fbpx

مصر ليکوال او تاريخ پوه: د راشدينو شپږم ملا محمد عمر هم وکوچيد

په اوسنيو مسلمانانو نه بدلېدونکی دليل
ټول ژوند يې په بې وزلۍ او تنهايۍ کې تېر کړ
په داسې حال کې، چې دی امير و
او بيا يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، موږ يې پرېښودو او دی لا هم يوازې او ناشنا و
دی له ټولو مخکې و او هېڅوک تر ده ور ونه رسېدل
ځان يې تر خپلو مخکنيو اسلافو پورې ورساو
او راتلونکو ملګرو ته يې لا هم ډېر ستړې پاتې دي
دی د هغه رسول صلی الله عليه وسلم په څېر و، چې ده ورسره مينه درلوده
ده هم خپل ژوند په يتيمۍ، فقر او مسکينۍ کې تېر کړ
دی د هغه امت مشر او زعيم و، چې ټول عمر يې دربدرۍ او يتيمۍ کې تېر شوی
د قوي زمري په څېر زړه ور
او د سهار ښکلي خوشبويه هوا په څېر نرم و
اوس ټول هغه خلک اندېښمن دي، چې
د دې لارې پيل او پای ور معلوميږي
موږ يې په داسې حال کې پرېښودو، چې ځان يې خپلو اسلافو او نېکانو ته ورساو
خپل امت يې د بريا او فتحې په درشل کې پرېښود
او دی ترې په سلګيو د خپل رب پر لور ولاړ

له دې نړۍ يوازې او غمجن ولاړ، څنګه چې راغلی و
افغانان د ټول امت وروستی ارمان او هيله ده يا به ټول امت ژغوري
او يا دې مسلمانان په بله سياره کې ځانته ځای وګوري
دوی به څوک ملامتو که دوی دا کار وکړي؟
ايا دی له دې امته يوازې، اندېښمن او بې چاره نه ولاړ؟
«عمر» .. د راشدينو شپږم و.

مصطفی حامد ابوالوليد. مصری ليکوال او تاريخ پوه

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه د مصر د دغه حق او سیاست ( اسلام ) شناس تاریخ پوه او لیکوال د ښکلی لیکنی ستاینه او لمانځنه کوم ، الله ج دی اجرونه ورکړی ، زه یی سل په سلو کی تاییدوم او تعقیبوم ، به دغه فقیر رهبر په مړینه ملایکی ژاړی ، ټول اسلامی امت ورباندی خوابدی او په ځانګړی دول د غه د افغانانو مظلوم او مجاهد اولس یی خپل معنوی پلار او لار ښود ګڼی ، په رښتیا هم د هغه جهادی کړنی د سیافانو ، حزبیانو او ربانیانو په شان د حکومتی قدرت تر لاسه کول نه وو هغه د… نور لوستل »