
ویاړلي او ډاډمن وير
لیکواله: حریا شملزی
دا دالله تعالی قانون د چي هر انسان ته يي د دنيا ژوند د مرګ په بدل کي ورکړي حتی دنيا هم بلاخره د يو ورځې د زيوال په بدل کي رامنځ ته شوي يو ورځ به دا هرڅه لکه ژوندي موجودات , غرونه , ځمکه او اسمانونه لمنځه ځې ټول انبيا کرام , صحابه کرام , تابعين , ايمه مجتهدين , جيد علما او مشايخ چي دي دنيا ته راغلي نه هيريدونکي خدمتونه يي کړي او د اولسونو په زړونو يي پاچاهي کړي او دفراق تريخ وخت يي هم په خپلو احبابو ليدلي , دومره تريخ او ويرجن وخت چې يو ښځينه قلم يي له ليکلو عاجز وې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات ورځ څومره غمجنه , ويرونکي او له زغم نه وتلي ورځ و بيا د اسلام هر خليفه چې وفات شوي مسلمانان يي دردولې , ژړولي او په يو سخت امتحان کي غورزولي دي
زموږ د يوشتمي پيړۍ اتل او قهرمان بت شکن , د اسلام داعي , دجابر او ظالم کفر په وړاندي د ذلت سکوت ماتوونکي او د رسول الله صلی دالله عليه وسلم واقعې او متعهد وفا دار وارث , د ولا يخافون لومته لايم مصداق مجاهد , دوخت ولي الله , د غربي صليب پروري قوې ټيکنالوجي په وړاندي په تشو لاسو جنګيدونکي مبارز او دالله د دين د نصرت په تکل د ژوندانه تر هرڅه شوي اميرالمومينين د ټولي نړۍ د مسلمانانو واقعې امير , دکونډو او يتيمانو او درديدلو خويندو , ميندو او پلرونو د سر سايه , تکيه او د اميدونو يوازنۍ چراغ , په يويشتمه پيړۍ کي اسلامې سياست ته په ډيموکراتيکه او فاسد دورکي د اسلامې خلافت عملي نمونه ښونکي اميرالمومينين له قومې , ژبنې , سيمتې تو پير نه پاک اميرالمومينين د وفات او فراق ورځ به ولي غمجنه , ويرنه او ډارنه نوې کټ مټ هم داسي خواشينونکي ورځ ده لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او دهغه د يارانو او د اسلام دنورو خلفاو د مسلمانان لپاره ملا محمد عمر مجاهد تش يو امير يا قايد نه و بلکي يوه بشپړه مفکوره او اسلامي نظريه و , دازادي او حرپت رهبر و د الله تعالي په ځمکه د هغه د خوښ نظام پالونکي او پلي کونکي و , د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه سنت مبارک جهاد في سبيل الله چي د اسلام مقدس دين يي د مکي او مديني له کوڅو نه ده همده په وسيله د نړۍ ګوټ ګوټ ان تر خراسان و اسپهان پوري رسولي همدغه مرحوم له اوږدي وقفي وروسته چي مسلمانان ټول د مادياتو او عياشيو ښکار شول د کفر غلامې او اطاعت هيڅ ورته عار نه ايسيدي او افغانان چې د يو اسلامي نظام لپاره يي په ميلونو شهيدان ورکړي او دروسي او کمونيستي واکمنۍ مخه يي نيولي و او وروسته دخپل منځي جنګونو او قدرت غوښتني له وجي يي هيواد تر روس او بل هر کفري هيواد بدتر کړي و د جهاد نوم پيغور او وحشت و همدغه اميرالمومينين دالله تعالی امر جهاد او د رسول الله دغه وياړلي سنت ژوندي کړ او عملا يي د نړۍ کفري او طاغوتې نهضتونه او کليسايي واکمنان و پوهول چې اسلام د همت او غيرت دين ده , د اسلام هر اړخيز نظام د بشريت د ټولو حقوقو ضامن او مترقي نظام د او دالله د دين نصرت يي عملا او واقعا د اولسونو په زړونو کي ځاي کړ حتي په زرګونو انسانانو د الله د دين دنصرت په لاره کي ځانونه استشهاد ته اماده کړل ……هو اميرالمومينين دا ثابته کړه چي د الله د دين ننګه زموږ د نصرت او ثبات باعث ګرزې …… هو اميرالمومينين موږته دا هم ثابته کړه چې عزت په مادياتو , ساينس او ټيکنالوجي , قومي يا نظامې ځواک پوري تړلې نده بلکي يوازی دالله دين ته ځان تسليمول او په هغه پوره عمل کول که څوک د الله دين ته واقعا مخلص شې د خټو