نن ټکی اسیا

طالبانو د څو پیړیو سیاسي بدعت ختم کړ

لیکوال: نعمان منلی – کالم: نښتر /

د اسلامي نظام اساس په شوری ولاړ دی، د خلیفه یا امیر تر انتخابه نیولې آن د دولت مختلف واړه او غټ کارونه به شوری پر مخ وړي، لکه قرانکریم وایي: و امرهم شوری بینهم، د اسلام لومړی خلیفه ابو بکر الصدیق رضي الله عنه د انصارو او مهاجرینو په شوری سره ټاکل شوی و، دا راز هغه بیا عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپلي شوری په خوښه خپل ځای ناستی وټاکه، عمر بن الخطاب بیا شپږ کسيزي شوری ته کار وسپاره چې دوی به خلیفه ټاکي او هغې شوری عثمان بن عفان رضي الله عنه خلیفه انتخاب کړ. او داسي نور.

موږ چې په مختلفو شاهي نظامونو کې د وليعهد او ځای ناستي کومه پديده وینو دا شرعاً ناسمه او غیر شرعي طریقه ده، که څه هم ځیني فقهاوو د خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره روا کړې ده خو په عامه توګه د کوم خپلوان وليعهد ټاکل ناسم او غیر شرعي کار دی، که څه هم دا طریقه په اموي او عباسي خلفاوو کې رواج وه او هر خلیفه به خپل زوی وليعهد او ځای ناستی ټاکه، آن تر موجوده شاهي نظامونو پوري، د عربو شاهي واکمنۍ اوس هم د وليعهد په ټاکنه ولاړي دي، او زموږ هیواد کې هم تیره شاهي واکمني کې همدا طریقه رواج وه.

اصلاً د اسلام په تاریخ کې دا کار د لومړي ځل له پاره معاويه بن ابي سفیان رضي الله عنه کړی دی، چې خپل زوی یزید بن معاويه یې خپل ځای ناستی او وليعهد وټاکه، که څه هم معاویه رضي الله عنه دا کار د ځانګړو مصلحتونو او د وخت د مجبوریتونو لامله کړی و خو بیا یې هم پر ضد مخالفتونه راپورته شول، لکه د حسین بن علي رضي الله عنهما مخالفت او د عبد الله بن زبیر رضي الله عنهما مخالفت، دا راز هغه مهال نورو ګڼ شمیر صحابه کرامو هم د معاويه رضي الله له دې کار سره مخالفت وکړ او یزید یې د وليعهد په توګه ونه مانه.

د معاويه رضي الله عنه دا کار که څه هم د خلفاء راشدینو له کړنلاري او د اسلام له اساسي شورایي نظام سره مخالفت و، خو لکه مخکي مي وویل معاويه بن ابي سفیان په ځانګړې توګه ځیني مصلحتونه په نظر کې نیولي وو او هغه دا چې په هغه وخت کې د مسلمانانو ترمنځ حالات بیخي خراب او مخالفتونه اوج ته رسیدلي وو، لکه له علي رضي الله عنه سره د معاويه مخالفتونه او د صفین خونړۍ جګړه، او دا مخالفتونه هغه مهال پای ته ورسیدل کله چې حسن ابن علي رضي الله عنهما واک معاويه ته وسپاره، نو معاويه په دې فکر و چې که خپل ځای ناستی معلوم نه کړي یو ځل بیا به په امت کې مخالفتونه او جګړې رامنځته شي، او دا راز د شام اهل الحل والعقد خلکو هم معاويه ته وویل چې خپل وليعهد به ټاکې او هغوی په یزید پابندي راضي شول. او هغه مهال په حکومت کې د شام د خلکو له رسوخ او نفوذ سره مخالفت سخت کار و.

خو د معاويه رضي الله عنه دا کار وروسته په امویانو او عباسي خلفاوو کې د خلافت راشده د تګلاري پر خلاف بدعت وکرځیدی او لکه مخکي مي وویل تر ننه لا روان دی، څرنګه چې دا کار ناسم، غیر شرعي او د شورایي نظام خلاف دی نو له پیله نیولې تر ننه یې مسلمان امت ته خورا لوی زیانونه اړولي دي، لومړي وليعهد یزید د کربلا فاجعه رامنځته کړه داراز د امویانو او عباسيانو په خلافتونو کې د ځای ناستي د بدعت لامله داسي نا اهله او خپل سري واکمنان قدرت ته رسیدلي دي چې د هغوی ټولو کړني تاریخ ثبت کړې او روښانه پرتې دي.

راځو د مطلب خبري ته، د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته د اسلامي امارت رهبري شوری اود اهل الحل والعقد غړیو ملا اختر محمد منصور د هغه پر ځای وټاکه او دا کار د اسلام له شورایي نظام سره موافق ترسره شو، په داسي حال کې چې د مرحوم ملا صاحب ځوان او عالم زوی او هم یې ورور شتون لري او له دې سره په موجوده وخت کې په اسلامي نړۍ کې په لسهاوو داسي شاهي نظامونه فعلاً شتون لري چې هغه د وليعهد په سیسټم روان دي، او داکار اوس هم په اسلامي نړۍ کې دومره مقبوليت لري چې د مسلمانو ولسونو په روح او روان کې د واکمنو اولادونه ځانګړی مقام او بیل حیثیت لري، خو طالبانو دا د څو سلیزو او پیړیو مقبول او ټول منلی سیاسي بدعت ته لته ورکړه او د اسلام د شورایي نظام پر اساس یې خپل نوی مشر انتخاب کړ.