
د ګران امیر رحمه الله روح ته!!!!
لیکوال: حماد نیازی
زموږ ګرانه اميره!
پوهېږم چې تا په داسي حال کې له دې پاني نړۍ سره خدای پامانې وکړه چې ارمانونه دي په زړه کې دلۍ پاتي وو، تا د اجل داعي ته لبیک وکړ؛ خو د نړیوال اسلامي خلافت ارمان مو پر زړه نیمګړی پاتي شو، ستا اجل پوره شو خو هیواد لا په پوره ډول له خونخورو یرغلګرو کافرانو ازاد نه وو.
ګرانه اميره!
يوهېږم چې تاسو د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د اسلامي خلافت سپېڅلې اراده لرله، تاسو د ټولو مظلومو مسلمانانو د هېلو پوره کونکي وئ، تاسو موږ ته ناټو او امریکا راوپرزوله؛ خو تاسو د ناټو او امریکې د ځکندن سلګۍ نکړې ننداره او دا ارمان مو پر زړه نیمګړی پاتي شو.
زموږ ګرانه اميره!!!
تاسو د ژوند ټول خواږه د هیواد او اسلامي نړۍ د مظلومو مسلمانانو لپاره نذرانه کړل، ټول عمر مو د خدای په لار کې جهاد کې تېر کړ، په دې سپېڅلې لاره کې مو یوه سترګه مبارکه هم له لاسه ورکړه او په څو_څو وارو مو په دې سپېڅلې لاره کې شدید زخمونه پر خپل نازک بدن د اسلام او رښتیني کلیمې د لوړوالي په پار وګالل.
تاسو ټول ژوند او د ژوند ټول خواږه د اسلامي خلافت د قیام، مظلومو مسلمانانو ته د برات ورکولو په پار او د رښتینې کلمې د لوړوالي په پار د خدای لپاره نذرانه کړ، ستاسو ژوند له کړاوونو ډک وو، موږ ته مو ګټلې را پرېښوده.
زموږ ګرانه اميره!!!!
نور ارام وکړئ، ارام ویده شئ، هیڅ تشویش مه کوئ؛ ځکه چې ستا لارویان ستا له نقش و قدم نه یو اېنچه هم نه دي لري شوي او ستا په څېر پر همغه سیده لاره روان دي.
ستا افرادو هغه څوک د ځان لپاره امیر ټاکلی دی څوک چې تا د خپل ځان نائب ټاکلی وو، موږ ستا انتخاب غوره کړ او ستا نائب مو ستا ځای ناستی وټاکئ.
زموږ ګرانه اميره!!!
دا تا چې راته ناټو او امريكه راوپرزوله، موږ اوس هم د لويې ناټو او سُپرې امریکې پر ځیګر ناست یو، مرۍ یې ذبحه کوو او خواره ناټو او امریکا د ځنکندن سلګۍ وهي.
موږ هم دا ارمان په زړه لرو چې کاش تاسو د ناټو او امریکې سلګۍ هم ننداره کړې وای خو په دې خبره چې تقدیر نه بدليږي، ځانو ته ډاډګېرنه ورکوو.
زموږ ګرانه اميره!!!
ډاډه اوسه او ډېر به ستړی وې، آرام ویده شه! لکه تا چې غوښتل مجاهدین همغسې یو موټی او دښمن ته په پوره ډول متوجې دي.
موږ ستا په ژوند کې ولیدل چې څوک ستاسو له حقې لارې جدا شول، هغوی ګمراه شول، بې لاري شول او تر اوسه یې لا کت نه دی سم کړئ او لالهانده ګرځي، موږ به یو اینچ هم ستا له حقې لارې وانوړوو له امارت سره به غداري ونه کړو.
اوس مو د بریا بېړۍ ساحل ته نېږدې شوې، ډېر ژر به د درتلونکو شهیدانو روحونه درباندې زیری وکړي، چې افغانستان فتحه شو او د پلیتې ډيموکراسۍ پر ځای اسلامي نظام قایم شو.
زموږ ګرانه!!!
موږ به ټول ستا له هیلو قربانېږو، که خدای راسره وو، د ګران هیواد له فتحې روستو به د ځوانانو لښکرې د نړۍ د نورو مظلومو مسلمانانو خلاصون ته لیږو، کشمیر به ازادوو، پر مسجد اقصی به سپین بېرغ رپوو، عراق ته به مخه کوو او د بغداد د شهیدانو او اولياوو پر روحونو به هم د فتحې زیري کوو او پر ټوله اسلامي نړۍ به د اسلامي خلافت سایه راولو یا به ستا په څېر ستا د ارمانونو لپاره تر اخیرنۍ سلګۍ پوري د خدای په لاره کې جهاد او قربانيو ته ادامه ورکوو.
