نظــر

طالبانو مه وار خطا کېږئ

لیکوال: محمد امین بسمل

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

لمړی مې یو څو خوږې او ترخې خبرې واورئ.

سمه ده، چې دمګړۍ غلیمانو له هرې خوا په تاسو هر اړخیزې فزیکي او رواني حملې راوړې دی دوی غواړي ستاسو د کلونو کلونو سرښندنې په سیندلاهو او زموږ ګران افغانستان د خپلو ګوډاګیانو په وسیله تجزیه او نور هم خوار او زار کړي.

خو پام چې وارخطا نه شئ دا خو تاسو واست، چې د درۍ نیمو لسیزو د هرې خوا له جنګیالیو څخه رښتیني، غښتلي او خورا اتل وځلېدئ ځکه چې:

ــ تاسو په خپل دین او ګران افغانستان مین یاست.

ــ تاسو د خپلې دینې فریضې له مخې د وروڼو قومونو یووالی غواړئ.

ــ تاسو واست، چې دآمو په څوکو مو د ګران او واحد افغانستان بیرغ ورپاوه.

ــ تاسو واست، چې ملي ناموس او فردي ناموس مو محفوظ کړ.

ــ تاسو واست، چې زموږ د کلونو کلونو بې خوبه، ستړي اوسرګردان ولس ته مو ارام او امن را وړ.

ــ تاسو یاست، چې له غصب، تجاوز او ځان پړسونې څخه کرکه لرئ.

ــ تاسو په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کولای شئ.

ــ تاسو ته د وطن غرونو او راغونو، کلیو او بانډو خپله غېږ پرانیستې پرې ایښې ځکه خو اولس دعدل او انصاف فیصلې په تاسو کوي.

ــ تاسو د وطن د مور هغه سرشار، سرښندونکي او نه وېرېدونکي زامن یاست ، چې که خدای مه کړه وارخطا او یا د دښمن په لمسون سره جدا شئ نو هم به ځان، هم به ایمان او هم به ګران افغانستان له لاسه ورکړئ.

پوهېږم، چې زما په دې لیکنه به یو څو بې خبره کسان خوا بدي او ما به هم په آی. ایس.آی پورې تړلی وبولي.

په دې کې خو هیڅ شک نشته، چې جنرال حمید ګل د انګرېزانو د شومو اهدافو د پوره کولو په موخه زموږ له خپلو وروڼو او زامنو مانا طالبانو څخه خورا بده ګټه پورته کړه همداسې بدې ګټې یې زموږ له هغو نورو خود فروشو مجاهدینو څخه هم پورته کړې وې خو پنجابیان په هغوی دومره توانېدلي وو چې، په اوو ۷ ښاخونو یې جلا او یو بل ته لکه بلا وساتي.

د کابل په وینو لړلې کوڅې یې شهادت ورکوي البته دا هرڅه دیوې لویې نړیوالې او تورې ستراتیژي له مخې روان وو.

پاتې دې نه وي، چې همدې جنرال حمید ګل د افغانستان په تېرو شرمېدونکو ټاکنو کې له هغه غبرګ عبد الله څخه ملاتړ کاوه، چې وېیل یې:

غتې غتې بمونه پرې وغورځوئ.

بیا هم خپلې لیکنې ته راګرځم کله، چې نړۍ خور دا څیرونکی خېټور حیوان په دې وپوهېد، چې طالبان په خپل دین او افغانستان مین خلګ دي نو یې تورمخی پرویز مشرف د۲۰۰۱زکال په نیمایي کې آلمان ته راولېږه او دآلمان صدر اعظم (ګرهاردشروردیر)هم د خپلو ملي ګټو د تحفظ لپاره د انګرېز له دې بدمخي اولوی جاسوس (پرویزمشرف) سره همغاړی شو چې په نتېجه کې یې سپینې ماڼۍ د۲۰۰۱ز کال د سپتمبر په نهمه د (مسعود) د ټوپۍ له الوزولو څخه دوه ورځې وروسته په یوولسم د سپتمبر د نیویارک ډرامه راپورته او بشریت یې په شرمونو وشرماوه سیمې ته یې اورونه او جګړې راوړې او اوس خپله دتېښتې لار ورڅخه ورکه ده.

څه ښه یې ویلي دي چې:

ګربه میدان امدی می دانیم.

