افغانستان

«د سیاسي دفتر مشرتوب پریږدم خو له طالبانو سره د فرد په حیث ملګری یم»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید محمد طیب اغا ویلي چې د سیاسي دفتر د مشر په حیث خپل مسوولیت «پای ته رسیدلی» بولي او په اوسنیو حالاتو کې د هیڅ اړخ پلوي نه کوي.

د الجزیرې تلویزوني چاینل د راپور له مخې نوموړي زیاته کړې چې وروسته له دې د امارت په نامه بیانونو او پریکړو کې ځان دخیل نه ګڼي.

ښاغلي طیب اغا ویلي چې د ملا محمد عمر د وفات اعلان پټ ساتل او دغه راز له هیواده بهر د نوي زعیم ټاکنه دواړه «تاریخي اشتباه ګانې» دي، خو ټینګار کوي چې په اوسنيو حالاتو کې د هیڅ چا پلوي نه کوي او یوازې له خپلې دندې لاس په سر کیږي.

د نوموړی په باور، غوره دا وه چې د «اسلامي امارت مشر ټاکنه د سرښندونکو مجاهدینو د سنګرونو په مینځ کې شوې وای او د عالیقدر امیر المومنین په شان یې د سنګرونو په مینځ کې خپل ازاد او مستقل ژوند ته دوام ورکړی وای».

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر زیاته کړې چې سر له نن څخه د امارت، سیاسي دفتر او یا کوم بل جهت په استازیتوب له هیڅ داخلي یا خارجي طرف سره لیدل کتل نه کوي، خو په وینا یې، د ملا محمد عمر د ملګري او د امارت د یو فرد په توګه به د «سرښندونکو مجاهدینو وروڼو» د حمایت په لار کې تر خپلې وسې کوښښ کوي.

سید محمد طیب اغا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر د سکرتر په توګه دنده ترسره کړې او وروسته بیا په ۲۰۰۹ کال د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی و. سید محمد طیب اغا د طالبانو هغه سیاسي مشر دی، چې له ۲۰۰۱م څخه وروسته یې یو ځل بیا طالبان تر نړیوالو ناستو ورسول. ده په دې وروستیو کې د اسلو په نړیوال فورم کې د طالبانو په استازیتوب وینا وکړه.

نوموړی د طالبانو په لیکو کې د پاکستان پر وړاندې په توندو سیاستونو پیژندل کیږي.

تر اوسه د سیاسي دفتر له مشرتوبه د سید طیب اغا د لاس اخیستلو راپورونه طالبانو رسماً نه دي تایید کړي.

—————–

بسم الله الرحمن الرحیم

تر هرڅه وړاندې عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله د وفات تعزیت د نوموړي کورنۍ، ملګرو او افغان مومن ولس او د امارت ټولو مجاهدینو ته وایم، الله تعالی دې نوموړي ته خپل رحمت او مغفرت نصیب کړي او د نوموړي جهاد، قرباني، تکلیفونه او ستړیاوې دې په خپل دربار کې قبولې او په جنت کې لوړې درجې ورکړي. آمین

عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله چی ما ته یي د مهربانه مشر ورور حیثیت درلود، د الله په نصرت، شجاعت، قاطعیت او عزم سره د هېواد ۹۵٪ برخه له ملوک الطوایفۍ څخه وژغورله او اسلامي نظام یې حاکم کړ.

له امریکايي اشغال وروسته عالیقدر امیر المومنین رحمه الله د جهادي صف وحدت او استقلال په ډېره مېړانه او مدبرانه توګه وساتلو. د اسلامي امارت د داخلي او خارجي سیاست د مستقل ساتلو لپاره د ډېرو او لویو ستونزو په ګاللو سره چې د صحت او ورپسې د ژوند په بیه ورته تمام سول، ټول وخت د هېواد په داخل کې پاتې سو او د دې لوی مقصد لپاره يې سیاسي دفتر تاسیس کړ ترڅو د اسلامي امارت او ملت سیاسي استقلال، ملي منافع او د طالبانو او ولس قرباني وساتل سي او اسلامي امارت د خپلو سیاسي پریکړو ابتکار په خپله په لاس کې واخلي او خپلې فیصلې په خپله وکړي او هم یې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا متحده ایالاتو سره د اشغال د خاتمي او د افغانستان د قضیي د سوله ییز حل لپاره د هغوی د غوښتنې په اساس د مذاکراتو موافقه وکړه.

سیاسي دفتر د خپل مشر د مستقیمو هدایاتو په اساس په ډېر لنډ وخت کې د الله پاک په فضل او نصرت سره اسلامي امارت د کلونو سیاسي کلابندۍ څخه وروسته او د ډیرو مشکلاتو او مخالفتونو سره سره د لومړي ځل لپاره په ملی او نړیواله کچه د یو اسلامی خپلواک او ملي سیاسي خوځښت په حیث مطرح کړ، چې ټولو په ژوندۍ بڼه وکتل او په دې سره د الله پاک شکر ادا کوم.

د عالیقدر امیر المومنین رحمه الله د وفات اعلان چې نژدې دوه کاله پټ ساتل سوی و، د دې خبر پټ ساتل د اړوندو اشخاصو تاریخي اشتباه بولم او د پاکستان د لارې له مذاکراتو سره موافقې د دې خبرې په ښکاره کیدو کې مهم رول لرلی دي.

