د دې توان لري، چې خپل صف متحد وساتي.

الجزیره: څه فکر کوې، چې ملا محمد عمر يو زعيم، ديني عالم، سياسي او عادي سړی و؟

علوني: ما چې څومره د ملا محمد عمر سيرت او ژوند څېړلی، چې دی د افغانستان واکمن و او تر مرګه يې، نو زه ويلی شم، چې د ده  په اړه خپل نظر داسې څرګند کړم:

افغانان سخت زړي او سرکشه خلک دي، دغه ولس په قومونو او قبيلو وېشل شوی او نوموړي سره له داسې مشکلاتو هم پر افغان ولس حکومت وکړ، نو ملا محمد عمر يو قوي زعيم او واکمن و. دا منم، چې ملا محمد عمر سياسي زده کړې نه وې کړې، مګر په عملي ژوند کې يې او د خپلو تېروتنو څخه يې په ډېره بيړه عبرت واخيست او د ۱۹۹۴ز کال سياست يې په راتلونکو کلونو کې ډېر ژر بدل کړ او ډېر ژر يې خپل کورني او بهرني سياست کې يې بدلون راوست. په ډېره لنډه موده کې يې په سياسي لوبو داسې سر خلاص شو، چې امريکايانو تل هڅه کوله، چې ملا محمد عمر سره اړيکې وساتي او طالبانو لپاره په قطر کې سياسي دفتر پرانيزي تر څو له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستلو لپاره داسې يوه کړنلاره وټاکي، چې خپل ولس ته يې مخ روڼ وي.

امريکايان هڅه کوي، چې خپل ولس او نړۍ ته وښيي، چې دوی له افغانستانه په داسې حال کې ووتل، چې هېواد کې يې يو سالم نظام پرېښود، مګر ځمکني حقايق بيا دا وايي، چې افغانستان د امريکا له لاسه يو ناکام دولت دی. په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي چارو کې په بشپړه توګه ناکامه دی او په فساد کې د نړۍ وتلی دولت بلل کيږي.

امريکا چې پر افغانستان د يرغل پر مهال کوم هدفونه او موخې اعلان کړې وې، تر اوسه د دغو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي او تر ټولو ساده مثال يې افغانستان کې د نشه يي توکو کرل او کاروبار دی او دوی هوډ کړی و، چې افغانستان کې به د نشه توکو کرکيله او کاروبار له منځه وړي.

په داسې حال کې د ۲۰۰۰ز کال په پای کې د ملا محمد عمر په يو فرمان په ټول هېواد کې د مخدره موادو کاروبار صفر ته راټيټ شوی و او د ۲۰۰۱ز کال په پسرلي کې نړيوالو ادارو وويل، چې افغانستان له اپيومو پاک هېواد دی، مګر د امريکايانو له راتګ سره افغانستان يو ځل بيا د اپيمو تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد شو. دا يې يو مثال دی. بل مثال يې دا دی، چې امريکا د ملا محمد عمر او اسامه بن لادن ځای نه سو پيدا کولای.

تاسې د نړيوالو ادارو هغه راپورونه هم وګورئ، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو او افغان دولت د فساد په اړه يې ليکلي دي او دا خو پرېږده، چې د افغانستان امنيتي او سياسي وضعيت د امريکايانو له امله تباه و برباد دی.

زه فکر نه کوم، چې ملا محمد عمر ته دې ديني عالم ووايو، ځکه چې نوموړی د مدرسې طالب و، چې د شوروي يرغل له امله يې درسونه په نيمه کې پرېښودل او جهاد ته يې ملا وتړله.

زه په لنډو ټکو ويلی شم، چې ملا محمد عمر يو رښتينی افغان و او اصولي سړی و او داسې ډېره ستونزمنه ده، چې يو وخت کې دې سړی هم اصولي وي او سياستوال.

د ساري په توګه ملا محمد عمر دا هېڅکله ونه منله، چې اسامه بن لادن او د هغه نور عرب ملګري امريکا يا د هغوی خپلو هېوادونو ته وسپاري او سره له دې، چې دی په دې خبره پوهېده، چې دا انکار به د ده لپاره ډېر تاواني وي او همداسې وشول. نو دا سړی موږ يو عادي سړی بللی شو؟

هافينګنټن پوسټ: ايا د ملا محمد عمر د شخصيت کومه ځانګړنه راته ښودلی شئ؟

علوني: ښه به دا وي، چې د ملا محمد عمر د شخصيت ځانګړي صفتونه او خويونه يې ياد کړو؛ ځکه چې د نوموړي مثبت اړخونه خو ډېر زيات دي.

زما د تجربې له مخې ملا محمد عمر مجاهد د کلمې په اصلي معنا يو نر سړی و او د سړيتوب ټول مثبت خويونه په کې راټول شوي وو.

حديث شريف کې راځي، چې  “ليس الشديد بالصرعة إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب” قوي او تکړه سړی هغه نه دی، چې ډېر زورور وي، بلکې قوي سړی هغه څوک دی، چې د غوسې پر مهال خپل نفس کنټرول کړای شي. زه دلته د ملا محمد عمر د جګړه ييز شجاعت خبره نه کوم، دا شجاعت خو يې ټولو ته معلوم دی، بلکې زه د ملا صيب رحمه الله د هغه قوت په اړه خبره کوم، چې حديث شريف کې راغلي دي او هغه د غوسې پر مهال د نفس کنټرول دی. يو وار افغان عربانو (افغان عربان هغه اصطلاح ده، چې نړیوالو رسنیو افغانستان کې مېشتو عربو مجاهدینو ته کاروله) ملا محمد عمر مجاهد سخت غوسه کړی و.

