د صديق پر اوږه د خلافت بار او پرمخ ننګونې – لومړی برخه

لیکوال: خالد روښان

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند وروستۍ ناروغیۍ پرمهال د خپلې کشرې بي بي ام المومنين عائشة صديقة رضي الله عنها کور کې پروت دی، پر  سر  ئې سخت درد او شديدې تبی، او بې هوښۍ پرې راتللی.. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل چې د امت امانت داسې يو شخصيت ته وسپاري چی، پر يقين ئې د دې بار اوچتولو توان لري.. بلال راغی او آذان ئې وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې امر وکړ:

لاړشه ابوبکر ته چې، خلکو ته لمونځ ورکړي!

عائشة پوهيده چې دا مهال لمونځ ورکول څه مانا؟ نو پيشنهاد ئې وکړ، ابوبکر نرم سړی دی، کچيری ستا پرځای کېښني نو خلک به ئې اطاعت ونکړي، که دا امر پر عمر  وکړې؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا وويل:

لاړشه ابوبکر ته چې، خلکو ته لمونځ ورکړي!

عائشې رضي الله عنها حفصة رضي الله عنها رسول الله صلی الله ته ورړاندې کړه، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا ترمخکې کلک ځواب ورکړ… او  بيا بې ئې امر وکړ:

لاړشه ابوبکر ته چې، خلکو ته لمونځ ورکړي!

عبدالله بن زمعة وائې: زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ووتم، مسجد کې خلک منتظر ؤ، نو داچې ابوبکر نوو، ما عمر ته ووېل: چې ته مخکې شه، عمر چې تکبير ووايه، رسول الله صلی الله عليه وسلم سر پورته کړ، او وئې ويل: الله تعالی او مسلمانان هيڅوک نه مني مګر ابوبکر، ابوبکر به خلکو ته لمونځ ورکوي.

عمر رضي الله عنه  عبدالله بن زمعة ته غصة شو، او وئې ويل: ای زمعة! دا دې څه راباندې وکړه؟ ما دا ګمان کاوه چې، رسول الله صلی الله عليه وسلم درته امر کړی، خو که خبر وای چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم امر ندی، زه به نووم مخکې شوی.

عبدالله بن زمعة وائي: ما چې وليدل ابوبکر نشته، نو مسجد کې مې دې کار لپاره، تر تا وړ ونه ليد چې مخکې شي…

علي رضي الله عنه وائي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: درې ځل مې د الله تعالی نه سوال وکړ ترڅو تا مخکې کړي، خو  الله تعالی ابوبکر مخکې کړ.

تردې چې ابوبکر رضي الله عنه راغی، او لمانځه ته مخکښې شو…

د رسول الله صلی الله عليه له وفاته وروسته انصار له مهاجرينو ځانته ځای د سعد بن عبادة کور کې راجمع شوي ؤ، ترڅو خپل امير وټاکي، ځينو مهاجرو له ابوبکر رضي الله عنه څخه وغوښتل چې امير شي، خو دی مخکښې لدې چې د امير خبره وکړه، د انصارو پسې ووت، چې اخر ئې بني ساعدؤ کلا کې وموندل، نو د هغوی له څرګندونو مالومه شوه چې غواړي يو امير دې له مهاجرو او بل دې له انصارو وي، ابوبکر د انصاري وياند له خبرو وروسته خپلې خبرې پيل کړې، د انصارو نيکۍ ئې وستايلې، او بيا ئې ورته ووېل: چې لدې دوو څخه يوه سره بيعت وکړئ؛ عمر او ابوعبيدة ابن الجراح رضي الله عنهما ته ئې اشاره وکړه.

عمر رضي الله عنه وائي دا راباندې ډېره ګرانه تماميده چې د داسې يوقوم مشرۍ ته دې مخکې شم  چې، ابوبکر رضي الله عنه پکې دی، نو ابوبکر رضي الله عنه پر لاس مې لاس کيښود او بيعت مې وکړ، دې سره ګردو  مهاجرو او و رپسې انصارو بيعت وکړ.. پدې ورځ ترټولو سخت او مهم شی همدا بيعت ځکه ؤ، کچيرې چا نوو کړی او په همدې حال سره جلا شوي وو، نو وروسته به داسې يو چا سره بيعت ته اړ شوی ؤ چې راضي به  پرې نوو، او که مو بيعت ورسره نه کاوه نو فساد پيدا کيده..

د عمر رضي الله عنه دا خبره ډېره اساسي او د پام وړ ده، د بيعت نه مخکې يوڅوک کولای شي پر هرڅه بحث، او مخالفه رايه وړاندې کړي،  او د يو چا د مخکې يا وروسته کولو مجال شته، خو کله چې پر يوچا خلک راجمع شول، او بيعت وشو نو بيا بايد دا بيعت  وشي، او نورو خبرو ته هيڅ اړتيا نشته که راضي ئې او کنه، خو د فساد مخنيوي او د امت مصلحت لپاره به غاړه ږدې، نو ځکه د بني ساعدؤ حاضرينو څخه يو هم له بيعته په شا نشو.. تردې چې علي او زبير رضي الله عنهما چې همغه مهال حاضر نوو راوئې غوښتل، او د نه بيعت په اړه ئې ورڅخه پوښتنه وکړه، چې راضي پرې ندي او که څنګه.. نو هغوی بې تردده بيعت وکړ.

