د روژې مبارکه میاشت

د روژې قاتلین، او د حرامو خوړو پانګه

مولوي محمدیار (وردګ)

څوک چې د روژې ، تهجد ، او تراویح عبادتونو د قبلیدو شرائط پوره نکړي نو د اجر او ثواب زیرمه به خالي پاتي شي ، لکه څوک چې روژه مات او پشلمی خپله ګیډه له حرامو خوړو او اوبو څخه ډکه کړي ، یا یې په تن باندي د حرام مال جامې وي ، یا یې د نورو مسلمانانو غیبت ته بډي وهلي وي ، یا دغصب په زمکه کې لمونځ اداء کوي ، یا یې خپله اندامونه له حرامو څخه نه راګرځوي ، دا ټول هغه اعمال دي چې د مسلمان عبادات وژني د عبادت معنویات او روح لمنځه وړي لکه څه راز چې انسان په روح باندي ژوند کوي او اثار پرې مرتب وي همغه شان عبادت هم ځانګړې روح لري اجر ثواب پرې مرتب وي ،

وژل شوي قتل شوي عبادات د الله په وړاندي د قبلیدو وړتیا نلري الله په ناقصو او بې روحه اعمالو ثواب نه ورکوي ، الله دي نجات تر راکړي څوک چې د خپلو عباداتو قاتلین وي یوازي لوږه ، تنده او بې خوبي به پرې تیره شي هیڅ د اجر او ثواب پانګه به ترلاسه نکړي .

الله جل جلاله فرمایلي دي { … وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (۱۲) } الحجرات .

ژباړه : له تاسي نه دي څوک دچا غیبت نه کوي ، ایا په تاسي کې داسي څوک شته چې د خپل مړه ورور غوښي خوړل خوښ کړي ، ګورﺉ تاسي پخپله هم له دینه کرکه ( نفرت ) کوﺉ ، له الله نه وویریږﺉ الله ډیر ښه توبه قبلونکی اوخورا په لوړه کچه مهربان دی .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : رُبَّ صَائِمٍ حَظُّهُ مِنْ صِيَامِهِ الْجُوعُ وَالْعَطَشُ ، ورُبَّ قَائِمٍ حَظُّهُ مِنْ قِيَامِهِ السَّهَرُ ” . شرح السنة للبغوي , ورواه صحيح ابن خزيمة , قال الأعظمي : إسناده صحيح . ومسند ابي يعلي , قال حسين سليم أسد : إسناده صحيح . ورواه مسند احمد بن حنبل , تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده جيد . و سنن ابن ماجة , قال الشيخ الألباني : حسن صحيح .

ژباړه : حضرت ابو هریره رضی الله عنه وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د ځینې کسانو له روژې څخه تر لاسه شوي پانګه یوازي تنده او لوږه زغمل وي ، او د ځینې کسانو د شپې له عبادت څخه ترلاسه شوي پانګه یوازي بې خوبي وي .

ددې مطلب دادی چې د روژې ، تهجد ، او تراویح عبادتونو د قبلیدو شرائط د الله جل جلاله په وړاندي پوره نه وي ، لکه څوک چې روژه مات او پشلمی خپله ګیډه له حرامو خوړو او اوبو څخه ډکه وي ، یا یې په تن باندي د حرام مال جامې وي ، یا یې د نورو مسلمانانو غیبت ته بډي وهلي وي ، یا دغصب په زمکه کې لمونځ اداء کوي ، یا یې خپله اندامونه له حرامو نه وي راګرځولي ، خو دا ټول هغه اعمال دي چې د مسلمان عبادات لمنځه وړي د الله جل جلاله په وړاندي د قبلیدو وړتیا نلري نو ځکه الله جل جلاله په داسي ناقصو اعمالو ثواب نه ورکوي ، الله دي نجات تر راکړي یوازي لوږه ، تنده او بې خوبي پرې تیره شي هیڅ د اجر او ثواب پانګه ترلاسه نکړي .

