دیني، سیرت او تاریخ

خشوع؛ څه او څنګه؟ (دوهمه برخه)

لیکوال: خالد روښان

علماؤ کرامو د ډېرو هغو لارو او چارو ښوونه کړې کومې چې خشوع کې مرسته کوي، زه ترې په لنډ ډول دلته يوڅو رانقلوم:

۱/ د الله تعالی پېژندل؛ د هغې نومونه او لوئې زړه ته حاضرول، کله چې د هغې مراقبت او علم څخه انسان ځان اګاه کړاي شي، زړه کې وېره او خشوع پيدا کيږي.

۲/ د لمانځه عظمت او قيمت پېژندل؛ د لمانځه لوئې او عظمت پېژندنه انسان کې خشوع راولي، ځکه کله چې ځان سره دا فکر وکړاي شي چې زه د الله تعالی مخې ته دريږم.. نو دا تذکرة ئې ضرور پر زړه اثر کوي.

۳/ خپل فکر او سوچ دې له لمانځه مخکې راجمع کړه؛ مسجد ته له تللو ، يا د لمانځه له پيلولو مخکې،  ښائې اول خپل فکر راجمع کړاي شي، داسې کار پرېنښودل شي کوم چې لمانځه کې د ورخطائې سبب ګرځي، بلکې مسجد ته تګ بايد خالي البال  وي، ترڅو رب ته دريدل هم ارام او سکون سره وشي.

۴/ پر فقه الصلاة ځان پوهول؛ فقه الصلاة يعنې هغه احکام چې د لمانځه اړوند دي، مسلمان ته ښائي پر هغې ځان پوهه کړي، ځکه يوڅوک چې د لمانځه پر سنونو، واجباتو او مبطلاتو نه پوهيږي د هغه د خشوع به څه حال وي؟

۵/ ښه لباس اختيارول؛ کله چې څوک الله تعالی ته درېږې نو ښائې چې داسې واغوندي کوم چې د هغې سره د ملاقات پرمهال  ځانته غوره ګڼي.

۶/ مخې ته سترة اېښودل؛ سترة يعنې مخې ته يوداسې څه اېښودل چې د بل چا تېريدو سره ستا لمونځ خراب نشي لکه ديوال ته نژدې درېدل، يا مخې ته تخته يا کوم بل شی درول. دې حکم کې زموږ ډېري لټي کوي، او هيڅ پاملرنه ورته نکوي، سره د دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ستر ې پر اېښودلو امر کړی، او دا يو مستحب عمل دی،  کله چې د لمونځکونکي مخې ته سترة وې نو زړه ئې مطئمن او ډېر سکون سره لمونځ کولای شي، چې دا هم د خشوع له اسبابو څخه دی.

۷/ تصوير ځای کې لمونځ مه کوه؛ هغه ځای چې تصويرونه يا دېته ورته هغه څه چې لمانځه کې د فکر مشغولولو سبب ګرځي ځان تر وساته..

۸/ الله اکبر؛ د لمانځه شروع تکبير تحريمه سره دې له نظافت او تياری نه وروسته ګردې نړۍ ته شا، او خپل رب ته خپل زړه متوجه کړ، اوس نو د خپلې خشوع خوند وڅکه، ځان دېته متوجه کړه چې د هغه رب پر وړاندې درېدلی يم کوم چې د ټولو کائناتو خالق او ساتونکی، زموږ خالق..  الله اکبر کې فکر او سوچ وکړه..

۹/ هر آيت او د هغې درس کې فکر کول؛  لمانځه کې چې د قرآنکريم کوم آية کرية لولې، هغې سوچ او فکر کول، د هغې حال او بيانکونکی لوئې زړه ته حاضرول زړه کې خشوع راولي..

۱۰/ پر لمانځه ترکيز کول؛ د لمانځه نه دباندې هرڅه ته شاکول، خپل ټول فکر بايد د ذکر، تلاوت، د الله تعالی پر لوئې، خپل عجز، ذلت ورته ښکاره کول.. خپل لباس او ځان يا شاوخوا څه باندې نه مشغوله کيدل…

۹/ رکوع کې الله تعالی ته  اظهار عجز کول؛ کله چې رکوع ته ښکته کيږي، خپل ذلت او د الله تعالی لوئې بيا مخې ته ودروه، زړه ته  د نفس ذلت، کمزوري او عجز حاضر کړه، او د خپل رب کبريا، لوئې او عظمت کې فکر وکړه.. هغه مسنون اذکار چې رکوع کښې ئې وائې، د هغې پر مانا ځان پوهه کړه.. او فکر پکې وکړه..

۹/  سجدة کې الله تعالی ته ډېر نژدې کيدل؛ کچيری مسلمان رکوع، تشهد او قيام کې الله تعالی ته نژدې کيږي، نو سجدة کې تر بل هر ځای ډېر نژدې کيږي، نو څوک چې ځان  خالق الکون ته نژدې ومومې څه به کوئ؟ څه ترې غواړئ؟ خپل څومره عجز او کمزورۍ به ور وړاندې کړې؟ د څومره سکون او امرامۍ احساس به کوي..!

۱۰/  د تشهد مانا کې غور او سوچ؛ کله چې پر وروستۍ قاعدة کېښناستې او تشهد دې پيل کړ، نو د هغې مانا کې سوچ وکړه.. ترڅو دې زړه کې دالله تعالی لوئې ځای ونيسي اوسکون او رام احساس کړي..

۱۱/ له شيطانه تعوذ؛ که شيطان درته وسوسې اچوې، يا دې پام په بله اړوي، نو اعوذ بالله من الشيطان الرجيم وايه..

۱۲/ لمانځه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا حديث ځانته رايادول چې فرمايلي ئې دي: احسان دېته وائې، چې د الله تعالی داسې عبادت وکړې لکه چې وينې ئې، او که ليدی ئې نشې نو هغه خو دې ويني..

۱۳/ حرامو څخه ځان وساته؛ کوښښ وکړه ترڅو دې روزي پاکه او حلاله وي، ځکه حلال مال زړه کې د الله تعالی ويره او  خشوع پيدا کوي.. بلعکس حرام مال زړه سختوي، او الله  تعالی هيروي.. نو دې لپاره چې خاشعيين واوسو، بايد د حلالو کوښښ وکړو، الله دې موږ او هر  مسلمان ته پاک او حلا مال  نصيب کړي.

پای کې؛ د الله تعالی کريم ذات نه ځان او مؤمنو ورونو ته، سوال کوم چې د دې لارښوونو په تلو توفيق او د خپلو نژدې او خاشعيينو بندګانو څخه مو وګرځوي ـــ آمين!
مخکې لدې چې د پای ټکی کښېږدم، درېيمه برخه کې د يوڅو بېلګو وړاندې کول هم اړين بولم…

خشوع؛ څه او څنګه؟ لمړۍ برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x