اوس چې له هېواد څخه بهر مشرټاکنه وسول او د نوي امیر ټاکنه چې د هیواد په خارج کې د اوسیدونکو لخوا ترسره سوه دا یوه لویه تاریخي اشتباه ده، ځکه تاریخ ته په کتو سره هر ډول مشرټاکنه چې له هېواد څخه بهر ترسره سوي ده، د افغان مظلوم ولس لپاره یې ډېرې بدې پایلې لرلې دي. د بېلګې په توګه د شوروي اتحاد له یرغل سره سم د ماسکو، او بیا د تېر جهاد پر مهال د پاکستان او ایران مشرټاکني او بیا د امریکايي اشغال له پیل سره سم د جرمني (بون) ټاکنه یادولای سو.

ضروري ده چې د اسلامي امارت مشرټاکنه د سرښندونکو مجاهدینو د سنګرونو په منځ کې سوې وای او د عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله په شان يې د سنګرونو په مینځ کې خپل ازاد او مستقل ژوند ته دوام ورکړی وای.

د یادولو وړ ده چی د ۲۰۱۳ کال له شروع څخه د مرحوم عالیقدر هیڅ کوم صوتي هدایت نه دی ترلاسه سوی. د هغه سبب اړونده طرف د عالیقدر عدم موافقه ښوول چی هغه وایي چی هر څوک دې خپل کار کوي او د صوتي هدایت ضرورت نسته او مونږ هم د هغوی د امنیت او احترام په خاطر ډیر ټینګار نه کاوی. البته دا غوښتنه مو کوله چې هغوی باید د خلکو د تشویشونو د رفع کولو لپاره یو صوتي پیغام راولیږي.

د دې لپاره چې د هېواد او ولس په راتلونکو احتمالي ناخوالو کې – الله دې نه پېښوي- خپل رب، وجدان او خپل ولس او هم د خپل عالیقدر مشر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد سیاست او تګلارې ته ملامت نه سم او په دی اړوند لاسته راوړني په خپله خرابې نه کړم، د څو ورځو ښه غور او فکر وروسته د پورته وضاحت او صورت حال په نظر کی نیولو سره مې په ښه نیت سره فیصله وکړه چې نور د سیاسی دفتر د مشر او سیاسی مسوول په حیث زما کار پای ته رسیدلی او نور د امارت په نامه بیانونو، پریکړو او اجراآتو کی په هیڅ قسم دخیل نه یم او د طالبانو په موجوده خپلمنځي موضوعاتو کې د هیڅ طرف طرفداري نه کوم ځکه چی د طالبانو اړوند ټولو طرفونو په ارتباط کوشش روان دی چې د پردیو په دام کې ولویږي خو الله پاک دې وساتي. او د دی دام څخه د خلاصون یوازني لار دا ده چی د طالب په نامه د ټولو طرفو مسوولین باید د لکونو شهیدانو قربانیو، ثمرې، ملي وقار او استقلال د ساتلو په خاطر د عالیقدر مرحوم په شان د تکالیفو په ګاللو سره قربانی ورکړی. او همدا اوس د مشرانو د قربانی وخت دی. او د دی کار لپاره باید خپله او هم خپل اکثره کارونه داخل ته نقل کړی، ځانونه د خپل اختیار کړي اوبیا د امیر ټاکنی په شمول په ټولو موضوعاتو په ازاد مټ غور او پریکړی وکړی کنه ویره لرم چې ټول به د تاریخی رسوايي سره مخ سي .

نظامی مسوولین او ډلګۍ مشران باید په خپل کار کې د خپل مشر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د تګلارې او هدایت سره سم خپلمنځي وحدت او استقلال وساتي او د وطنوالو د سر او مال ساتنه وکړي او هغه هیوادونه او طرفونه چې زمونږ د غریب هیواد په بیارغونه او کومک کې حصه اخلي، په نښه نه کړی او سپیڅلی طالبان او حافظان یوازې د هیواد د ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت او سرتاسری امنیت او دعدل د تامین لپاره وکاروي، خدای مکړه نه د پردیو د ګټو د ساتلو لپاره.

سر د نن څخه به زه د امارت، د طالبانو د تحریک، سیاسي دفتر یا کمیسون او یا کوم بل نامه او طرف په استازیتوب یا مشرتوب د داخلی یا خارجي طرف سره لیدل کتل نه کوم. البته د یو مسلمان افغان او د مرحوم عالیقدر د ملګري او د هغه د امارت د یو فرد په توګه به د خپل غیور ولس د سوکالي او هیواد د خپلواکي، امنیت، پرمختګ او خپل سرښندونکو مجاهدینو وروڼو د حمایت په لار کې چې هر هغه څه زما په وس پوره وي کوم ان شاء الله تعالی.

له الله تعالی څخه غواړم چې افغانانو او طالبانو ته د عالیقدر امیرالمومنین نعم البدل ورکړي اوهم دي الله پاک د هغه قهرمان مشر د ارمانونو سره سم اشغال ختم او په افغانستان کی یو خپلواک افغان شموله اسلامي حکومت قایم کړي.

