شعـــــرونهپښــــتو ادب

مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمرمجاهد ته

چنار ټکور

شکردی چې ځان راسره پاتي دی
غم خودي لاځوان راسره پاتي دی

خدای ته مي هرڅه ستاپه نوم وسپارل
یوڅیري ګرېوان راسره پاتي دی

زه یمه هجران دی توره دښته ده
ژوند هسي تاوان راسره پاتي دی

ویاړم ملګرۍ ته دي لاژمن یمه
ویاړم چې ایمان راسره پاتي دی

هجردي له واره ځکه مړنه کړم
ځکه پتاګران راسره پاتي دی

داچې بې دیدنه رانه لاړلې
دغه یوارمان راسره پاتي دی

زخم دزړګي ته بې ټکورکړمه
یادمي دي جانان راسره پاتي دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close