په کور کي به اوسي د دنيا له ټولو اسانتياو به بي برخي وي هيڅ يو پوهنتون اکسفورډ او اظهر به يي په سترګو نوي ليدلي کولاي شي چي د کفري روشن فکرانو د سردرد باعث شي او د ميلياردونو , تورو او سپينو مسلمانانو په زړونو حاکميت وکړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي يي په فراق ښځينه ماشومان په چيغو چيغو وژاړي او د هر مسلمان په دعا کي يي ځان ته ونډه لرلي وي دا کومه فزيکي يا علمي او مادي قوه نده بلکي يوازي او يوازي د الله سره ريښتوني مينه او له دين سره يي اخلاص او په عمل کي يي اجراده
ولي په دي ستر وحشتناک وير کي يو ستر او ډاډمن وياړ تسليت او نيکمرغي نغښتی ده …… هو طالب جانه دا يوه ستره الهي ورکړه ده هر هغه زړه چې نن د اميرالمومينين په فراق ويني تويو او سترګي يي اښکي څڅوې که د د کورنۍ ده که داسلامي امارت مشران , د سنګر طالبان دي . او يا عام مسلمانان دي اقلا دومره فکر دي وکړي چې موږ په يويشتمه پيړۍ, کي د کفر او فساد په پيړۍ , کي د نفسا نفسي په پير کي , د شرک او بدعت په پير کي موږ يو داسي امير درلودي له هغه سره مو بيعت کړي و د هغه په قريبانو او حتي د سنګر په ملګرو کي يي شمار و موډ تر خپل اولاد ورته ګران و دا مو ستر وياړ ده او ددي نه ستر او تاريخي وياړ هغه داچې اميرالمومينين موږته په ميراث کي هغه نظام پري ايښي چي ميلينو ليترو وينو او دالله د واقعي نصرت بديل د اسلامي امارت , د شهدداو او غازيانو کاروان لايحه , دعلماکرامو او حق علماو اجتماع چې د همدوي په وسيله موږ کولاي شو ځان د رسول الله په وياړمن امت کي شمار کړو او د الله تعالي هغه بندګان ځانونه وشميرو چي په قران کريم کي يي داسي تعبير کړي چي زه به يو قوم يا ټولي پيدا کړم دوي ب لماسر مينه لري او زه لدوي سره د الله په لاره کي به جهاد کوې او د ملامت کونکي ملامتي ته به غوږنه نيسي او بيا به زه ددوي په زريع دخپل دين ساتنه کوم راشي بيړه وکړي , تعهد وکړي او قسم وکړي چي د اميرالمومينين دغه وياړ او د تاريخ له ورقو ځان ونباسو او په اسلام او اسلامې امارت پوري ټينګ لاسونه ونيسو او داميرالمومينين او صاف په ځان کي پيدا کړو له قوم پرستي , جهت طلبي , قدرت طلبي ځان وساتو د اقربا پروري او خيښ پالني په ځاي لکه اميرالمومينين مسلمان او مجاهد پروره شو يو په بل اعتماد وکړو د اميرالمومينين د کورنۍ , مخلصو ملګرو قدر وکړو او داميرالمومينين د زعيم په ټاکلو کي مشاورت وغواړو او کورنۍ ته زياته توجو وکړو ئځکه اميرالمومينين پخپل ژوند کي هيڅ امتياز نده ورکړي او داختلاف په کلکه مخه ونيسو او خداي مه کړه ددغه ستر الهي وياړ د بربادي او انتشار باعث ونګرزو موژ په خپل مشرتابه او رهبري شوری پوره اعتماد لرو ولي بيا هم داسي يو نقطه پري نږدو چي ددښمن دخوښۍ او دمسلمانانو د خفګان او اميرالمومينين د روح د نا ارامي باعث وکرزې که موژ بيا تعهد وکړو او دالله دين ته مخلص شو دغه وياړلي وير او غم به مو حتما ددنيا او اخرت په سرلوړي بدليږي
الله تعالی دي اميرالمومينين په جنت کي د حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم او شهدا و سره يو ځاي کړي دد کورنۍ او ملګري دي الله توفيق ورکړي چي داغم او وير نه بلکي وياړ او افتخار وبولي او د بريمن عزم د بريا لپاره مټې را ونغاړي او د مشرتابه پوره پوره اطاعت وکړي له نوي مشرتابه او رهبري شوری نه مو يو هيله او ارزو ده هر هغه کس چي نفاق ته لمن وهي نور دي دالله لپاره له صف نه وشړي او يادي فعاليت ور فلج کړي
د اسلامي امارت د لا بريا او بقا په هيله
خور مو حريا شملزۍ
شملزۍ خوري!