سید محمد طیب آغا
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر
۸/ ۳/ ۲۰۱۵م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

86 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

الله دی رحم وکړی پاکستان او په تیرو 14 کلونو کی یی روزلی مریدان همدغی ورځی ته ناست دی چی طالبان او د راس خلګ یی یو په بل پسی د مایوسی او استعفا له لاری یو په بل پسی ګوښه شی ځینی به یی پاکستان د هدفي وژنو له لاری په شهادت ورسوی دا ولی څوک شته چی د ملت کریږی واوری تاسو ته وایم څوک شته چی د شهیدانو له وینو وشرمیړی هی هی څوک شته چی د امیرالمومینین له خټین کور نه حیا ولری ]څوک شته چی د کونډو او یتیمانو جواب و وایی تاسو ته وایم… نور لوستل »

سبا ظاهر

مننه

محمد احمد

تازه دخانشین له کمربندراستون شوی ،اختريې همالته په لمړۍ مورجلو کي تېرکړی ،دسبقانو وخت شو نواوس کوټي ته ددرسونولوستلو لپاره راځي ، څلور ورځي يې په غره کي مزل کړی ځکه چې دپاکستان پولیسو هیڅوک نه ایله کول ، په همدغه مجلس کي ناست یوه تن دطیب اغا داستعفی خبره وکړه ، موږ ټول چف شوو خودغه مسافر دیر عجیبه توري وویل : …. حساسي شیبي دي ،طیب اغابه په دي استعفا دومره څه لاس ته راوړی وی چې کیدی شی سل کاله دسیاسی دفتر مشر وي هغومره به نه کړي پیدا . اودايې له هغه مصنوعي اوغیرشرعی دلیل څخه… نور لوستل »

khalid

غوره دا وه چې د «اسلامي امارت مشر ټاکنه د سرښندونکو مجاهدینو د سنګرونو په مینځ کې شوې وای او د عالیقدر امیر المومنین په شان یې د سنګرونو په مینځ کې خپل ازاد او مستقل ژوند ته دوام ورکړی وای واقعا عالی نظر ده

khalid

په تیره تبصره پسی که څنګه وروڼو بد نظر خو نده

محمد احمد

سختي شیبي دي ، مومنان یوځل بیا ازمویل کیږي ، امتحانیږي ، په داسي حالت کې چې دهیواد نږدي ټولو علماؤ ، دامارت والیانو ، دکمیسون مشرانو اواعضاو ، دمحاذونو مسئولینو اوعامومسلمانانو بیعتونه سرته ورسول ،یوڅوتنه نفاق اچونکي ،فتنه رامنځ ته کونکي ، دامارت دوحدت خوړنکي څوک داستعفا څوک دمخالفت اوڅوک دمذاکراتو نعري وي ، پریږدۍ دا امارت به لوی خدای نور سوچه کړي ، داکرغیړني څهري وړاندي هم يوبه بل پسی وتي اوبیابه هم وزي

عثمان ـ عزم

محتترم طیب صاحب ! اوسنی حساس وخت کې ستا استعفا پرته لدې چې داسلامي امارت له غلیمانو سره مرسته وکړي ، بل څه معنا نلري ، تاباید انتظار کړی وای ، دامارت دغه روان دربدره حالت ته دې قوت ورکړی وو او داختلافونو مخه دې نیولې وای ، ته داسې استدلال کوي ، چې هیڅ معنا او حکمت نلري ، ته په خپله دقطر په ماڼیو کې ناست یې ، اوخبره دتاوده سنګر کوي ، تابه زه ووینم چې له استعفا ورسته څو اونی اوورځي ورسته افغانستان ته راځي ، اوس به دسیاسي پناه په لټه کې یی ، دغه… نور لوستل »

کندهار

الله دی رحم پر ټولو وکړی دا خو په زړه پوری خبر ندی چی طیب اغا کار پریږدی

شاهین قریشی

بس الله ج دې خیر کړي زه نور هيڅ نه وايم خو يوازې هغه د فدايانو وصيتونه مې ژړوي او ډېر کلک مې دردوي چې وايي د امارت مشرانو زموږ وينې خرڅې نه کړئ او زموږ له بچیانو سره خيانت ونه کړئ الله ج دې هغه خلک تباه او برباد کړي کوم چې د مرتد او د غلام غلامي خوښوي

سعید

محترم طیب آغا صاحب کور مو ودان، اوس مو موږ د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله په حقانیت پوه کړو، اکثره مخلص مجاهدین منصور صاحب ته پدې غوسه وه چې د قطر دفتر اجازه ده ورکړې ده، او د ناورې او چاپان له پیغلو سره د مجلسونه دده په خوښه ترسره کیږي؟ په منصور صاحب باندې اکثره اعتراضونه د قطر دفتر له کبله کیدل، چې لله الحمد تاسو ټولو ته جواب ویلی دی، او هغه ته مو له دې ټولو څخه براءت ورکړلو. منصور صاحب اوس وګټله، مبارک دې وي، او زه اوس ورسره د زړه… نور لوستل »

khalid

محترم سعید صاحب تر کومه ځایه چی زه خبر یم نو طیب آغا دهغه ټولی کورنی او بالخصوص دهغه پلار سدوزی صاحب چی یو تکړه دینی عالم هم دی د اسلامی امارت په جوړونه کی بڼسټیز رول لوبولی دی او کورنی یی عملا قربانی هم ورکړی ده دا چی ته وایی چی دی اوس په قطر او ناروی کی د ایرکنډیشونونو لاندی ناست دی داهم هغلته پخپله نده تللی بلکه مرحوم امیرالمومنین دعلماو په اجازه هغالته لیږلی ده کنی اول په طیب آغا هم امریکایانو انعام ایښی و او پټ ګرځیدی په هر حال که څه هم چی په یو… نور لوستل »