د یاد کال اکتوبر په اوومه نېټه انسان زبېښوونکو ځناورو زموږ د ګران هیواد په زخمي زخمی جګر خورا بې رحمانه او ظالمانه بم ورۍ ترسره او ایله په دوو میاشتو کې یې خپل تالي څټي د مړ سترګي حامد کرزي په مشرتابه د ارګ زندان ته ورټېل وهل.

خو تاسو پیاوړو، په دین او ګران افغانستان مینو طالبانو خپل همت له لاسه ور نه کړ او د یوې نیمې لسیزې په پرله پسېو او خورا سختو جګړو کې مو د هیواد غلیمان په ګانډو او تېښتې ته اړ کړل خو اه، چې مکار دښمن یو ځل بیا د تورمخو پنجابیان وپه وسیله ستاسو د وارخطايي او بدنامي په موخه لمړی له پر دي پال اشرف غني سره پټې ګوتې خوږې او بیا یې د سولې جعلي پروسه په کار واچوله او په تاسو کې یې یو څو کسان یا په زر یا په زور د (مري ) غونډې ته ورکش او نړیوالو ته یې وښوده، چې تاسو دکابل غبرګ سري او ټيټ سري ګوډاګي حکومت ته د تسلیمېدو په حال کې یاست دغه د انګرېز بچیان (پنجابیان) ستاسو د کلونو کلونو سرښندنه او اتلولي په سیند لاهو کول غواړي او غواړي، چې زموږ راتلونکي نسلونه ونه پوهیږي، چې مغرور او بدسترګي یرغلګران چا مات کړل همدا لوبه پاکستان د روسانو په خدمت کې هم کړې وه ځکه خو اوس له مسکو سره هر اړخیز تړونونه لري.

ګرانو لوستوکو ګرانو افغانانو!

سوګند یادم، چې په هیڅ یو سیاسي سازمان پورې تړاو نه لرم طالبان دې هم په خپلو لیکو اوتشکیلاتو کې زما نوم ولټوي که یې پیدا کړ نو بیا دې افغان ولس سخته سزا راکړي.

هدف مې دا دی، چې سازمانونه، ډلې او ټپلې مهمې نه بلکې هیواد اوخپلواکي مو مهمه ده نو راشئ خپل ګرېوان ته سرونه ټیټ او په هوش راشو په دې مانا، چې بې له سرښندنې تباه کېږو او د سرښندنې لمړي صفونه زموږ همدغو اتلو طالبانو نیولي، خو له بده مرغه، چې مشران یې تر سختو فشارونو او د پنجابیانو ترمستقیمو خطرونو لاندې دي.

چـــــــــــــــــــــــــاره څــــــــــــــــــــــه ده؟

له هغې ورځې، چې د پنجابیانو په تورو نیتونو پوره باوري شوم ما له مختلفو غږیزو او کتبي رسنیو څخه خپل غږ پورته کړی بیا مې د۲۰۰۱زکال په ورستیو کې دبي بي سي  رادیو د تاسو غږ پروګرام له لارې په پاکستان حمله وکړه د پروګرام چلوونکي ژورنالست چې پنجابیانو په دالو موړ ساتلی و زما میک بند کړ دا ژورنالست ځان ته افغان هم وايي او د یوې درنې او مجاهدې کورنۍ دعوه هم کوي نوم به یې نه اخلم ځکه، چې په دومره څه نه ارزي په هر صورت راځم دې ته ، چې څه چاره په کار ده.

په تېره اونۍ کې مې د آزادي رادیو له دوو ځانګړیو (دآزادۍ په څپو او تر شنه اسمان لاندې) پروګرامونو کې په واضح ډول طالب مشرانو ته وویل، چې له پاکستان څخه ځانونه وباسي مهمه نه ده که عربو ته ځي که شا او خوا ګاونډيو هیوادونو ته بې له ایرانه البته سیاسي دفتر په قطر کې بهتر دی.

چین مې هم ورته وښود او په دې یو ځل بیا ټینګار کوم، چې ترنورو هیوادونو چین زموږ په ګټه ځکه دی،. چې موږ دومره زیات مشکل نه ورسره لرو او په عین وخت کې چین موږ ته له اقتصادي او امنیتی لحاظه اړدی.

طالبان کولای شي د ایغور د یاغیانو په اړوند له چین سره مرسته وکړي دا کار یې چې وکړ نو به د چین باور نور هم پرې زیات او د اخلاص غیږ به ورکړي.