خیر دی که مو دلته سره ونه لیدل نو په اخرت کې به سره وینو. ان شاء الله
زموږ ګرانه اميره!!!
د ځکندن سختۍ به مو هم تیرې کړې وي او ژوند خو مو ټول د خدای په لار کې قرباني کړ، پوهېږو چې ډېر به ستړی وي، نور ارام وکړه ویده شه! خیر دی که مو په دنیا کې ارام ونه کړ نو قبر خو د مخلصو مسلمانانو ارامګاه ده.
له خدایه بخښنه او قبر درته د جنت باغچه غواړم. الله مو حشر له انبیاوو، صديقینو او شهیدانو سره وکړه او له لوی خدای سوال کوو چې په اخرت کې مو سره یوځای کړي.
آمین یا رب العالمین
ملګریه کور ودان او قلم مو تل روان اوسه، په دا خواږه قلم او اسلامي تفکر چې زمونږ په غمجنو زړونو مو پټۍ ولګوله، خواره واره فکرونه مو لږ راته په ځای کړل، الله دې همدارنګه نورو ته توفیق ورکړي، چې د خپل قلمونو په زکات سره د افغان مسلمان ملت یووالي ته نوې ساه ورکړي.
یوځل بیا مونږ له خپل باعزمه امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور سره خپل بیغت په ډاګه اعلانوو
د دښمنانو دې زړونه دوه ځایه شي.
ای زموږ د سترګو تور د زړه سره امیره الله خو دی په اخیرت کی دانبیاو سره را پورته که
very nice emotional – for a real Ameer
ای د نړی د مسلمانانوخواخوږی!
د نړی د مسلمانانو افتخاره!
ای دزړه سره امیره!
زموږ د زړونو پاچا!
د وخت رهبره!
د سنګر اتله!
رحلت دی وژړولو خو بیا دی هم ژوندی ګڼو
د الله ج رحمتونو کی اوسی
زموږ مشره تا د شهید حسن البنا رح په څیر یو ژوندی فکر تر شا پریښود
له تا نه مننه،
ستا صفت زموږ د قلم څوکی ماتوی نه یه سو لیکلای
الله ج دی هوسا او ارام کړه
د اسلامی نړۍ اتل او قهرمان امیره ستا له ایمان ‘ وجدان ‘ ننګ او غیرت نه قربان شم ستا د خټو له هغه کوره چی تا پکښی سترګی غړولی او له هغه خټین سنګر او حجری نه قربان چی تر روستی سلګۍ دی د اسلام او وطن دفاع تری وکړه ستا د مور او پلار نه قربان چی ستا په روزنه کی څومره سعیه کړی ستا د ورور او بچو نه قربان چی ستا فراق ستا له ملګرو سره په ویاړ لمانځی ستا د نایب او شوری نه قربان چی ستا بیرق او چت بیرق د لا اله الا… نور لوستل »
حریا! په دې پوه شه چې اسلام د عدل دین دی، دلته افراط او تفریط نه دی پکار!!!
حریا خور ته ، موږ د امیرالمؤمنین اطاعت په دې وجه کوی او کوو یې چې نیک اعمال مو ضائع نسي ، او دآخرت لپاره مو توښه سي ، که هغه هم تر ده قربان کړو او خالي لاس وقبر ته ورسو یقینا تاوان به مو کړی وي ، یقینا ستاسو څخه داخبره دجذباتو په حالت کښې د ډیري میني او اخلاص څخه سوی ده ، خوک کله کله دافراط مینه هم انسان و…..ټیل وهي . ځکه چې دهر مسلمان نر وي او که ښځه ټول نیک اعمال دالله جل جلاله په امر او د هغه د رضا لپاره کوي… نور لوستل »
ګران خادم دین ۰
روح دی ښاداوسه کورنی ته دی دالله (ج) څخه صبر جمیل غواړم
خالقی 2015/08/02 at 2:21 PM د اسلامی نړۍ اتل او قهرمان امیره ستا له ایمان ‘ وجدان ‘ ننګ او غیرت نه قربان شم ستا د خټو له هغه کوره چی تا پکښی سترګی غړولی او له هغه خټین سنګر او حجری نه قربان چی تر روستی سلګۍ دی د اسلام او وطن دفاع تری وکړه ستا د مور او پلار نه قربان چی ستا په روزنه کی څومره سعیه کړی ستا د ورور او بچو نه قربان چی ستا فراق ستا له ملګرو سره په ویاړ لمانځی ستا د نایب او شوری نه قربان چی ستا بیرق او چت… نور لوستل »
زما مطلب دا نده وروڼو چی زه دی اخرت ته خالی لاس پاتی شم بلکی پخپلو نیکو اعمالو کی او ثواب اجر او دعا کی دامیرالمومینین ونډه یادوم