ابومحمد

زه هم کټ مټ د خالد صیب خبر تائیدوم محترم سعید صاحب تر کومه ځایه چی زه خبر یم نو طیب آغا دهغه ټولی کورنی او بالخصوص دهغه پلار سدوزی صاحب چی یو تکړه دینی عالم هم دی د اسلامی امارت په جوړونه کی بڼسټیز رول لوبولی دی او کورنی یی عملا قربانی هم ورکړی ده دا چی ته وایی چی دی اوس په قطر او ناروی کی د ایرکنډیشونونو لاندی ناست دی داهم هغلته پخپله نده تللی بلکه مرحوم امیرالمومنین دعلماو په اجازه هغالته لیږلی ده کنی اول په طیب آغا هم امریکایانو انعام ایښی و او پټ ګرځیدی… نور لوستل »

نورصمیم

زه دآمیرالمومنین دوفات په اړه دهغه قدرمنې کورنې دامارت اسلامې ټولومجاهدینو علماء کرامو طالبانو دافغانستان مسلمان ولس اودنړی تولومسلمانانوته دصبرجمیل غوښتنه کوم اوملامحمدعمرمجاهد ته دجنت فردوس غوښتنه کوم له پروردګارعالم څخه وروسته زه دیومسلمان او افغان په صفت دټولومجاهدینو طالبانو علماء کراموڅخه هیله کوم خپل صف محکم اومتحد وساتې ځکه یوازی ستاسونه دا هیله او ارزولری داکړیدلې اوځوریدلی اولس داسلام دشمنان کوښښ کوی ستاسوصف ګډ وډ کړی پدی اوسنیو شرایطوکی ستاسوخپل منځی اختلافات دمثال په توګه لکه ملامحمدحسن اوداسی نور اودطیب اغاه دسیاسی دفتر دندی پریښودل داټول موارد ستاسوپه تاوان اوکمزورتیا دلالت کوی ددی ځوریدلی اولس امیدونه له خاوروسره خاوری… نور لوستل »

سبا ظاهر

مننه

سيد ذبیح اللہ

منصور صاحب پہ افغانستان کی یو پیژندل شوی شخصیت او د مشر ملاصاحب (رحمہ اللہ) معاون وو یعنی د امیرالمؤمنین (رحمہ اللہ) با اعتبار ترینہ شخصیت وو کہ امیر ژوندی ھم وی نو معاون ھغہ کس تہ ویل کیژی چی د امیر پہ غیاب کی امیر وی نو مشر ملاصاحب (رحمہ اللہ ) پہ خپل ژوند کی دا فیصلہ کړی وہ چي د ھغہ پہ غیاب کی بہ منصور صاحب امیر وي اوس کہ د چا ورسرہ شخصی بدی وی ،،، نو موژ د ھغوی د بدیو ذمہ واران نہ یو او پاتی شوہ د ملک نہ بھر او د… نور لوستل »

عبدالباري اڅکزی

آغا صیب ستاسو قدرمنې کورنۍ ته په کامل احترام، خو ستاسو دا پرېکړه او دغه له رسواېۍ څخه ډک خط یقینا چې ستاسو او د ستاسو د قدرمنې کورنۍ پرجبین تور داغ ګڼم، خکه تاسو چې کومه ګیله او نیوکه کړې شرعا، عرفا او قانونا ناروا ده، ځکه چې امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور د پخواني امیر المؤمنین له خوا مرستیال امیر ټاکل شوی و، او کله چې امام غائب، اسیر او یا شهید شي نو نائب یې امیر وي، ټول واک اختیار ورسره وي، نو هغه چې څنګه د مسلمانانو مصلحت په نظر کې نیولو سره هر اقدام… نور لوستل »

میوندی

زما په ګومان داسی ژر خپل مشران تر تهدید لاندی راوستل او پیغور ورکول ناسم قضاوت ده طیب اغا هلته د امیرالمومینین په خوښه تللی همدا سیاسی دفتر و چی موږ یی د پاکستان له غلامی تر یو حده ازاد کړو طیب د ملاصاحب معتمد ملګری د اقلا باید د ملاصاحب کورنۍ او خاص ملګری پوښتل شوی وای داهم یو حقیقت ده چی دملا صاحب ځای ناستی باید منصور صاحب شی البته د چمن او چالو باوړۍ په ځای به ښه وای چی دا بیعت او مشاورت په هلمند ‘ روزګان ‘ زابل او نورو سیمو کی تر سره شوی… نور لوستل »

Dr

تر داد خو منصور صاب پریژدہ
او دا د کندھار او روزگان مشورہ دی بی زایہ دہ۔ دومر پہ کثرت سرہ مشران یو زای مجلس کول چی ڈرون او بمبار ہرہ لہزہ امکان لری

اسد جان

قدرن مشر اغا صاحب او د اسلامي نورو لویو او وړو معززو مشرانو! زما په فکر په داسې قحط الرجال دور کي چې د امارت ډېر نظامي او سیاسي کادرونه تر خاورو او یا بندیخانو او پردیو شکنجو لاندې دي. تاسو ټولو ته مې د سنګر د یو مجاهد او ستاسي په امر هرراز قربانۍ ته د چمتو مجاهد په توګه لوی الله او قرآن عظیم الشان پېشوم چې پخپلو منځو کې سر سره خلاص کړی تفاهم وکړی شرایط درک کړی او بیا خپل مجبوریتونه او قضاوتونه ښه وسنجوئ او پرېکړه وکړئ زه شخصا دا ستاسو( ملا اخترمحمد منصور او… نور لوستل »

قاري سعيدخوستى

الله اكبر
دا سومره دغم خبر آورم
أغا صيب كاش چي لژ صبر دي كڑي واي

سبا ظاهر

خوستي صيب مه ورخطاء كيږه زه هم خفه یم خو دومره درته وایم چی جهادی خوځښت تر طیب اغا پوری نده تړلی او نه جهاد د طیب اغا فریضه ده او نه به خدای ج د ده په استعفا سره جهاد ته د پای ټکی کیږدی زما په فکر اوسنی حساسی شیبی به د ۲۰۰۲ میلادی کال نه سختی شیبی نوی چی چا دجهاد نوم په خوله نشو اخستلی او ټول مجاهدین تیت او پرک وو خو بیا هم د خدای ج په نصرت سره د وخت فرعون په ګونډو شو.