ابن اسحاق روايت کوي: رافع الطائي له ابوبکر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې، خپله دې خلافت څنګه قبول کړ، پداسې حال کې چې زه دې د دوو کسانو ترمنځ له امير کيدو منع کولم؟

ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل: لدې مې بل خلاصی ونه مونده، د محمد صلی الله عليه وسلم په امت له تفرقې وډار شوم.

همدار از امام احمد رحمه الله تعالی له رافع الطائي څخه روايت کوي، ابوبکر رضي الله عنه راته د خپل بيعت، د انصارو او عمر رضی الله عنهم د ويناؤ په اړه وويل:

هغوی چې راسره بيعت وکړه ما ځکه قبول کړ چې، له فتنې او ورپسې له ارتداد څخه وډار شوم.

ابن سعد له حسن بصري څخه روايت کوي، چې ابوبکر رضي الله عنه له بيعت څخه وروسته ممبر ته خيژي، د الله تعالی له حمد و ثنا پسې وايي:

زه پدې کار وګمارل شوم، پداسې حال کې چې مکره يم، والله ! پدې خوښ وم چې دا کار زما پرځای له تاسو کوم يوه ترسره کړی وای، پدې خبر اوسئ! کچيرې مو پدې موخه ګمارلی يم چې د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم پشان کار به وکړم، نو د دې توان نلرم، هغه د الله تعالی نبي او بنده ئې ؤ، الله تعالی ئې پر وحي اکرام او ساتنه کړېوه، او پدې هم خبر اوسئ! چې له تاسې يو انسان يم، له هيچا غوره نه يم، زما ساتنه، او  راسره مرسته وکړئ، کچيرې په سمه ؤم ارځئ راپسې، او که واوښتم نو د سمۍ ښوونه راته وکړئ… او د ابن سعد روايت کې دي: قرآنکريم نازل شوی او د نبي صلی الله عليه وسلم لارښوونې شته دي، هغې راښوولي او موږ زده کړي، ای خلکو! پوهه شئ چې ترټولو هوښيار انسان متقي، او احمق انسان فاجر دی، ستا پياوړ زما پر وړاندې تر هغه کمزوری دی چې حق ترې واخلم، او کمزوری مو زما پر وړاندې تر هغه پياوړی دی ترڅو ئې حق ورورسوم،

ای خلکو! زه متبع يم نه مبتدع، په نېکيو کې مې مرسته کوئ، او که تېروتم نه د سمې ښوونه راته کوئ..

او د ابن اسحاق سيرت کې دي:.. رېښتيا امانت او درواغ خيانت دی.. يو قوم جهاد ندی پراېښی مګر الله تعالی ذليله کړي، هيڅ قوم کې فحاشي نده عامه شوې مګر بلاوې پرې نازلې شوي، تر هغې چې د الله تعالی او د هغې د رسول صلی الله عليه وسلم اطاعت کوم زما اطاعت وکړئ، او که کوم کار کې مې د الله تعالی نافرماني کوله د هيڅ اطاعت حق درباندې نلرم…

ابوبکر رضي الله عنه د امت ستر امانت ته داسې يو حالت کې اوږه ورلاندې کوي چې د امت رهبر او رحمة اللعالمين له نړۍ سترګې پټوي، مسلمانان لکه د بي شپونه رمې پر يوه ميدان پاتې کيږي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر داسې شخصيتو پر اېښې ؤ چې هغوی دا ډول حالت کې هم د امت د نجات سبب کيدای شول، له دوی پخپله رسو ل الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر رضي الله عنه دې کار ته غوره ګڼي، نو ځکه خو ئې لمانځه ته مخکې کوي، او د دين چارې ورسپاري، لکه يو ځل د علي رضي الله عنه څخه د ابوبکر رضي الله عنه په اړه پوښتنه وشوه، نو وئې ويل: چې رسو الله صلی الله عليه وسلم راته د دين لپاره غوره کړ، نو خپلې دنيا لپاره به ئې څنګه نه غوره کوو؟!

د مديني مسلمانانو له هغه توپاني سيلۍ کچيرې ورسيدلې وه نو کيدای شي چې د ژونديو لا څه چې د مديني د قبرونو  نښې به هم  وروستيو ته نوې پاتې، څخه نه يواځې نجات، بلکه د لا برياؤ څښتنان شول، روم او فارس امپراتوريۍ ئې څه نسکورې، او څه نيمه خوا کړې، د مدنيانو او د ټول امت د راتلونکي لمر د بني ساعدؤ له کلا وځليد، نن هم امت د هغو انصارو مننه کوې چې پر خپلۍ مشرۍ ئې ټينګار ونکړ، او د ابوبکر رضي الله عنه بيعت ته ئې غاړه کېښوده، له هرڅه تير شول او بيا ئې ډېر څه وزغمل – رضي الله عنهم وارضاه، چې د دې هرڅه بدله به الله تعالی ورکوي.

ابوبکر رضي الله عنه پر مخ ننګونې به ان شاء الله راتلونکي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د