نظــر

د وردګو ولایت په چک ولسوالي کې د یوه مشکوک طالب دبې رحمانه اعدام کیسه !

  هسې خو دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې مرګونه ، بریدونه او چاپې کومه نوې خبره نه ده ، دغه سمسوره او ارامه ولسوالي که ووایو اوس بیخي دمرګونو په دره بدله ده او هره ورځ یا د وسله والو طالبانو او یاهم د ملکي وګړو جنازې مخ په هدیرو روانې وي خو ورسره مېشت امنیتي ځواکونه هم په ارام نه دي او تل یا دخپل مسولیت او او یاهم دخپل تیري بدله ګوري.

   له تېرو اتلسو میاشتو را په دې خوا له ټوپ دښتې نه نیولې تر چک بازار پورې دملي اردو اته پرلپسې پوستې اچول شوې ،

چې اکثره پوستې یې دکلو او کورونو په مینځ کې اچولې او اکثره وخت دوسله والو طالبانو دبریدونو په مهال هم ددوی او هم دطالبانو له خوا ولس نښه ګرځېدلی وي، او مرګ ژوبلې له ځان سره لري  چې بېلګه یې ددې ولسوالۍ په دوران خېلو کلي کې دبهرنیو ځواکونو دیوه مرمۍ په پایله دسخي نومي دکورنۍ دڅلورښځو وژنه وه . چې خبره  بیاهم دافغان حکومت او بهرنیو ځواکونو دعادت له مخې په پلټونکي کمیسون ، څو ډالرو او بښنې پای ته ورسېده .
  زه نه غواړم په اوسنۍ لیکنه کې په ولسوالۍ کې د روان ناورین نورو برخو ته لاړشم ، که ژوند چک ته دخپل سفر، مرکو او سترګو لیدلو حالاتو ځینې برخې او واقعیتونه چې د رسنیو په سرلیکونو او دولایت چارواکو په خبري اعلامیو کې نه راځي او یوازې دولس په اوښکو او درد کې پاتې دي ستاسې خدمت ته وړاندې کړم . ځکه دولایت دویاند اعلامیې او دوښاغلي والي څرګندونې یوازې ددوی خبرې دي چې دخپلې څوکۍ او بهرنیو ملګرو دخو ښۍ لپاره یې کوي .
    اوس راځم دیوه بې رحمانه اعدام کیسې ته چې له روژې نه دوه ورځې وړاندې دجمعې په ماښام ترسره شو .خو نه پرې دبشري حقوقو ادارې خبرې شوې او نه هم نړیوال خواخوږي ،ولایتي چارواکو خو هسې هم هلته خپلو سرتېرو ته دهر څه جواز ورکړی .
دغه اعدام دهمدې ولسوالۍ د ګلي په ساحه کې دظریف نومي کلي په سر دملي اردو دپوستې دیوه قومندان ښاغلی عبدالله ساپي په لاس ترسره شو .دی د تېرو څو میاشتو راهیسې ددې پوستو قومندان  چی دکونړ اوسیدونکی او کورنۍ یې خپله لاه دپاکستان ځيره خوري او هلته مېشته ده ، ځايي خلکو راته وویل چې دخپلو طالب دښمنانو یو ليست جوړ کړی دهندي فلمونو دبدماشانو غوندې په یوه یوه کرښه راکاږي خو په خپل دې عمل کې یو څه تېر وتی او عقده من ښکاری .
    کیسه داسې وه چې د وجیدالله په نوم ددینې مدرسې یو اتلس یاشل کلن طالب چې غالبا دسیمې د اوضاع له مخې له وسله والو طالبانو سره هم اړیکه لرله له خپلو څو ملګرو سره په موټر سایکل کوم ختم ته روان وو چې له خپل یوه بل ملګري سره ددغه پوستې تلاشۍ ونیوه ، ددغه یو ملګری قاري شفیق چې ورسره نیول شوی و او وجیدالله نومي اعدام يې له نږدې لیدلی وايي : موږ یې په عام سرک له موټرسایکل نه ښکته کړو ، پوښتنه  یې رانه وکړه او تذکرې مو ورکړې ، زما ملګرې وجیدالله ورته له وېرې بل نوم ورکړ چې پرې پوه نه شوم خو کله یې چې تذکره پرې را ویسته نو نوم یې وجیدالله وخوت ، قاري شفیق زیاته کړه چې یوه سرتیري ورته وویل چې ته مو پکار وې ، همدا تا دلنګر په کلي کې زموږ څلور عسکر ویشتي وو .که څه هم ده ترې انکار وکړ چې جنګي طالب نه دی قرانکریم یې وروښود چې ختم ته ځي خو خبره ختمه نه شوه دواړه یې پوستې ته اوچت کړو ، اول یې داردو جامې را واغوستې چې ددوی غوندې ښکاره شو او نور یې تر وهلو لاندې ونیولو ، پوښتنې او ګروېږنې روانې وې چې ددې پوستې قومندان عبدالله ساپي راڅخه کولې ، موږ نه په جنګ کې نیول شوي و او نه مو هم وسلې درلودې ، په بار بار یې زموږ په اړه مخابرې کولې ، ترنیمې شپې وهل خو نیمه شبه عبدالله ته زنګ راغی چې له وجید نومي ځان خلاص کړی او بل مه وژنی . چې له دې سره هغه په ډېرو وهلوکله کله ضعف کاوه نو همغه و چې بهر یې کړ او ما دډزو غږونه واورېدل ، وروسته یې زما په اړه سرتېرو ته وویل چې دی هم ورولی چې خپل مردار شوی ملګری وګورو ، کله چې ورغلم نو هغه په تیاره کې له پوستې څومتره وړاندې لاس تړلی پروت و او له سره تر پښو یې دټوپک ضربې بدن څیرلی و .
       ماته یې وویل چې مشرانو په اړه دې حال راکړه کنه تاهم مرداروو خو داچې ماته معلومات نه و نو څه مې نه شوی ویلای یو ساعت وروسته یې بیا پوستې ته بوتلم راته ویل یې چې تا ازادوو په دې شرط چې حال به نه وايې او دګچو په یوه لارۍ کې دې کېنوو او مخامخ به پېښور ته ځې .که دې حال وویل نو هغه عکس به دې خپور کړو چې موږ په دریشۍ کې درباندې اخیستی او وایو چې دی زموږ جاسوس و او دغه کس ده راباندې وژلی .
   نو همغه و چې روان یې کړم او دهغه (وجید) په مرمیو سوری جسد یې هم له ځان سره واخیست ، زه یې یوه لارۍ کې په دې نیت چې پېښور ته به ځم  دګلي له کلي نه سپور کړم او دهغه جسد یې دلنګر په دښته کې له سرک نه شل متره وړاندې په تیاره کې  ګوزار کړ .)