ناصح

هآآآآآآآی هآآآآآآآی نووووو، آغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا صیب، دومره به وایم چی نازوانه یې، بلکې بیخی وړکوکی زړه دې دی. د لویو زړونو خلک دنیا بدلوی، ته خپل تیار جوړ امارت نه دومره ژر ناهیلی شوې چې اوس دې ټولې نړۍ ته د امارت لمن پورته کړه؟؟

د خدای لپـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاره، دا ستا پیغور به مسلمانان تر کومه تاریخه د کوفارو مخی ته سرټیټی کوی؟؟

چی د کابل چارواکی یواځی ستا پیغور راکړی بسسسسسسسسسسسسسسسسس مو دی.! هی افسوووووسسسسسسس

اللهم ارحم حالنا، ولا تکلنا الی انفسنا طرفة عین قط

حق جو

ما فکر نه کاوو چې د طیب اغا فکري سطحه دې دومره ټیټه وي. دی وایي د طالبانو مشر دې په داخل تاکل شوی وای آیاتاسو په تیرو ۱۴ کلونو کې داخل ته تللي یاست ؟ آیا تراوسه دې د بنګنې غږ اوریدلی دی؟ آیا د امریکایي استخباراتو زور درمعلوم دی؟ عثماني، او ملادادالله چې داخل ته لاړل په څوومه ورځ شهیدان شول آیا په لومړۍ شبه نه و؟ آیا ملامحمد عمر مجاهد واقعا له مجاهدینو سره اوسیده که تاسو خلک غولوئ، کره معلومات خو دادي چې هغه په تیرو ۱۴ کلونو کې له یوې چاردیوالۍ نه دی وتلی، او… نور لوستل »

عبدرب الرسول سیاف

ما خو ویل چی دا طـــــــــــــــــــــــــــــــالبـــــــــــــــــــــــــان سیاست نشی کولی،
ښه آغا صیب: ته چی دومره زره ټول خپل تحریک باندی شکمن کیږی چی د پردیو اغیز لاندی به په په یوه ورځ کې راشی، نو پوشتنه دا ده چی آیا ته اوس خبر شوی چی ستا په چارو کی بل مداخله کوی؟

آیا دا د نورو اولنۍ مداخله ده؟

آیا ته اوس خبر شوی چی پردۍ مداخله یا اغیز ستا تحریک کی شروع شوی که مخکی هم خبر وی؟

آیا که خبر وی ولی دی مخکی غږ نه کوو؟؟؟؟؟

ننګیالی

آغا صاب:

ته څونې نازوانه یی چی په یوه ورځ او یوه موضوع دی فورا ټول رازونه پداسی دښمنانه ډول وپاشل لکه….
شرمیږم چی مشبه به وښیم.

ولا چې سخت د ملت په زخمونو دې مالګې وپاشلې، الله دې پرې رحم وکړی.

کسم

مظهری

الله پاک دی خیر کړی او دامیر المومنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله ارمانونه دی الله پاک پوره کړی.

قاري سعيدخوستى

رهبري شورى بايد د آغا صيب استعفاء رد كڑي او غوشتنو ته يي پام وكڑي
ٹولو مشرانو ته مو د زڑه د درده پيغام دادى چي له لوى متعال سخه اويريژئ او فردي خواهش د شهداؤ په خواهش مقدم كڑئ له هغه وينو حيا وكڑئ چي د اسلامي نظام داقامي لپاره د اوبو په شان اوبهيدي

اونخیوال وردګ

په اغا صاحب باندی هم د غرب میډیا تاثیر کړی

مکوه اغاصاحب دا ستا داستفا وخت نه دي
لږ صبر وکړه
دوښمنان د مه خوشحاله وه

abdul basir erfan

آغا صاحب ولې ولې او ولې مو په زخمونو مالګې پاشې؟
دا څه د غم دپاسه غم!!!
اې کاش چې په دې حساسو او دردونکو شیبو کې مې دا خبر نه وه اوریدلی!!!!!
د تاسو به دسنګر شازلمیانو سره دا ستر حمایت اوخواخوږي وي چې خپله فیصله بیرته واخلی.