هغه عربان چې د اسامه په مشرۍ په افغانستان کې اوسېدل، څو څو ځل ملا محمد عمر منعه کړي وه، چې له افغانستانه په نورو هېوادونو بريدونه ونه کړي او سره له دې، هم القاعدې په کينيا او تنزانيا کې د امريکا په سفارت بريد وکړ، دغه مهال ملا محمد عمر القاعده مشران يو ځل بيا منعه کړل او ورته يې وويل، چې د ده له امره سرغړونه ونه کړي. له هغې وروسته القاعده يو ځل بيا يمن کې پر امريکايي بېړۍ «يو ايس ايس کول» بريد وکړ، نو ملا عمر يو ځل بيا دوی ته وويل، چې بيا داسې ونه کړي او امر يې ورته وکړ، چې په دې اړه رسنيو سره خبرې ونه کړي او عربانو يو ځل بيا د ده له خبرو سرغړونه وکړه او سره له دې هم ملا محمد عمر رحمه الله د عربانو پر دې کارونو صبر وکړ او دا فکر يې وکړ، چې دا عرب مجاهدين مسافر دي او د شوروي يرغل پر مهال يې د افغانانو مرسته کړې او کړاوونه يې ګاللي دي. اوس که موږ تاسې که دغه تصور وکړو، چې موږ به يو چا سره له دومره زغمه کار واخلو؟ نو دې ته د نفس او عقل ضبط او کنټرول وايي.

په اخره کې غواړم، چې يوې خبرې ته اشاره وکړم، هغه دا چې ملا محمد عمر د اسامه بن لادن له هغو ارادو نه و خبر، چې ده ۲۰۰۱ سپټمبر د پېښې لپاره کوم پلان تيار کړی و.

دا بايد ووايم، چې کله د بن لادن له خولې د امريکايانو د ځپلو خبرې راووتې، نو د دواړو تر منځ خلا رامنځته شوې وه. د سپټمبر له پېښې وروسته، چې د امريکايي يرغل شېبې رانږدې شوې ملا عمر او اسامه دواړو پرېکړه وکړه، چې د روانو ستونزو په اړه مخامخ سره وويني. د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اوومه ماښام د ملا محمد عمر په استوګنځي کې سره وګوري؟ اسامه د ملا عمر دفتر ته پر لار و، چې امريکايي الوتکو بمبار پيل کړ او د ملا عمر دفتر يې هم بمبار کړ.

اسامه له نيمې لارې راوګرځيد، ملا محمد عمر په معجزانه توګه خوندي پاتې و او ځينې ساتونکي يې شهيدان شوي وه.

ايا زه به په دې وتوانېږم، چې د ملا محمد عمر صفت او ستاينه په څو جملو کې وکړای شم؟

له ټولو هڅو سره بيا هم په دې نه توانيږم، چې د ملا محمد عمر د ستاينې حق ادا کړم او دغه الفاظ نه لرم، بس دومره وايم، چې ملا محمد عمر يو بې ساری قايد، زعيم او مشر و.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افضل خان
میلمه

رښتيا چې افغانانو خپل حقيقي اتلان نه دي پېژندلي، له محترم خبرياله ډېره مننه کوو چې په نره يې د ملاصيب په اړه حقايق بيان کړي دي

jahangir
میلمه
jahangir

Www

زلمی جان پښتون
میلمه

ماشاالله الله جلجلاله دی اجرعظیم در کړی آمین
لکه څرنګه چی محترم ورور دحق ویلو په جرم دکفر زولنی ګاللی دی الله جلجلاله ورنه قبولی کړی او مونږ دده په شجاعت او غیرت ویاړو او افتخار پری کوو

Mohammad anwar
میلمه
Mohammad anwar

له صحابوو او تابعینو څخه وروسته په تاریخ کی د مرحوم عالیقدر امیرالموءمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ساری ونه لیدل شو اللهم ان نستعینک و نستغفرک و نتوب الیک فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم له صحابوو او تابعینو څخه وروسته په تاریخ کی د مرحوم عالیقدر امیرالموءمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ساری و نه لیدل شو ځکه چی د نوموړی د راتلو په وخت کی د مسلمانانو روحیه له مینځه تللی وه د غفلت په خوب ویده وو او د اسلامی خلافت فکر هیچا هم نکولو خو لله لحمد د نوموړی په… نور لوستل »

Mohammad anwar
میلمه
Mohammad anwar

له محترم خبریال صاحب څخه ډیره مننه چی د عالیقدر امیرالموءمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله په ژوند یی رڼا واچوله

mohammad zaher
میلمه
mohammad zaher

له صحابوو او تابعینو څخه وروسته په تاریخ کی د مرحوم عالیقدر امیرالموءمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ساری ونه لیدل شو اللهم ان نستعینک و نستغفرک و نتوب الیک فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم له صحابوو او تابعینو څخه وروسته په تاریخ کی د مرحوم عالیقدر امیرالموءمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ساری و نه لیدل شو ځکه چی د نوموړی د راتلو په وخت کی د مسلمانانو روحیه له مینځه تللی وه د غفلت په خوب ویده وو او د اسلامی خلافت فکر هیچا هم نکولو خو لله لحمد د نوموړی په… نور لوستل »