    قاري شفیق هم دلارۍ باډۍ کې ځي چې دپوستې سرتېرو په زور ورسره اچولی او دلنګرخوړ نومي ځای کې له موټر ځان په پټه خطا کوي او تښتي چې دخوشي کېدو یو لامل یې ورپسې دخپل قوم فشار او ګرځېدل و چې دظریف له پوستې نه یې دهغه دمړی او ژوندي غوښتنه کړې وه ، داعدام شوي وجیدالله مړی سهار دښوونځي زده کوونکو پیدا او کلیوال یې پرې خبر کړل او خپل کلی ( کولک ) ته یې یووړ چې دخښولو په ورځ یې عسکرو په خپله هدیره کې دخښولو مزاحمت هم کاوه او ویل یې چې دا یو مردار شوی انسان دی ، دلته یې مه خښوی  .قاري شفیق وايي چې په ده یې تور پوری کړی چې ستاسې ډلې ( دعلیشې طالبانو ) زموږ درې عسکر وژلی دي .د اعدام کیسه په همدې ځای پاتې ته ورسېده خو له شک پرته چې دیوه بې وسلې مشکوک طالب په دې ډول اعدام چې نه محکمه وي او نه هم څارنوالي او یوازې دیوې پوستې دقومندان ضد او عقده څرګنده کړي څومره په حق او یا ناحقه ده ، زه خو پرې پوه نه شوم ؟ که هر متهم همداسې زر دخپلو اعمالو په سزا رسېږي نو بیا دمحاکمو او څارنوالیو دجوړلو اړتیا څه ده ؟

لیکوال : مبارز مایار  
 ۲۰۱۲جولای ۲۵ـ کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x