fbpx
مولوي وکیل احمد متوکل، د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر

متوکل: بهرنیان د جګړې اصلي لامل دي، باید رخصت شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، وکیل احمد متوکل یو ځل بیا ټینګار کړی چې «بهرنیان باید رخصت شي». ښاغلي متوکل په خپلې وروستۍ مرکه کې د بهرنیانو شتون د جګړې اصلي لامل ګڼلی.

وکیل احمد متوکل فکر کوي، چې تر څو د حکومت له لورې جنګي مطبوعات حاکم وي، د جګړې لاملونه ځواکمنېږي.

مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو پر یووالي ټینګار کوي: «زما په نظر د سولې لپاره د طالبانو اتحاد او یکپارچګي ضروري ده. د افغانستان ټول اړخونه باید د دې هڅه ونه کړي، یا منفي تبلیغات او منفي ګرايي او اختلاف آمیزي باید تشویق نه کړي؛ ځکه دا د افغانستان له لوړو ګټو سره خلاف کار دی».

ښاغلي متوکل هیله څرګنده کړې چې طالبان وکولای شي خپلو ناراضي غړو ته قناعت ورکړي.

مولوي متوکل د سولې لپاره پر دوو فکټورونو ټینګار کوي: کورنی او بهرنی. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او افغانستان یوازې افغانانو ته پاتې کېدل او د افغانستان د ټولو اقشارو ترمنځ پر یوه اسلامي سیستم سلا کېدل.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د ژر سولې څرک نه ویني: «زه چې منفي ګرايۍ ته ګورم، نو د حقیقي سولې ژر څرک نه وینم».

ښاغلی متوکل د امریکایانو له لورې د افغان ځواکونو روزنه د «بل افغان د ژونې» لپاره بولي. متوکل د بهرنیانو نظامي حضور که په هره بڼه وي، د جګړې لامل بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاری حسیب
میلمه
قاری حسیب

دلیونی مراد پوره شو
په لاره ځی په کاڼو ولی زیارتونه
د متوکل مراد پوره شو ښی دیری پیسی پیدا کری اوس نو د خارجیانو ضرورت ورته نه احساسیژی هغه وخت هم ځمونګ نه هیریژی چی دبګرام او شبرغان زندان کی پراته وو او شکنجی مو تیرولی خو متوکل د شاهانو په صیر د بګرام او قندهار زندان لیدو ته راغلی وه او بیا یی کابل کی داسی ژوند کاوه چی کرزی هم نه درلود اوس نو حیران یم چی ولی د خارجیانو وتل غواری

خیر الله
میلمه
خیر الله

قاري حسیب صاحب!
دینداره سړی هم ښکارې مګر بیا هم جاهلانه بدګماني کوې! ددې خبرو څخه ستا مطلب څه دی؟! ایا دا چي متوکل صاحب د کفارو څخه پیسې اخیستي؟! هیڅکله نه! نو بیا یې ولي په هیڅ ډول نه پرېږدې؟! که عادي ژوند کوي هم يې نه پرېږدې که د کفارو د حضور غندنه کوي هم یې نه پرېږدې!
کاشکي تاسو یوه معقولي نیمګړتیا ته اشاره کړې وای.
يا أيها الذين آمنوا اجتنبوا كثيرا من الظن إن بعض الظن إثم ولا تجسسوا ولا يغتب بعضكم بعضا (الایة).
(وبو ګورو چي ستا زما په خبره خوابدیږي که یا؟)