
د امیر المؤمنین مړینه به د لویو فتحو پیلامه شي
بسم الله الرحمن الرحیم
د حضرت عمر رضي الله عنه د حکومت په رهبري شورا کې تر ټولو کشر غړی ابن عباس رضي الله عنه وو، ځينو مشرانو به د ده په ګډون نېوکه کوله، یوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه د ده د مقام معلومولو لپاره د شورا د ټولو غړو مخته يوه پوښتنه کېښوده، چې ټول غړې پرې غلي شول او يواځې ابن عباس رضي الله عنه ځواب ورکړو، دامهال نو د ابن عباس ځانګړی علمیت او مقام څرګند شو.
پوښتنه دا وه چې د النصر سورت: (إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا) کومې مهمې پېښې ته اشاره کوي؟ په ټولو کې يواځې ابن عباس رضي الله عنه ځواب ورکړ چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم مړينې ته.
دا ځکه چې کله د خدای نصرت راشي، فتحه راشي، نور نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم اساسي کار پای ته رسېږي، هغه به نور د خدای لور ته جنتونو او ثوابونو ته ورځې، څو د کړاوونو او تکليفونو د دې سترې لړۍ بدله ومومي، پاتې کار به هغه ډله کوي چې رسول الله صلی الله عوسلم په خپل لاس جوړه کړې، او همداسې وشول.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې کسرا او روم فتحه نه شول، يواخې د مکې وړوکی حکومت ړنګ شو، خو هغه لښکر چې کسرا او روم يې مات کړل جوړ شوی وو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مړينې سره اسلام ختم نه شو؟ بلکه ډېر پټ صلاحیتونه را څرګند شول. حضرت ابوبکر چې تر ټولو نرم زړی صحابي وو، يو داسې با استقامته او باجرأته شخصیت شو چې: د اسلامي قانون له يوې معمولي مادې نه هم تېرېدلو او تسامح ته تیار نشو، او د ارتداد لويه فتنه يې له منځه یوړه.
حضرت عمر رضي الله عنه چې تر ټولو د ساده مزاج خاوند وو، خو د کسرا او روم د لویو امپراطوريو فاتح شو.
اوس هم د امیر المؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله رحمة واسعة مړينه به د سترو فتوحاتو د غزونې پيلامه شي.
د تحريک په پيل کې چا نشوای ويلای چې د خدای مشيت به څه وي، خو اوس څرګنده شوه، چې د ده د تحريک پيل د روسانو په ضد د مبارک جهاد له صفونو نه د يوه پاک لښکر را بېلونه وه، څو د امریکا په څېر يو ستر متکبره او ظالم امپراطور پرې مات کړي.
ستر الله جل جلاله د امريکا کبر ، غرور او استعمار د ده په لاس مات کړو، په هېواد کې د سترو فتوحاتو لړۍ روانه شوه، داسلامي امارت لمر په ډېر نظم او وقار را وخوت، دا هر څه د خوښيو وو، خو ورسره د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه دنده هم سر ته ورسېده، او رب يوه نه ختمېدونکي ارام ځای جنتونو ته مېلمه کړو. نحسبه کذلک والله حسیبه.
اوس نو د له صف نه د باندې د ارتداد مخه نيونه او په صف کې د ننه یووالی ساتل، له داخلي سمون وروسته د لویو فتوحاتو لپاره ستر شخصیتونه په کار اچول، د امیر المؤمنین د ځای ناستو دنده ده، رب دې موفق لري.
مفتي راشد
۱۴۳۶ه شوال۱۶ شنبه
رسول اله مبارک چېرته او ملا عمر چېزته . دا مقایسه ډېره ناوړه مقایسه ده. او داخبره هم سمه نده چې د رسول الله مړينه در اسلام د غښتلتیا و او بريالي توب سبب ګرځېدلی دی. دا خبره رسول الله(ص) ته اهانت دی. په دې معنا چې که چيري د اسلام ستر پيغمبر څو کاله نور ژوندی پاتې کېدل نو اسلام ښاته پاته کېدل او دا نور کسان وو چې اسلام ته يې پياوړتيا ورکړ العیاذ بالله.
که دا خبره وی نو مرګ مو ولی پټوه؟ پریښی به مو وی چی دا فتوحات وختی شروع شوی وی-ولی مو د پنجاب پیغور راته پریښود ولی؟
راشد صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، زمونږ زړه او دماغ کی د حالاتو د څیړنو له مخی همداسی ګرځیدله چه د مشر ملا صاحب د اقوالو او کړنو مثال کټ مټ د حضرت محمد ص د زمانی او طالبان لکه د صحابه کرامو په شان اخلاص او تقوی وښودله ، طالبانو د مشر ملا په شمول د روسانو او کمونستانو به ضد کی فعاله ونډه درلودله هغه وخت دوی ځوانان وو یو نیم یی که کومی قوماندانی کچی ته رسیدلی وو لکه خپله مشر ملاصاحب د کوم ګروپ قوماندان وو ، هغوی د خپل عمر به تقاضا… نور لوستل »