سمسور

محترم اغاصاحب یقیناً وکړه ستاسې دې پریکړې په دغه حساسو شرائطو کې ډېر ودردولم نه د قطر کې په ماڼی کې د اوسیدو پیغور درکوم نه دسملاسی سنګر ته رابولم هلته ستاسې میشت کیدل هم دامارت ، یومصلحت اوداسلام مسلمانانو په ګټه بولم اوتاسې په مشری کې چې کومې دپام وړ لاسته راوړنې دې دهغه ټولو اجر دالله ج څخه درته غواړم خو محترمه مشره یوخوبایدپه دې پوه شو چې په قطر اوسلو ،اورامچی او …. ددومره باوقاره ژوند اوپه دومره لوړ شان سره په مجالسو کې ګډو ن والله که زما اوستادپوهې لیاقت له امله وي بلکی دا ټول… نور لوستل »

حافظ رحمت

السلام علیکم درنو مجاهدینو او دمجاهدینو خواخوږو ستاسو تر سپڅلی هدف قربان سم لږ څه فکر وکړی ایا ستاسو دغه کار چی دکفارو په رسنیو کی خپل اختلاف څرګندوی یا کفار خپل په منځنی اختلاف خبروی ایا د دی ګټه مسلمانانو ته رسږی که کفارو ته ایا تردی مو مرګ نه دی ښه چی الله موع په پرده کی مړه کی زما دعا داده هر څوک چی خپل دکور حال افشا کوی او کفار پری خوشحالیږی الله دی تباه او برباد کی په دی دنیا او په اخرت دواړو کی

جلال خان

سلامونه

طیب اغا یو پوه سړی ښکاری نو ددی امله به دده استفا د قران سنت سره اړخ ونه لږوی بلکی پدی حساس وخت کی باید دی د حق طرفداری وکړی

محمد

زما په نظر دا وخت د استعفا نه وو که لګ صبر یی کړی وای دا به ډیر ښه وه ځکه د اسلام دښمنان به دی نه ښه استفاده وکړی خدایه داسلام د دښمنانو ارمانونه پوره مکړی

جمال ناصر

د طیپ اغا صیب غوښتنې چې پیغام کې مو ولوستې ډېرې پرځای دي، واقعا دریځ او عزم یی د مرحوم امیر المؤمنین په څیر ښکاري. او د ستاینې وړ دی. خو کاش چې خبره د ده استعفاء ته نه وي رسېدلی. ځکه دا به یی د حل لار نه وه. همدا د اغا صیب هلې ځلې او سیاسي دفتر و چې د امارت خپلواکي یی ثابت کړه. او پردیو د امارت استقلال ثابت شو خو متاسفانه د ملا صیب د وفات څخه وروسته داسې پيښې رامنځته شوې چې تولې پخوانۍ لاسته راوړنې ورسره له منځه تللی شي. اوس د حل… نور لوستل »

عبدالله

زه فقط دومره وايم چا چې د ملا عمر لپاره جهاد کړی وي نور يې جهاد ختم دی ځکه چې هغه وفات شوی دی او چا چې د الله تعالی لپاره جهاد کړی وي نور جهاد روان دی او د قيامت تر ورځې به روان وي په نورو نسلونو کې به هم روان وي .

حلیمه .... عمری

که یوازی د طیب اغا استعفی وی په بلا د پسی شی
او که د مرحوم امیرالمومینین. ټوله کورنۍ او د د خاص ملګری اکثره ناراضه وی بیا سوچ پکار ده چی تاسو دوی هم نکړی خپل د امارت او ملت زړه به څه ووایم?
د امیرالمومینین رحمت الله د کور د ښخینوو خاطر وکړی ستاسو لپاره یی څومره قربانۍ ورکړی ایا نن یی ستاسو سره یوازنۍ ورور او زوی نه ځایږی نور ویاړونه به یی څنګه وساتی

طالب الدین

زما چې څومره معلومات دي د امارت نوی مشرتابه د ملاصاحب له زوی او ورور سره هیڅ مشکل نلري، د ملاصاحب زوی ته یي د مرکزي نظامي کمیسیون مشري او ورو رته یي د دعوت او ارشاد کمیسیون مشري وړاندې کړېده خو هغوی د امارت شوق لري نوځکه بیعت نه کوي خو صراحتا مخالفت هم نه کوي، اهل الحل والعقد شورا ددوی په نسبت منصور صاحب د امارت له پاره وړ بللی،ځکه د ملاصاحب یو مخ کشر دی او دومره لوی صف په دې حالاتو کې نه شي رهبري کولای او ورور یي نااهله دی ان شاء الله دا اختلاف… نور لوستل »

شهاب

یوه مشوره : شه به داوه چه محترم طیب آغا مخکی لدی چه استعفی یی ورکری وی کوشش یی باید کری وای چه پدی مشکل او دامتحان په وخت کی یی د ورونو تر منز د یووالی او اتحاد لپاره گام اوچت کری وه . او هغه ورونه چه خوابدی او یا هم گیله من دی د هغوی او نورو تر منز یی د ثالث بالخیر په توگه کار کریوه تر سو خدای مکره ددی اوژده سفر لاسته راورنی د شخصی غو شتنو شکار نشی . کوشش باید وشی چه دا منظم او واحد صف چه فکر کوم دافغانستان په… نور لوستل »

حاجی ابراهیم

ورونو ! استعفاء خو یی وکړه، اوس باید مونږ تاسو د حل لار په اړه امارت ته مشوره ورکړو، چې ډ حل لار یی څه ده؟ زما په فکر د حل لار یی دا ده چې د امارت نوی زعیم امیر اختر محمد منصور (حفظه الله) او د اسلامی امارت رهبري شورا د نوموړي استعفاء قبوله نه کړي، او ژر تر ژره یی د ستونزې د حل کولو په غرض عاجله غونډه وکړي او اغا صیب ته قناعت ورکړي. ترڅو بیرته په خپل دنده پیل وکړي. که چیرې دغه مشکل د خبرو له لیارې حل شو نو د اسلام او… نور لوستل »

