زیمبابووي د نیوزیلینډ لوبډلې ته تاریخي او حیرانوونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۱۱مه ۱۳۹۴ل): نن د زیمبابووي او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وه چې دغې لوبې کې زیمبابووي د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۷ ویکټو تاریخي او حیرانوونکې ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه د زیمبابووي لوبډلې وګټله او د نیوزیلینډ لوبډلې ته يي د لومړۍ توپ وهنې چانس ورکړ. د نیوزیلینډ لوبډلې توپ وهوونکو هم پیاوړې توپ وهنه وکړه.

نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې د ټېلر او ویلیمسن غوره توپ وهنې په مرسته یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ویلیمسن په ۱۰۲ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۷ او ایلیوټ په ۳۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې ټېلر د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره په ۱۲۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره پنینګارا دوه او چيبابا یوه ویکټه واخیسته. چیبابا خپل ۷ اورونو کې ۳۲ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

داسې ښکاریده چې دغه لوبه به د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسیږي خو د زیمبابووي لوبډلې د توپ وهوونکو حیرانوونکې توپ وهنه دغه لوبه د زیمبابووي په بریا پای ته ورسوله.

زیمبابووي لوبډلې د مسکتزا او ایروین غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۴۹ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او د نیوزیلینډ پیاوړې لوبډلې ته يي سخته ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د زیمبابووي لپاره مسکتزا په ۹۹ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۴ او چیبابا په ۴۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

ایروین نننۍ لوبې کې په ۱۰۸ توپونو د یولسو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې په توپ اچوونکو کې یوازې میککلم د ویکټو په اخیستو بریالی شو. میککلم خپل ۹ اورونو کې ۶۲ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د