نظــر

د مولوي اختر محمد منصور په اړه زما څو یادوني

لیکوال: عبدالمالک همت

ما د طالبانو په واکمني کي د هند سره تجارت درلود. یو د اکسپورټ شرکت مي په هند کي او بل په افغانستان کي وو. زما اړوند شرکت به په امرتسر کي د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکي ته خپل او د نورو سوداګرو تجارتي مالونه ورواچول او په کندهار، کابل او جلال آباد کي به مي ځني تسلیم کړل. له دې امله به ما او زما د شرکت کار کوونکو په کندهار، کابل او ننګرهار کي د طالبانو د حکومت د ډېرو دوایرو د مشرانو او کشرانو سره د شرکت او د مالونو د محصول او نورو اړوندو چارو په اړه زیاتي اړیکي لرلې. د اوسني حکومت د چارواکو دي خوابده نه وي د طالبانو د حکومت اجراآت خورا ساده او بې تکلیفه وه. کارونه آسانه ترسره کېدل، هر لوړپوړي چارواکي ته ورتله او رسېده په ډېره آساني سره کېده. او دغه اداری فساد او ناخوالي چي په دې اوسني حکومت کي په دونه پراخه پیمانه رامنځ ته سوي دي چا يې هیڅ تصور هم نه کاوه. ما او ما غوندي نورو کسانو هغه وخت د ډېرو وزیرانو او نورو لویو چارواکو سره په آسانۍ سره کتلای سوای او خپلي ستونزي او مشکلات يې مخامخ بې له همدې اوسنیو تکالیفو ورته ویلای سوای.

په دغو کسانو کي ما د مولوي اختر محمد منصور سره ځکه ډېر لیدل چي دی د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر وو او پخپله د کندهار په هوايي ډګر کي اوسېدی او رسمي دنده يې هلته ترسره کول. منصور صاحب ډېر ښه جسامت درلود. ښه او بااستعداده ځوان ملا وو. د ‌ډېرو ښو اخلاقو، ښه چلند او ښه برخورد څښتن وو، متین، مکین اوبردباره انسان وو، پر خبرو يې ښه غوږ نیوی، سريې ژر خلاصېدی، کار يې ژرکاوه، خوشكه او غوسه يې هيڅ نه پېژندل. دا يې نه کتل چي دفتر دی که د میدان یو کنج. هر ځای چي به په لاس راغی وبه درېدی یا به یوه ځای ته تکیه سو کار به يې را خلاص کی، که به کار په کابل اړه درلوده د ترانسپورت د وزارت معین عالمي صاحب ته به يې یوه کوچنۍ پرزه راکړه. دا زما سره دغسي نه وو د ټولو سره يې دغسي کړنه کول. په میدان کي يې ښه نظم ونسق راوستلی وو. هغه وخت د کندهار هوايي ډګر واقعاً د عامو خلکو میدان وو، نه د پردو امریکایانو او د هغو د څو تنو پلویانو.

ماچي به هغه وخت منصور صاحب ته کتل په دې فکر کي به سوم چي په دې سړي کي منې چي د یوه مسلمان ، د فتوت خاوند ، ځوان مرده ، زړه ور او خپلواک او مستقل مزاجه رهبر نخښي ښکاري، خو زه هم داسي څوک نه وم چي له خپل رسمي کاره پرته نوري خبري او غوړمالي ورسره راواخلم او ځان ورنژدې او ورسره شناخته کړم.

په هر صورت دا چي ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه اوس زموږ سره نسته د خواشینۍ خبره ده، خو مرګ حق دی. ملامحمد عمر خو یو نمونه او بې ساری مشر وو. موږ ته ښایی چي دغونه ډېری او لويي ښېګڼي او کارنامې يې هېری نه کړو.

څوک چي يې نه مني ښه نه کوي دا ځای يې نخښه چي له اوسه څخه به يې اوسني پوهان او بیا تاریخ لیکونکي د میرویس نیکه، احمدشاه بابا، ملامشک عالم، ملاعبدالکریم او نورو ملي اتلانو په کتار کي راولي. په مړو پسی به څه نه وایو مړانه به مو دا وي چي د ده او د ده د ملګرو غوندي د دښمنانو د سترګو اغزي سو او د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو په لار کي هلي ځلي وکړو، نه دا چي د پردو غلیمانو پر ژرنده اوبه ور خوشي کړو او خود کش بیګانه پرست سو.

زه اوس نه له دولت څخه څه غواړم، نه له نورو څخه. عمر مي خوړلی دی او په دې څو شېبې ژوند کي چي مي څه قلمي چوپړ په وس پوره دی لګیا یم تر سره کوم يې لوی څښتن دې راڅخه قبول کړي.

په پای کي ملامحمد عمر ته جنتونه، کورنۍ ته يې صبر، لارویانو ته يې پر شریعت برابر تګ ، مخالفانو ته يې بصیرت او هدایت، او بې اتفاقي اچوونکو ته عقل او د انسي او جني شیطانانو په خوله نه کول او خود خواهي پرېښوول غواړم.

او دا لوی او دروند مسؤولیت امیر المومنین منصور صاحب ته تبریک وایم خدای جل جلاله دي وکړي چي د ګران اسلامي هیواد دا ماته کښتۍ په خیر او عافیت سره د مقصود تر ساحله ورسوی.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

مبارز او متدین همت صاحب، تل دی الله قلم تاند او هڅاند لره . ستا عملی او علمی خدمتونه له هیچا پټ نه دي . ټول دی حقیقت وویل ، الله دی اجر درکړی ، د دعاوو سره دی آمین وایم . ستا عقیده او مفکوره د خورا ستاینی وړ ده . دنیوي او اخروي بری درته غواړم .

عبدالمالک همت

محترم ورور احمدي صاحب السلام علیکم ورحمة الله روغ او خوښ اوسئ له ښکلي نظر څرګندولو څخه مو یوه نړۍ مننه دعا به کوو چي هیواد مو د علم، یووالي او رشتیانۍ سولي په رڼآ وځليږي او پردو ته د نه ویلو په جرئت خپلواک سو په درنښت ستاسو همت.

سالم عمر

مننه همت صیب !
ټول حقیقت او ذښتیا دي الله مو دي له دروغ جنو څخه وساتي .

غ.حضرت

ښاغلی تجاره! سره خطا باسو به نه.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x