نظــر

دتير کال په پرتله د وسلوالومخالفينو په بريدونو کي زياتوالی راغلی

د افغانستان د دفاع وزارت او په افغانستان کي د نړيوالو يرغلګرو په نوي راپور کي واضح شويدي  چي د تير کال په پرتله د دوي په ضد په وسلوالو بريدونو کي ۱۱ سلنه زياتوالي راغلي دي  ددې زياتوالي  دوه عوامل په ګوته شویدي   دبهرنيو ځواکونو په راپور کي  اول عامل  دا په ګوته شوي چي ګواکي د دوي په اصطلاح طالبان  له ژمي وروسته د افيموپه کاروبار بوخت وو  .

دوهم دليل  دا ښودل شوی چي دافغانستان وسلوال فوځ قوي شوي نو ځکه بريدونه هم ډير شويدي .

دبهرينو ځواکونو په دې راپور کي هڅه شوي چي داسي وښيي چي ګواکي طالبان د افيمو او کوکنارو په کاروبار بوخت دي حال داچي دا درسته او صحيح خبره نده  ځکه  :
•    هغه راپور چي خپور شوي دټول افغانستان په اړه ده ؛ نه دهغو ولايتونو په اړه چي هلته کوکنار کرل کيږي نوطالبانو خو به يواځي په هغو ولايتونو کي دافيمو په کاروبار بوخت واي چي هلته کوکنار کرل کيږي په نور ولايتونو کي څه حال وو لکه : کابل، تخار، کندز، باميان، بلخ، پکيتکا…..
•    طالبان خو د کوکنارو کرونکي، پالونکي، او راټونکي نه دي ؛  یواځي ۱۵ ورځي د نیش ورځي دي  چي هغه نیش ته دجنوب غرب حوضي ځوانان د درسونو طالبان  اوحتي له کوټي څخه خلک دنیش وهلو لپاره ورځي د بهرینو ځواکونو ویاند باید د درس طالبان او مجاهد طالبان سره وپیژني
•    په هغو ولايتونو کي چي کوکنار کرل کيږي ټولو خلکوته يي معلومه ده چي طالبان يواځي له خلکو عشر او زکات ټولي نه داچي دوي د افيمو په کاروبار بوخت دي
•    د دوهم سبب په اړه يي بايد د بهرنيو ځواکونو له وياند څخه پوښتنه وشي چي که فرضآ روان کال ستاسو او ستاسو د ملګري نظام په ضد دمخالفينو بريدونه نسبت تيرکال ته کم شوي واي نو ستاسو نظر به په دې اړه څه وو ؟ چي ولي د مخالفينو بريدونه کم شويدي ؟  ځکه اوس خو  تاسو واياست چي د روان کال دبريدونو ډيروالي دوه سببه لري چي دوهم سبب يي د افغان ځواکونو قوي کيدل دي .

دا خو ډير دکوچني عقل  دليل دی  دا خبره خو به په هغه وخت کي ویل کيدله چي بريدونه کم واي  نو بيا به داسي ويل شوي وو چي افغان ځواکونه  قوي شوي د مخالفينو دبريدونه مخه يي نيولي ده خو اوس خو برعکس ده .

د دفاع وزارت وياند هم ويلي دي چي بريدونه ډير شويدي او په وينا يي
•    يوخو هوا ګرمه شويده چي دا دليل يي په ځاي دليل دي
•    دوهم داچي د ټوکيو کنفرانس وښودله چي افغانستان يواځي نه پاته کيږي ځکه نو دمخالفينو په بريدونو کي زياتوالي راغلي دي

 زه خو دویاند صاحب دبریدونو دډیریدو په اړه دوهم سبب ته حيران يم   که چيري ستا دوهم دلیل درست وبولو نو چي افغانستان يواځي نه پريښودل کيږي دا خو ستاسو مخالفينوته پيغام وو چي بهرنيان به نور هم ډيرډالر او وسلي درکړي  بايد بريدونه يي کم شوي واي ؛  نه داچي بريدونه يي ډير شي .  د دفاع وزارت ویاند دا هم وویل چي دافغان ځواکونو مرګ ژوبله هم ډیره شویده چي سبب يي دافغان ځواکونو یواځي په جګړو کي ګډون دي  .
 ښه سمه ده که ستا دا خبره ومنو چي دافغان ځواکونو مرګ ژوبله ډیره شویده دا هم باید ومنو چي تر بل نړیوال کنفرانس وروسته به ستاسو مرګ ژوبله له دې نه هم ډیره شي او په دې سره دا جوتیږي چي دکنفرانسونو مرستي دڅوکسانو جیبونو ته ځي او ویني دعسکرو او یا هم د افغان ولس تویږي دا چي افغان ځواکونه یواځي په جګړه کي برخه اخلي .         

هوکي  ! نو څه به کوي د همدې لپاره يي نظام رامنځ ته کړاو دهمدې هدف لپاره يي اردو جوړه کړه ، چي نور دامریکااواروپا دیني(صلیبي )  جګړه افغان  اردو په غاړه واخلي   روسانو هم په دې هیواد کي دې ته ورته اردو په ځای پریښوده چي نتیجه يي معکوسه را ووته  .

ژرده چي خپلواکي رسنۍ دي د افغانستان د دولت مخالفین ملي نړیوال پاڅون ونومول شي .

دنشر په هیله که کومه ستونزه پکښي وه چي د نشر مخه يي نیلوه هیله ده چي ماته به معلومات راکړئ

ليکنه : فضل الرحمن  زرغونی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x