نظــر

ملا محمد عمر مړ شو، خو کار یې ژوندی دی

ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې واکمن و.

د ۲۰۰۱ کال له دیسمبر څخه، چې د ترهګرۍ ضد ټلوالې له خوا د طالبانو د رژیم تر راپرځول کيدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنیو سیمو کې پټ و. او له همغه ځایه یې د لویدیځ نیواک پرضد د طالبانو د غورځنګ د مقاومت لارښوونه کوله. د کابل حکومت له خوا د طالبانو د غورځنګ د بنسټ اېښودونکي د مړینې پخلي، د ملا محمد عمر د مرګ خبر په نړیوالو رسنیو کې د سر خبر ګرځیدلی. د افغانستان د حکومت رسمي ویاند په کابل کې په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې په همدې تړاو د خبر ورکولو په ترڅ کې وویل:

موږ له پاکستان او د طالبانو له غورځنګه په دې تړاو پخلی تر لاسه کړی، چې ملا محمد عمر نیږدې دوه کاله پخوا د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. د افغانستان د حکومت له اعلامیې څخه ښکاري، چې ملا محمد عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوی.

د طالبانو د غورځنګ دغه مشر د وروستیو کالونو په اوږدو کې د بهرنۍ نړۍ له سترګو پټ و. په همدې موده کې د ده د مړینې خبرونه څو ځله راپیدا شول، خو وروسته به بیا رد شول. ملا محمد عمر د طالبانو د غورځنګ لپاره، له ډېرې پخوا راهیسې په یوه افسانوي څیره بدل شوی و، کله کله به یې په انټرنیټ کې د اعلامیو په خپرولو خپل شتون خلکو ته ورڅرګنداوه. خو دا ځل د ملا محمد عمر د مړینې په تړاو د کابل او پاکستاني سرچینو د خبرونو پخلی، لومړی ځل په واشنګټن کې هم وشو. واشنګټن په خپل وخت کې ملا محمد عمر د هغو بین المللي ترهګرو په نوملړ کې نیولی و، چې په ټوله نړۍ کې تر لټون لاندې وو.

د امریکا د ولسمشر برک اوباما د حکومت استازي اېریک شولڅ په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ: موږ د ملامحمد عمر د مرګ په تړاو خبرونه باوري ګڼو.

د طالبانو غورځنګ هم، تر لږ ځنډ وروسته د خپل مشر د مړینې پخلی وکړ. د هغو طالب مشرانو له اعلامیې څخه، چې د پنجشنبې پر ورځ د کوېټې د شورا په غونډه سره راټول شوي وو، ښکاري چې ملا اختر محمد منصور یې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی. ملا اختر محمد تر دې وروستیو وختونو پورې د ملامحمد عمر ښی لاس ګڼل کیده.

د طالبانو غبرګون د ملامحمد عمر په چاپیر کې حالات لا پسې متضاد او ګډوډ کړي او په همدې تړاو خبرونه له یو بل سره په ټکر کې دي. په همدې تړاو د یادولو وړ ده، چې ان لا د تیرې اوونۍ په پیل کې هم د طالبانو غورځنګ د خپل ګواکې ژوندي مشر په استازیتوب اعلامیه خپره کړه. ملا محمد عمر په خپله دغه اعلامیه کې لومړی ځل له دې سره خپله موافقه وښودله، چې د افغانستان له حکومت سره دې هغه خبرې اترې وشي، چې د جمعې پر ورځ په پاکستان کې ټاکل شوې وې او هغه یې « قانوني » وبللې.

وروسته د پیښو بهیر ډېر نامنطقي شو او حتا نااحتمالي بڼه یې غوره کړه: د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان د چارواکو د خبرونو تر خپرېدا وروسته، چې دا ورڅخه څرګندېده، چې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر ان لا دوه کاله پخوا مړ شوی، طالبانو په ډېره د هغه ځایناستی وټاکه. له دې نه داسې ښکاري، چې طالبان پوره دوه کاله د خپل مشر له مرګه نه وو خبر، او د مرګ خبر یې د کابل چارواکو ورکړ. د پیښو په بهیر کې یوه بله سمون نه خوړنه دا ده، چې طالبانو ان څو ورځې پخوا هم د کابل له چارواکو سره د خبرواترو د دویم پړاو جوړولو ته خپل چمتووالی څرګنداوه، چې باید د تیرې جمعې پر په پاکستان کې شوې وای، خو پرون له خپل چمتوالي په شا شول او د خبرواترو کیدل یې وځنډول. د طالبانو د غورځنګ د ویاند له اعلامیې څخه ښکاري، چې خبرې اترې د ملامحمد عمر د مړینې له امله وځنډېدې.

د روسیې پوښتل شوي کارپوهان داسې ګڼي، چې د ملامحمدعمر د مړینې په تړاو د خبرونو څپه او د دغو خبرونو په وړاندې متضاد غبرګون د دې ویندوی دي، چې د طالبانو او کابل ترمنځ په اړیکو کې، په نیږدې وخت کې ژور بدلونه راتلای شي. او د همدې په ترڅ کې، په خپله د طالبانو غورځنګ له دوه لارې کیدو سره مخامخ شوی.

کابل نن دېته اړتیا پیدا کړه، چې د ملامحمد عمر د مړینې په تړاو اطلاعات خپاره کړي، ځکه چې د هیواد په سیاسي بهیر کې د طالبانو د معتدلې برخې د راګډولو د چارو د ګړندي کولو ضرورت راپیدا شوی. او دا هم ناڅاپي نه ده، چې دغه اطلاعات په پاکستان کې د خبرواترو په درشل کې راپیدا شول. کابل، د ملامحمد عمر د مړینې په اعلانولو سره، چې د ۱۴ کالونو په اوږدو کې په هیواد کې د وسله وال مقاومت سمبول و، د دې هڅه وکړه، چې د طالبانو په غورځنګ کې د بدلونونو بهیر په خوځښت راولي. او د همدغه بهیر په جریان کې باید په هیواد کې سوله راشي، له معتدلو طالبانو سره واک وویشل شي او نه پخلا کیدونکي سختدریځه طالبان په زور له مخې لرې کړای شي. دغه خبره د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د ختیځپوهنو د انستیتوت یوه څيړاند ولادیمیر سوتنیکوف د روسیې له « کامرسانت » ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړه. ولادیمیر سوتنیکوف د خپل لید د څرګندولو په ترڅ کې زیاته کړه، چې له کابل سره د سولې د خبرواترو د شونتیا په تړاو د طالبانو په اعلامیو کې متضادوالی د دې ویندوی دی، چې طالبانو د خپل دریځ یوالی له لاسه ورکړی او د غورځنګ په لیکو کې د زیاتیدونکي بیلتون نښې نښانې راپیدا شوي او د ملامحمد عمر مرګ به دغه بهیر لا پسې ګړندی کړي.

سرچینه: سپوتنیک خبري اژانس – روسیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

د دغه تبصرې دخپرولو په مقصد نه سوم پوه ، چې یو اسلامي او ازاده پاڼه یې دڅه لپاره نشروي ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x