asadullah razeen
لیکوال: اسد الله رزین

دهغه چا په یا د چې اوس نشته

لیکوال: اسد الله رزین

هغه څوک چې افغاني پت اواسلامي اصالتونه یی غوراوی ؤ، هغه څوک چې ددی لوی ولس په ټنډه یی د ذلت اوبی ننګي داغ نه سوای منلای، هغه څوک چې دفقیري ژوند یی د خیر او پرمختګ پیغام ؤ، هغه څوک چې پرمختګ ته هم په اصولو کې ورخوځیده ،  هغه څوک چې واک اوځواک یی ترځان اوعیال نه جارول ، هغه څوک چې دولس ښیرازي یی هیله وه، هغه څوک چې ډیر امین ؤ، هغه څوک چې د په ځان را ټولولو مکمل دیوان ؤ، هغه څوک چې په ولس اود ولس په رنګ کې واوسید، هغه څوک چې د اسلامي اوافغاني شهامت بیلګه سو، دهیڅ داړه ور او ځناور پروا یی ونه کړه ځمکه او آسمان غورا اوغړمبا نیولئ ؤ، مرګ را اوریده ، خو ده د ټیکاو اومیړاني مظاهره کوله او خپل مسلمان ورور شهید اسامه یی مهالي فرعون ته ونه  سپاره.

په دغه بد حالت کې ګرمو سنګرو ته ورغی ، دجهاد بولۍ یی پخپل واک کې واخستله ، نو بیا د تاریخ هیڅ چاره نه وه چې پسې ګرزیدلای نه وای. هغه څوک چې دخپل وخت مشرؤ، هغه څوک چې دخپل حسن تدبیر په پایله کې یی د جهاد ګرم مورچل هغه سې ګرم ، ټینګ او یو موټی وساتلای سوای. او دغسې یی په واک ، ځواک ، مکمل اطاعت او یو موټي بڼه کې خپل ځای ناستي مشرتابه ته له مکمل افغانستان سره امانت ورپریښود.

اوس ددوی ذمه واري ده چې د هیواد د تاریخ په دی حساسو، ستونزمنو، اوبرخلیک ټاکونکې پړاو کې ستر امانت ته څرنګه ورګوري. او ددی کړیدلي ولس ورکږو سترګو او ستومانه هیلو ته څه پیغام لري، شړیدلې ټپو نه یی څرنګه ورپټی کوی، د نا هیلیو او اندیښنو پیټې یی  څرنګه له اوږو ایسته کوي.

د بی وسې ، بی کسې او یو له بله د بدو ایسیدو پردۍ او د غلیم لوریدلی احساس څرنګه د ورورګلوي ، مینې اوخپلوي په غیږو کې سرویی او په تیښته یی اړباسې.

دا ټول هله کیدلای سې چې د هیواد هره لوټه افغانستان او هر وګړی افغان او د تل پاته سنګر ساتونکی او د ګران افغانستان معمار وبلل سې.

بدغونی غلیم او اغیز یی د ګران هیواد له فولادي پولو ډیر لري وغورځول سې. زموږ د پیاوړي ولس ځانګړنه ده چې مشر او مشرتوب مني ، خو چې مشر پردی  پالی اوغلام ګی نه سې.

او هغه څوک چې اوس نشته او موږ یی په یاد کې پاته یو هغه مرحوم ملا محمد عمرمجاهد ده چې د مرګ داعي ته یی لبیک ووایه ، روح یی تری واخستله.
او په افغان ولس او امت یی حق پاته سو چې په دعاؤ سره یی روح ښاد او تسلې کړې.

او له نیژدی خپلوانو سره یی یو خای ددی لوی ملي او اسلامي ویر په کمبله کیني.

انا لله وانا الیه را جعون.

رزین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د