غزني: عسکرو د ملامحمدعمر د فاتحې پر ګډونوالو وسله وال بريد کې ۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمری ۱۲ مه، ۱۳۹۴ل) : له غزني ولايت نه د ترلاسه شويو راپورنو له مخې دولتي عسکرو په هغې غونډې وسله وال بريد کړی چې ګڼ خلک ورته د ملامحمد عمر مجاهد د فاتحې اخيستلو لپاره راغونډ شوي وو.

دغه غونډه د ياد ولايت مرکز ته نژدې په قره باغی سمه کې ترتيب شوې وه.
د غزني ولايت د والي مرستيال محمد علي احمدي رسنیو ته پېښه تایيد کړې او ويلي يې دي چې غونډې ته په عامو خلکو سربېره ګڼ طالبان هم راغلي وو تر څو د غونډې امنيت ونيسي.

د دې وسله وال بريد له امله د غونډې بهير ګډوډ شوی او خلک ترې په يوه او بله تللي.
پر غونډه د وسله وال بريد له امله ۵ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
احمدي ادعا کوي وژل شوي خلک ټول طالبان دي خو تر اوسه پوري دا خبره د طالبانو رسمي ادرس نه ده تایيد کړې.

نن ورځ د ملي امنيت ادارې د رسنيو له لاري او په خپل رسمي ادرس يو دستور خپور کړ چې پکې ويل شوي و، د ملامحمدعمر مجاهد نمانځنه، له هغه سره خواخوږي ښودل دي چې بايد خلک له دې کار ډډه وکړي.

په دستور کې عسکرو ته لارښوونه شوې وه چې د داسي مراسمو د ترسره کېدو مخنيوی وکړي او ورته ويل شوي و چې دغسي غونډې د دوی لپاره «مشروع نظامي هدفونه» دي چې دوی يې بايد په چټکه، هراړخيزه او قاطعانه توګه مخه ونيسي.

له دې وړاندي دولت ويره ښکاره کړې وه چې ښايي د فاتحه خواني مراسمو غونډي د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر سره د بيعت په غونډو بدلي شي.

د هيواد په بيلابيلو هغو ولاياتو او ولسواليو کې چې طالبان يې په ډيره برخه حاکم دي، ګڼي داسي غونډي شوي چې د فاتحې او قرآن کريم په ختم سربېره پکې د طالبانو له نوي مشر سره بيعتونه هم شوي.

دغسي غونډي د ملامحمدعمر مجاهد د وفات د تایيد له ورځې تر اوسه پوري رواني دي چې زيات عام خلک هم پکې ګډون کوي او طالبان يې په خپل رسمي ويب سايټ انځورونه او غږيز راپورونه خپروي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د