عَنْ عُبَيْدٍ مَوْلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: أَنَّ امْرَأَتَيْنِ صَامَتَا، وَأَنَّ رَجُلا قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ هَاهُنَا امْرَأَتَيْنِ قَدْ صَامَتَا، وَإِنَّهُمَا قَدْ كَادَتَا أَنْ تَمُوتَا مِنَ الْعَطَشِ، فَأَعْرَضَ عَنْهُ أَوْ سَكَتَ، ثُمَّ عَادَ، وَأُرَاهُ قَالَ: بِالْهَاجِرَةِ. قَالَ: يَا نَبِىَّ اللَّهِ، إِنَّهُمَا وَاللَّهِ قَدْ مَاتَتَا أَوْ كَادَتَا أَنْ تَمُوتَا، قَالَ: “ادْعُهُمَا. قَالَ: فَجَاءَتَا، قَالَ: فَجِىءَ بِقَدَحٍ أَوْ عُسٍّ، فَقَالَ لإِحْدَاهُمَا: “قِيئِى، فَقَاءَتْ قَيْحًا أَوْ دَمًا وَصَدِيدًا وَلَحْمًا، حَتَّى قَاءَتْ نِصْفَ الْقَدَحِ، ثُمَّ قَالَ للأُخْرَى: “قِيئِى، فَقَاءَتْ مِنْ قَيْحٍ وَدَمٍ وَصَدِيدٍ وَلَحْمٍ عَبِيطٍ وَغَيْرِهِ، حَتَّى مَلأَتِ الْقَدَحَ، ثُمَّ قَالَ: “إِنَّ هَاتَيْنِ صَامَتَا عَمَّا أَحَلَّ اللَّهُ، وَأَفْطَرَتَا عَلَى مَا حَرَّمَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْهِمَا، جَلَسَتْ إِحْدَاهُمَا إِلَى الأُخْرَى، فَجَعَلَتَا يَأْكُلانِ لُحُومَ النَّاسِ. رواه غاية المقصد فى زوائد المسند ، ورواه ايضا مسند احمد ابن حنبل ، وشعب الايمان للبيهقی وغيرهم .

ژباړه : د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري ازاد شوي مریي حضرت عبید رضی الله عنه وویل : د وو ښځو روژه نیولې وه ، یو سړﺉ راغی وې ویل : یا رسول الله دلته دوې ښځي دي روژه یې ده د ډیري تندي له امله مرګي حاله دي ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم هیڅ ځواب ورنکړ ، فکر کوم غرمه مهال دا سړﺉ دویم ځل راغی ، پیغمبر علیه السلام ته یې وویل : اې دخدای پیغمبره په خدای سوګند هغه دوې ښځي د مرګ تر سرحده رسیدلې دي ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم دواړي ښځي را وغوښتې چې حاضري شوې ، نو لویه کاسه یې راوغوښته ، دې یوې ته وویل : په دې کاسه قئ ووهه هغې چې قئ وواهه نیمه کاسه یې له ژوو، وینو، ژړوابو او دغوښي له ټوټو څخه ډکه کړه ، بیا یې دې بلي ته وویل : قئ ووهه هغې هم همغسي مواد قئ کړل کاسه ترې ډګه شوه ، وروسته پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دې دوو ښځو دخدای له حلالو خوړو څخه خولې تړلې وي ، او حراموته یې خولې خلاصي کړې وې ، دوی دواړي ناستي وې یوبل ته یې خواله کول د انسانانو غوښي یې خوړلې .

له دې حدیث څخه د غيبت هويت څرګند شو چې غیبت د مسلمان د عیبونو لټون دی ، د خدای جل جلاله او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وینا چې غیبت دخدای په وړاندي د انسان د غوښو خوراک دی ، لکه څرنګ چې یو انسان د خپل مړه ورور د غوښو له خوړلو نفرت کوي باید په هغومره واټن باید له غیبت څخه په عامه توګه پرهیز وشي او خصوصا ددې مبارکي میاشتي په اوږدوکې خو باید هرمسلمان ترې سخته ډډه وکړي ، ځکه له یوې خوا څومره لویه ګناه ده ، او بلي خوا د روژې ټول اجرونه او ثوابونه بېخي لمنځه وړي ، نو هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره شوه که څوک له دې ناوړه عمل څخه لاس په سر نشي خدای مکړه دروژې او عباداتو پانګه به یوازي لوږه ، تنده او بې خوبي ورپاته شي ، نور به خالي لاس له مغفرته ، رحمته ، او ددوژخ د اور له ازادۍ څخه وځي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x