له بل پلوه چین د امریکا دښمن او روس هم دمګړۍ امریکا ته غاښونه چیچي ځکه، چې د اوکراین اورونه خو همدې امریکا ورته بل کړل نو طالب ګله، چې ته نن له دې موقع څخه استفاده ونه کړې بیا به هیڅکله هم بریالی نه شې ته چې خدای مه کړه ناکام شې افغانستان ناکام، تجزیه او در په در دی.

نو هله زما بې وزله او په هیواد مین افغان غږ واورئ او د خدای ج او پاک قران په خاطر ژر تر ژره خپله پوځي او سیاسي رهبري دعلماوو شوری په ګډون د پاکستان د نفوذ له ساحې څخه بلې خوا ته وباسئ تر څو دایمي بری مو په برخه، دلوی غلیم لویه دسیسه له خاورو سره خاورې، ګران افغانستان مو خپلواک، هوسا او بسیا شي.

تر دې بله بهترینه چاره یې زه نه وینم اوس نوکه تاسو زما غږ نه اورئ او نور هم په لوی لاس د پنجابیانو تر تاثیر لاندې پاتې کېدل غواړئ بیا نو مه د افغانیت دعوه کوئ او مه د آزادي او خپلواکي بیا نو ور شئ د ملا ضعیف او متوکل په ډول دغلامانو تر سیوري لاندې څادر درته وغوړوئ چې زه مو هم له تهمت څخه خلاص شم.

یــــــــــــــــــــادونـــــــــــــــــه:

۱ــ که تاسو طالبان واقعأ د سولې خبرې کول غواړئ نو یوازې او یوازې له امریکا سره باید دخبرو په مېز کښېنئ نه د هغوی له ګوډاګیانو سره او هیڅکله په پاکستان کې خبرو ته حاضر نشئ.

۲ــ همدا راغلي نابللي دخپلې خېټې دپړسولو او سیمې د اشغال په موخه راغلي تجاوز یې کړی، بشریت، عدالت او انساني نړۍ ته یې خورا زیات زیانونه رسولي دي.

دوی به یو وخت نه یو وخت له سیمې څخه پښې سپکوي خو زموږ ګاونډیان او سیمه وال به تل راسره پاتې وي نو په کار دی، چې طالبان د سیمې د زورورو، چین، روس او نورو ملاتړ ورخپل کړي همدا یې موقع ده.

دسیمې زورور ځکه طالبانو ته اړ دي، چې داعش ور روان دی او داعش هم هر چا ته بربنډ شو، چې دچا نقشه ده واضحه خبره ده، چې دامریکا، انګرېز او یو څو نورو مړ سترګو په ګډه همکاري داعش رامینځ ته شوی تر څو لومړی اسلامي نړۍ پرې تیکه تیکه او بیا منځنۍ اسیا تر پېکینګ او ماسکو پورې پرې وځپي خو فکر کوم این راه اش به ترکستان برابر شد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اسماعیل وروره خفه را نه نشی ما ستا ګزارش واوریده طالبانو ورونوته دی پکی نصحت وړ وو خو دمره وایم چی ته هم سه وخت غټ کمونست پاتی شوی یی ذکه ماته دمره پته ولګیده چی تا کی وس هم د کمونستانو سوچ او فکر لا پاتی دی. الله دی تا نیک لاری ته برابر کی آمین.

سبا ظاهر

د بسمل ورور د حقیقت له څرګندولو څخه ډیره مننه

احمد

محمد امین بسمل صاحب کور دی ودان ښی خبری دی لیکلی ستا دلیکنی نه ستا بی پری توب ښکاری مګر دا دی هم له خبرو ښکاری چی ته نهایت دیره مینه له وطن سره لری دوطن په حال غمجن او ناکراره یی پیښو ته دحقیقت په سترګه ګوری سترګی نه پټوی تور ته تور او سپین ته سپین وایی ۰مشوری دی ډیری ګټوری دی خو دهغه دپاسه هم که تر ډیره په عمل ونشو مایوسه کیږه مه خپله همکاری جاری ساته امید دی چی الله به زمونږ اوتاسو دوطن په حال ورحمیږی او ستا یا دکوم بل ورور نیکی مشوری… نور لوستل »

محمد

خورا ډیر ښی خبری یی کړی الله دی په مونګ رحم وکړی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x