په مبارکو ګوتو مو برکت شه الله لایزال دي د دنیا او آخرت دواړه ښګیڼي در نصیب کړئ !
سترګي دې را ته یخي کړي.
امیرالمؤمنین ته دي واحد خدای جنتونه ورکړي او الله دي زمونږ د مسلمان امت یوالی تل لپاره لري
لیکنه مو ډیر په زړه پوري وه!
مننه حریا خوری ستا په لیکنه کی یوی نقطی وژړولم هغه داچی امیرالمومینین یقینا پخپل ژوند ګی ځان او بچو ته هیڅ امتیاز نده غوره کړی که نن باید رهبری شوری د د کورنۍ داسی نوای پری ایښی لکه امیرالمومینین چی پری ایښی و
بهر حال نوی امیر محترم المقام منصور صاحب زه امید لرم چی د امیرالمو مینین په وروڼو او بچو به زیات شفقت وکړی او د لستوڼی مارانو ته به موقع ورنکړی چی له خفګان نه یی سو استفاده وکړی
د امیرالمومینین ځای دی جنت وی زموږ ژوند دی دامارت وی
دا چی هر لیکوال او خواخوږی مرثیی لیکی ښه به دا وی چی د هغو عواملو مخه نیول شوی وای چی نن یی دښمنی رسنی بار بار لیکی چی د امارت په نوی جوړښت کی اختلاف ده او اکثره خود غرضه او منافقین ګټه تری اخلی او په دی کی زما په اند تر ټول موثر او بد اغیز لرونکی به خدای مکړه د امیرالمومینین کورنۍ وی که د محترم اخندذاده صاحب چی هسی هم دامارت د مشرانو طالبانو معنوی پلار ده او تکړه فقهی عالم ده په هرصورت کی امارت ته خدمت کولای شی که دده په ځای د… نور لوستل »
محترمو مسلمانانو وروڼو د اسلامی امیر د انتخاب لپاره د نورو شرایطو ترڅنګ کوم چی دعلما اسلام ترمینځ اختلافی او موافق شرطونه دی یو مهم شرط د اکثرو مسلمانانو د راټولیدو شرط ده کوم چی زما په نظر دا شرط د افغانستان دمسلمانانو په جغرافیه کی د کندهار په خلکو کی ده او دا دافغانستان تاریخ هم ثابته کړی ده خو هو یوه خبره باید په نظر کی ونیسی چی دامیر دانتخاب لپاره کوم شرایط چی په اسلام کی وجود لری هغه ټول قطعی الدلاله او قطعی الثبوت نه دی یعنی داسی نده لکه د ځینی خوارجی ډلو په شان… نور لوستل »
مننه ښه لیکنه او توصیه ده که عمل په وشی. زما په نظر یو ټکي او اصل یقینی ده چی د امیرالمومینین تشه به هیڅکله ډکه نشی او دد سپيڅلتیا به بیا حس نشی تر هرڅه بد به انډيوال پرستی او قومی تعصبات وی چی امارت ‘ مشران او طالبان بلاخره ملت به زوروی
خدای مکړه که شروع په اختلاف وشی د نهایت تصویر یی ویرونکی ده
تر هرڅه وړاندی د امیرالمومینین کورنۍ مشرتابه او ټول ملت ته د تعزیت او تسلیت اظهار کوم
امیرالمومینین رحمت الله علیه ته دالله په دربارکی بلند درجات غواړم
د نوی امیر محترم منصور صاحب بیعت کوم اولسونه یی بیعت ته رابولم او له ده نه هیله لرو چی تر هرڅه اولتر د اختلاف مخه ونیسی
