نظــر

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد کورنی سره د زړه خواله

لیکوال : حماد افغان

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات له کبله ټولو مسلمانانو ، مجاهدینو او په ځانګړی توګه د امیرالمؤمنین درنې کورنی ته تسلیت وایم د الله تعالي څخه امیرالمؤمنین ته جنت فردوس او کورنی ته یی صبرجمیل دعا کوم ، ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د معاصر تاریخ یو قهرمان او د ټولو مسلمنانو ویاړ وو ، نن نه تنها مجاهدین او افغانان بلکه د نړي نور مسلمانان او حتا دده مخالفین هم دده د بې مثاله میړانې او غیرت ستاینه کوی ، د مرحوم ملا صیب مړینه د مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایعه ده چې جبران به یی ډیر مشکل وي . نن چې افغانستان د کومو سختو حالاتو سره مخامخ دي پدې حالت کې د ملا صیب تشه هر څوک احساسوي ، ملا محمد عمر مجاهد چې د امریکا په مشری د نړي د کفری غاصبینو سره کومه سپیڅلی جګړه پیل کړې وه هغه اوس په اخری مراحلو کې قرار لری ، کاش چې ملا صیب یو څو کاله نور هم ژوندی وایی چې دغه ستره کامیابی او افتخار یی په خپلو سترګو لیدلی وایی چې دده لوي ارمان وو ، د نوموړي هغه وروستی خبرې چې د امریکا د حملو په دوران کې کړی او د امریکا د شکست وړاندوینه یی پکې کړې ډیرې ایمان افروزه دي او په هغه وخت کې چې ډیرو د تیښتو لارې لټولې او حوصلې یی د لاسه ورکړې وې د نوموړې داسې غیرتی خبرې دده د قوی ایمان ښکارندویی کوی.

اوس چې ملا صیب زمونږ او تاسې په منځ کې نشته نو ضرورت ددې دي چې مونږ او تاسې دده لاره تعقیب کړو خپل صف متحد وساتو او جهاد ته ادامه ورکړو ، لله الحمد چې اوس د اسلامی امارت رهبری شورا د ملا صیب د ځای ناستی په اړه فیصله وکړه او ملا اختر محمد منصور چې ملا صیب په خپل ژوند کې د امارت سرپرست ټاکلی وو د نوي امیر په حیث غوره کړ ، د مسلمانانو لپاره ډير د اطمینان ځای دی چې نوی امیر وټاکل شو او د امارت ټول امور کما فی سابق ادامه لری ، نو په ټولو مسلمانانو او مجاهدینو لازمه ده چې د نوی امیر سره خپل بیعت وکړی او خپل جهاد ته ادامه ورکړی او الحمدلله حالات ډیر ښه پرمخ روان دی د مسلمانانو ترمنځ د توقع څخه ډیر زیات وحدت او اخلاص لیدل کیږی ، پدې حساس وخت کې تاسې د ملا صیب محترمې کورنی ته هم یو لوی مسؤلیت راجع کیږی چې د صف د وحدت لپاره کار وکړي او د مشر ملا صیب هغه جوړ کړي کور څخه دفاع وکړی کوم چې نوموړی په خپل ژوندانه کې جوړ کړی وو. مونږ پدې یقین لرو چې د امارت موجوده تشکیل او مشر څخه به ملا صیب په خپل ژوندانه کې راضی وو نو ځکه به هم دغه ترتیب تراوسه جریان درلود ، نوپدې حالاتو کې به تر ټولو مناسبه فیصله همدا وه چې د ملا صیب د ژوندانه تشکیل  ادامه پیدا کړی، دا به د امارت او ټولو مسملنانو په خیر وو ، اوس چې نوی امیر ټاکل شوی او د ټول هیواد څخه علماو ، مجاهدینو او د امارت مسؤلینو پرې د اعتماد اظهار کړی او کوی یی نو پکار ده چې تاسې یی هم مکمل ملاتړ وکړی او پرې نه ږدی چې دښمنان ستاسې د نوم څخه په استفادې ددې صف او روان جهاد د ضعیفولو لپاره کار وکړی  او ستاسې کورنی قدرت طلبه معرفی چې هیڅکله داسې نده ملا صیب د قربانی او خدمت په نیت دغه لاره غوره کړې وه نه د قدرت او پاچاهی لپاره اوس به دښمنان ددې لپاره هم ستاسې په نامه داسې تبلیغات کوی چې دوي د مشری غوښتنه کوی ترڅو د ملا صیب بې داغه تاریخ داغجن کړی پداسې حال کې چې ملا صیب د خپلې کورنی لپاره په خپل ژوندانه کې په هیڅ کوم امتیاز قایل نه وو ، تاسې د خلکو په زړونو کې ځاي لری عزت په پاچاهی او مشری کې نه دی بلکه عزت  په جهاد او د الله په اطاعت کې دی ، زه د یو مسلمان ، افغان او د ملا عمر د عسکر په صفت ستاسې څخه هیله کوم چې د ملا صیب د جوړ کړی امارت چې په هماغه حالت ادامه لری حمایت وکړی ، ستاسې دغه حمایت په حقیقت کې د خپل پلار ، ورور څخه حمایت دی ، الله تعالی مو سرلوړی ،اباد او ښاد لره .  په پای کې به د الله څخه غوښتنه کوم چې دغه جهادی صف د پخوا په څیر متحد قایم او دایم ولری.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x