Sayed Mohammad Momand

رښتیا چی د ړندو امارت ۲ کاله مخکی ملا عمر مړ شوی یا وژل شوی د خپل ساتونکی په واسطه او دوی اوس خبر شول هاهاهاهاه ډیر د شرم ځای دی

مخلص مجاهد

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ زه هم په خپل نوبت سره د خپل ملنګ مشر او عاجز قائد، ((…چې ما هم څو کاله د هغه محترم په امارت او رهبرۍ کې جهاد کړی او انشاء اللهُ تعالی چې په افغانستان د کې د صليبيانو تر ماتې او د اسلامي نظام تر راتلو پورې به دوام ورکوم…)) اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه د مړينې له امله د هغوی محترمې کورنۍ، وارثينو دوستانو، هم فکرانو، هم سنګرانو او د نړۍ په سطحه د هغوی ټولو خواخوږو ته د زړه له کومې د خواشينۍ مراتب وړاندې کوم. الله تبارک وتعالی… نور لوستل »

شیرعلی صافی

زما په اند که طالبان په یو واحد مشر لکه د لوی ملا صیب متفق نه وی د صف له پاشلو ښه به داوی چی یو شورایی نظام اختیار کړی

احمد

سمسور صاحب کور دی ودان ډیر ښکلی نظر دی وړاندی کړی ټولی خبری دی حق دی ستا پر ځای قسم کوم چی هیڅ دغرض سړی نه یی بلکه دایمان خاوند یی او دمسلمانانو او مجاهدینو خواخوږی یی او دیو ښکلی اوسپیڅلی ایمان خاوند یی په دین جهاد او وطن دی خوا بدیږی کور دی ودان کور دی ودان۰۰۰۰۰۰۰

A.Shuaib

که نور ملحوظات وي ، هغه جدا خبره ده ، مګر که دغه دلائل وي چې آغاصیب وړاندي کړي دي ؛ فکر کوم دا هیڅ قابل توجیه نه دي ، نه شرعاً ، نه قانوناً ، نه اخلاقاً او نه باید چې دا حساسو شرایطو کې یې د دښمن مټي غښتلي کړي وای. زه د هغه چا پر حال ډېر افسوس کوم چې دا یتیم نظام څوک د خپلو شخصي او سیاسي موخو قرباني کوي. په داسی حال کې چې ځانونه وفادار هم ګڼي. طبعاً ملاحظات هر څوک لري ، ترټولو زیاته ملاحظه چې درلوده ؛ هغه ملاعبدالقیوم ذاکر و… نور لوستل »

محمود

محترم اغا صاحب
دالله ج فه خاطردافه وینوچلیدلی کشتی فه نیمه لاره مه فریژدی چی دشمنان موخوشحاله شی

بشرمل

آفرین اوس نو چی ته پوه شوی چی طالبانو په بهر کی مشروټاکلو زه دا وایم چی ددوی ټولی شوراګانی په پاکستان کی دی لکه دکویټی شورا ، دپیښور شورا ، دکراچۍ شورا او داسی نور موږ خو تر اوسه نه دی اوریدلی چی دکندهارشورا …. نو له دی څخه په واضع ډول پوهیږو چی دطالبانو رنځیر دچا په لاس کی دی ښکاره چی د ISI په لاس کی دی هغه یی چی هری خواته استوی بیله کومی بهانی هغی خواته زغلی. نو زه ستا دغه کار ستایم او ته واقعا هغه څوک یی چی ښه اقدام دی وکړ په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مونږ هم غوشتل چه د اغه صاحب د استعفیی په اړه څه ولیکم ، تبصره راڅخه لږه اوږده شوه کیدی شی لیکنی ته یی واړوم نن صبا کی به زما لیکنه تر سره کړی د دی لیکنی تبصره کونکی دی خبر وی چه زما لیکنه ولولی او په اړه یی خبل مثمره نظریات ورکړی تر څو په دی واسطه که مونږ وکولای شو د اغا صاحب او د نورو مسلمانانو ورونو نظر که بدل کړی شو . ولی دومره به او س اغا صاحب ته ووایم ، چه ستا دا دوه نظرونه د منلو وړ څه چه نشنلستی دی ،… نور لوستل »

سعید

آغاصاحب مبارکه آفرین دې وي درباندې، نن دې د اسلام د دښمنانو د زړه ټاکې وچولې، او د زرګونو مجاهدینو، اسیرانو، یتیمانو او کونډو زړونه دې وداغل؟!!!
د مور شیدې دې شه، دې ته وایه توره!!!
اوس لطفا مهرباني وکړه د امارت له کوره ووځه، د امارت ټول امانتونه او اجناس تسلیم کړه، او زر ترزره سنګر ته ځان رارسوه تر څو چې ستا د فرمودې په اساس په سنګر کې زعیم وټاکو!!!

talha

عجیبه ده د سنګرطالبان،مجاهدین د فدایانو او شهیدانو کورنې، بندیان او ټول په دین غمجن شوی اولس د اسلامي امارت له نوي مشر سره بیعتونه کوي او ملاتړ اعلانوي،مګر هغه څو کسان چې په امارت کې یي په پښه اغزی ندی تللی بلکې ښه په کې ماړه شوي،اقتصاد یي وده کړې و تجارتونو او موټرو خاوندان شوي چې زه یي دلته د نومونو ذکر ته ضرورت نه وینم هغوی ګیله من دي او خپل امتیاز غواړي په مشرۍ کې آیا دوی په دې ګټو چې له امارته ورته رسیدلي قناعت نلري او د نورو امتیازاتو او پیسو غوښتونکي هم دي… نور لوستل »