ښه او غوره الله یی همداده چی د امیرالمومینین کورنۍ په اعتماد کی واخیستل شی او نورو شیطانانو ته عمری ګذار ورکړی
د طالبانو درنښت یو هم داده چی پخپل اصل نوم هغه څه نه لیکی چی باید نوای لیکل شوی پرون می په نن اسیا کی یو خوندور اطمینان بخش تحلیل ولید چی په مستعار نامه لیکل شوی و پوهندوی هوسا غلجی ډیر زړه می په وخوږیدی ځکه دی بیچاره زه له نیزدی پیژنم چی څومره ستړی ده او ستړی یی هم دالله د دین لپاره د ما هم دد پر پله نوم انتخاب کړی ستړی طالب ولی زما په نظر حریا خور که ورور? تر ټولو مهمی ټکی ته پام اوښتی او د حل لاره هم ده لکه د امیرالمومینین… نور لوستل »
يو څه حیرانونکی پیښه وشوه هغه داچی په لمړیو راپورونو کی د امیرالمومینین د سترګو تور مولوی محمد یعقوب د نایب په صفت یاد شو وروسته یی په ځای هیبت الله اخندذاده یاد شو چی کیدای شی دغه عاجله تیروتنه خدای مکړه د ځینو ملګرو د نارضایت باعث ګرزیدلی وی
بهر حال مشرتابه ته پکار ده چی هرچی عاجلتر دی ټکی ته متوجه شی او دښمن ته موقع ورنکړی
حریا شملزی خوری کور دی ودان په دنیا کی دی عزت په برخه اوسه او اخرت کی دی دالله ج رضا نصیب شه پدی نیکو لیکنو او نیکو دپام وړ مشورو ډیر درناوی
دا خور حقیقت لیکلی که دملا صاحب مرحوم کورنۍ او خاصو ملګرو ته توجو شوی وای اختلاف او مایوسی به نه رامنځ ته کیده داچی اوس طیب اغا هم مستعفی شو واقعا د تشویش وړ خبره ده
اصل تشویش دا ده که خدای ناخواسته منصور صاحب پاکستان بندی کړی بیا امارت پاکستان ته پاتیږی ځکه د حقانی صاب کورنۍ له پاکستان سره څلویښت کلن نه شلیدونکی روابط لری او پاکستان ته دا ډیره اسانه ده
حریا ښه نظر د ولی په امارت کی ښځی ونډه نلری او نه شرعا جواز شته البته د اخندذاده صاحب په ځای مولوی یعقوب وړ شخص و پاتی شو میوندی چټیات او وهمیات لیکلی د حقانی کورنۍ مجاهده کورنۍ ده او طیب اغاچی رقم شی تر ملاعبدالرزاق او ملاجلیل هم پر ملا صاحب ګران و هم امارت ته وفادار ده زما ترټولو ډیره د ملاصیب په کور خوابده ده ورور یی ډیر تکړه مجاهد او ښه مسلمان ده ولی له پاکستان سره وران ده کیدلای شی په دی وجه توجو نوی ورته شوی نغده هم بد شی ده زوی دی… نور لوستل »
د امیرالمومینین زوی یا ورور دی اوس د منصور صاحب نایب وټاکی زما په نظر دا به برکت ولری او خفګان به هم ورک سی که ټیم په ووزی کار خراپیزی او داسی د خوند شپی او ورځی وی کامیابی وی ټولی په غم شوی زه خو د نجیب وردګ……….. چی د ملاصاحب د وفات اعلان یی وکی او پنجاب دی سری…….. زوی ده چی وس یی. کار وکی په لسو لارو خو به مو ولا وشاربی ایمیل نلرم فیس بک هم په نمبر چلوم راته نشر یی که