حکمت الله عاصم

ګرانه مخلص مجاهده تاسی او ټولو ته سلامونه وړاندی کوم : دایو خیالی خوب دی چی اسلامی امارت به کامیاب شی دا خو یوه نه منونکی خبره ده او تاسی هم داسی فکر وکړی لکه بیله وسایلو آسمان ته ختل تاسی یواځي کولای شی چی بی ګناه افغانان دغم په ټغر کښینوی تاسی کولای شی چی یواځي افغان ماشومان له زده کړو بی برخی کړی تاسی یواځي کولای شی میندی بوری کړی او میرمنی کونډی کړی تاسی کولای شی یواځي دافغانانو دپرمختګ کاروان له ټولی نړی او سیمی څټ ته کړی تاسی یواځی کولای شی چی دسیمی داستخباراتو دلاس آله… نور لوستل »

A.Shuaib

عاصم ته …!
د امریکا غلام مرتد منافقه ! ته خو بیغمه کښینه . که په طالبانو کې دومره اختلافات راشي چې سره یو یو هم شي ، ستا د مرداریدلو لپاره پکي خلک شته ،،، اول به تا او ستا په شان منافقین ګوډاګیان مرداروو بیا به خپل اختلافات پر مخ وړو .

مخلص مجاهد

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ

عاصم خانه له تاسو سره زه د هېڅ نوعه بحث وخت او حوصله نه لرم، خو دومره درته ويل لازمه بولم، چې دا د مؤحدينو، مخلصينو، مؤمنينو، مجاهدينو او د بااحساسه پر دين او وطن مينو، د الله تعالی د رښتينو او واقعي بندګانو ((بنډار)) دی، تاسو په کې لکه د شړومبو مچ له کومه ځايه راولوېدئ…؟!!

سعید

خبر دار!!! خبردار!!! خبردار!!!

قال الله القهار الجبار:
(وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ)

وعن ابن عباس – رضي الله عنهما – أنه قال :قال رسول الله :(إن الله لا يجمع أمتي على ضلالة ، ويد الله مع الجماعة ، ومن شذ شذ إلى النار)،

وقال: (عليكم بالجماعة وإياكم والفرقة، فإن الشيطان مع الواحد، وهو من الاثنين أبعد.)

وقال: (فإذا رأيتم اختلافا فعليكم بالسواد الأعظم)

جمیل انوري

داچې دوه کاله مخکې امیرالمؤمنین رحمه الله وفات شوی ، او دهغه ځای ناستي ملااخترمحمدمنصور صاحب یې چاري پرمخ بیولی ، څومره لاس ته راوړني یې درلودلی دي ، امارت څومره ترقي وکړه ، ګڼ شمېر سیمي فتح شوي ، نوکه دملاصاحب مرګ ښکاره شوی وای ، یوخوبه په همهغه ورځ هم دغه خودپرستو خلکو چې له خدایه یې همدا موقع غوښته همدغه اختلافونو ته زور ورکړی وای اونن به امارت ټوټه ټوټه وای ، خوداهم دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله یوکرامت ؤ ، اوبل به کیدای شي په هغه وخت کې کفارو دامیرالمؤمنین رحمه الله دمړي ترلاسه کولو پسي هم… نور لوستل »

طارق بدر

السلام علیکم د طیب اغا له لوري په اوس وخت کې دا نادره ډرامه دا په ډاګه کوي چې یا دا سړی مریض دی یا هم د پردیو استخباراتو ښکار؛ تاسې يې دې زورور منطق ته وګورئ چې په بهر کې د مشر ټاکنه تاریخی اشتباه بولي خو بیا وايي چې دی نه له چا سره مخالف او نه موافق دی، دی لکه ازادي راډیو خبل ټول مخاطبین ورته تر ځان ناپوهان ښکاري، چې تاریخی اشتباه يې ګڼې نو خامخا يې باید مخالفت وکړي کنه ته هم په دې اشتباه کې شریک يې، دې کې د مخالف او موافق تبصرې… نور لوستل »

عبدالواسع

کارونه الاهي دي خو اغا صاحب بايد پر خپل استفا دسره غوروکړي داسلامي امت داتفاق په هېله.

سمیع الحق توفان

طیب آغا رب دې په همداسې یوه ورځ او ځای کې وشرموه لکه زمونږ د اسلامي مشران او مجاهدین چې په خپلو درواغجنو او له مکره ډکو تبلیغاتو د تورمخي دښمن په وړاندې وشرمول، طیب آغا کور دې وران او ټول عمر دې لکه آغاجان غوندې سرګردان غواړم الله دې تباه کړه، مخ کې ورک شه،
همدا اوس مې چې خپل یتیمان وریرونه او اسیران ملګري سترګو ته راولم او ستا ناځواني نور بې اختیاره مې له خو درته ښېراوې اوزي
کرغیړن مخ دې ورک شه، ښه شوه، چې…….بس نوربه څه نه وایم
الله دې ستا سره معامله وکړي

AHMAD KAHAN

كان من الأفصل للسيد طيب أغا أن يؤجل إعلان استقالته في هذه المرحلة الحساسة من الزمن إلى وقت لاحق وإلى حين تهدأ الأوضاع السياسية نسبياً وليس من مصلحة البلاد الإعلان في هذه الفترة.
أحمد خان

حنیف

اغا صیب روژه نیولی وه په مرداریو یی ماته کره.

Back to top button
86
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx