نظــر

د افغانانو سره د پاکستان او هند د حکومتونو جفاوي

ليکوال:  عبدالمالک همت

د لوى څښتن په ښکلي او سپېڅلي نامه

لکه چي پوهيږو زموږ ګران هيواد او ورسره سم زموږ پتمن خلک او زموږ سپېڅلى دين، فرهنګ او ملي او تاريخي وياړونه او ارزښتونه ټول له دې اووه دېروشو کالو را په دې خوا د پردو غليمانو د ډول ډول تېريو، ناځوانيو، ظلمونو، دښمنيو او دسيسو سره مخامخ دي.

روس، امريکا، ډېرو لوېديزو هيوادونو، ځينو عربي هيوادونو، هند، ايران او پاکستان هر يوه د خپلو ګټو او تايخي سوابقو په پام کي نيولو سره د خپل وس سره سم دې ځپلي ځيځېرلي او وروسته پاته هيواد ته د دښمنۍ، تمي او نورو شومو موخو لپاره د لاس وهني لاسونه راغځولي دي. دا لاس غځوني ځيني په پټه، ځيني په ښکاره او ځيني د باج غوښتني لپاره او په بې حيايۍ  دي.

په دې لړ کي يوشمېر هيوادونو زموږ پر ګران او ښکلي هيواد باندي مخامخ او ناځوانمردانه وسله وال تېرى کړى او دلته يې د اوږدې خونړۍ جګړې اورونه بل کړي او زموږ ډېر څه يې پکښـي را لولپه کړي دي. چي زموږ د هيواد په ګوټ ګوټ کي کنډوالې، کنډوکپرسړکونه او پلونه، هره خوا ويجاړ پراته ټانکونه، له قبرونو ډکي هديرې او ځاى ځاى د شهيدانو زيارتونه او نور د دې جګړې د ورانيو خواشينوونکي شواهد دي او په دې اړه ليکلو او شفاهي، آثارو او نکلونو خو زموږ د فرهنګ او تاريخ يوه ستره برخه جوړه کړې ده. دا جګړه هسي مازي په نامه او ساده جګړه نه ده، بلکي د روس سرو لښکرو، د امريکې نړۍ خورو وسله والو ځواکونو، ناټو او نورو د خپلو ټولو امکاناتو، وسلو او تجهيزاتو، پېلوټ لرونکو او بې پېلوټه الوتکو او نورو سره پر دې بې دفاع ولس نابرابره جګړه تپلې ده. دا واقعيتونه دي او د جګړې، تېري، نيواک او ډول ډول مظالموخطرناکي پايلي هم منځ ته راغلي، روغ رمټ او سالم مخ پر وده هيواد په دې اووه دېرشو کالو کي هر څه له لاسه ورکړه  او اوس داسي خوار او اسکېرلى سوى دى چي ستر ځواکونه لا څه کړې ايران او پاکستان غوندي په خپلو ستونزو او ناخوالو اخته او دال چپاتي والا هيوادونه لا ځانونو ته حق ورکوي چي په خپله برخه کي په دې هيواد کي مداخلې وکړي او له دې ونډۍ سوي هيواد او خلکو څخه خپل کسات او خپله ونډه واخلي.  په دې غوبل کي هند هم له ډېر پخوا څخه ورګډ دى او پتېيلې يې ده چي هندوان هم دلته د پاکستان سره په سيالي کي ترشا او بې ونډي پاته نه سي.

دلته موږ له ليري راغلو متجاوزينو او اشغالګرو او د ايراني اخوندانو پر لاسوهنو د اوس لپاره نه ږغيږو. په دې ليکنه کي موږ د دغو مشرکو هندوانو او د پنجاب د تورلينګيانو د لاسوهنو په باب څه لږڅرګندوني لرو.

لکه چي د پوهي او پام خاوندان پوهيږي دغه دوه هيوادونه زموږ د هيواد او خلکو سره د دښمنۍ ډېراوږده سوابق لري.

زموږ له هيواد څخه د قرآن کريم رڼا د هندوانو بتخانو ته رسېدلې، هلته سلطان محمود غزنوي د افغانانوپه توره سومنات فتح کړى، بتخانې يې ورويجاړي کړي او ډېر هندوان يې د اسلام په مبارک دين مشرف کړي دي، چي همدا اوسني پاکستانيان يې اولادونه دي.

هلته پښتنو ټولواکمنو او د جنګ او ننګ او پوهي او فرهنګ سړيو د پېړيو پېړيو لپاره واک چلولى، پوهه او فرهنګ يې خپور کړى او تاريخي نومونه او کارنامې يې پرې ايښي دي. هلته لوړدرشل احمدشاه بابا رحمة الله عليه د مرېټيانو او سيکانو له زړه بوږنوونکوظلمونو څخه د هندي او پښتو

ژبومسلمانانو د ژغورني لپاره د حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه په غوښتنه او بلنه په نره او مړانه وردانګلي، مرېټى يې وهلى او د ډيلي تاج او تخت يې خپل کړي او بيا يې نورو ته بخښلي دي. څوک چي په هند کي څه مهال وګرځي ورته جوته به سي چي هلته پښتنو پاچهانو او پوهانو څونه ډېر آثاراو وياړونه پرې ايښي دي.

له بده مرغه هندوان د افغانانو ښه نه مني، بلکي وايي سلطان محمود غزنوي او ورسره پښتنو زموږ بتان را مات کړل او زموږ شتنمۍ يې لوټ کړې. د لوړدرشل احمدشاه بابا په هکله وايي زموږ په لکونومرېټيان يې په جګړو کي را ووژل او هندي مسلمانان چي موږ بېرته په زوره هندوان کول را څخه وژغورل. که دى نه واى اوس به موږ ته د ا زموږ د سرطان دانه پاکستان او زموږ د سترګو اغزي مسلمانان نه واى. له دې امله دوى زموږ سره کينه اخيستې او دښمني راسره پالي. تاسي به اورېدلي وي چي دوى وايي : پټهان کا پوت گهړي مين اولياء ګهړي مين بهوت. (د پښتانه اولاد يوګړى اولياوي بل کړى شيطان). او بل متل يې دى : پټهان آگيا سب مرگيا. (پښتون راغى، ټول يې ووژل ).

او بيا هم له بده مرغه دغه زموږ ګاونډي مسلمان پاکستانيان چي زموږ پلرونو او نيکه ګانو دونه ښه هم ورسره کړي دي چي دا مسلماني يې ګرده زموږ د پلرو او نيکه ګانو د همت او غيرت له برکته ده او د دوى اولني مو د مرېټيانو له ځپلو، وهلو، ټکولو، بې ناموسه کولو او عام وژلو څخه ژغورلي دي او د زياتو نيکه ګان د پښتنو روزلي او چوپړيان دي  او له انګرېزانو څخه مو د دوى په ژغورنه او خپلواکي کي ډېره مرسته ورسره کړې ده، بياهم دوى نمک حرامي کوي، پخوا يې زياتره انګرېزانو ته زموږ جاسوسي کوله، بيا يې د پاکستان په جوړېدو سره د پولي د هاخوا پښتنو او دې خوا پښتنو سره ظلمونه او نامردۍ را اخيستي دي.

د پاکستان د رامنځ ته کېدو له پيله تر اوسه يې زموږ د خلکو پر ضد ډول ډول شوم اعمال تر سره کړي او تل يې زموږ د بدمرغۍ او ناآرامۍ موجبات برابر کړي دي. زموږ د هيواد د پږي(بدن) پر نيمه خوايې چي پخوا انګرېزانو راڅخه ګرځولې وه دوى خپله غاصبانه چاړه راکش کړې ده  او اوس چي پر موږ بدحالت راغلى دى، زموږ له دې بده حالته بده ګټه اخلي او زموږ پر ضد د متجاوزو کفارو سره ملګري سوي او چوپړ ورته وهي او پر دې سربېره هند او پاکستان دواړو په سيالي زموږ خاوري ته د دښمنۍ ، بدنيتۍ او لاسوهني ناولي لاسونه رااوږده کړي دي او هر يو زموږ څخه په خپله برخه کي خپله ونډه غواړي.

د تاثر او خواشينۍ ځاى دى چي زموږ حکومت او په طالبانو کي ځيني مشر وروڼه زموږ د دغو دښمنانو په اړه راڼه حقايق له پامه غورځوي او سره د دې چي همدا اوس د دوى ډول ډول ناکردې او نادودي د سر په سترګو ويني او دښمنانه دريځونه يې ښه ورته څرګند دي او پوهيږي چي  په ايران کي اهل سنت مسلمانان، په هند کي ټول مسلمانان او په پاکستان کي پښتانه د دغو درو هيوادونو د واکمنو له لاسه په ډول ډول کړاوونو اخته دي او په ډول ډول بخولو  کي لاس او پښې وهي، بيا هم سترګي پټوي، دوستي او پټی او ناروا اړیکي ورسره پالي او په لوى لاس د لاسوهنو موقع ورکوي.

نو د دې پايلي به داوي چي ګران افغانستان او د دې هيواد هر پتيالى او ننګيالى بچى به زموږ د ليرو او نژدو غليمانو د شومو موخو د پلي کېدو په پايله کي سره بېل او وېشلي وي، د نورو ډېرو ناکراريو، سختو ستونزو او کړاوونو، بې اتفاقيو، د ملي يووالي د مزي د شلېدو او په خپل هيواد کي د پرديتوب او اسکېرلتوب سره نور لاهم مخامخ وي او د دښمنانو به ښه زړونه په يخ سوي او هر يو به خپلو خپلو موخو ته رسېدلي وي.

نو چاره څه ده ؟ چاره داده چي موږ کوچني کوچني او سلقوي او د پردو په اشارو او ټونګونو او د اشغلګرو کفارو او د هغو د پلویانو په ګټه اختلافاتو ته هوا ورنه کړو. د نفس او انسي او جني شیطانانو غوښتني ونه منو . د خدای جل جلاله له قهر او غضبه وبېرېږو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سیرت او د منافقینو کړني مطالعه کړو او بیا د هغو له مخي خپل عملونه سم او سمبال کړو. د نړۍ د مسلمانانو بد حالت او زموږ  د هیواد د کونډو، رنډو او یتیمانو او بورو میندو حزین او ویرجن او زړه دردوونکی ژوند او د کفارو او د هغو د پلویانو خرمستیو او وحشیګریو ته وګورو او بیا که د رسول الله صلی الله علیه وسلم معصوم پیغمبرغوندي د ورځي اویا یا سل واره توبه نه سو کښلای یو وار خو په خپلو ګرېوانو کي وګورو او خدای ته رجوع وکړو او د ارواښاد ملامحمد عمر مجاهد رحمة الله علیه او نورو شهیدو اوژوندو اتلانو په پيروی د هغو غوندي ویاړلی او پاک پاکیزه ژوند اختیار کړو، بیابه ووینو چي د اختلاف او کفارو پر ژرنده د اوبو ورخوشي کولو او لږو او حقیرو مادي ګټو پر ځای د همت، مړاني، غیرت، مناعت نفس، جهاد اکبر او جهاد اصغر، مینه ناکۍ، ورور ګلوۍ او یو تر بل د جارېدو، د لوړ سر او ویاړ ژوند څونه خوند کوي او څونه هم د سړي طبیعت او هم اعصاب سم وي او څونه په مسلمانانو او ملګرو کي محبوب او قدرمن وي. په دې اړه نورو ډېرو خبرو او شرعي نصوصو راوړلو ته اړتیا نسته، موږ ټول حمد دي وي په دې ټولو خبرو پوهیږو، خو دونه به ووایم چي راځئ د احمد شاه بابا دا شعرونه خپل شعار وګرځوو:

ځان به ويښ کړو هري خوا ته
هري خواته رقيبان دي
يو په بل مو سره وژني
وايي خپل يو غليمان دي

که دا همت په ځانو کي ولرو او تر چور په تالان نه يو خوشاله نو خامخا به له دې حالته راوزو که نه خداى مکړه ټول به نه يو.

والسلام

ستاسو او ټولو افغانانو یو کوچنی او ګنهکار خواخوږی

عبدالمالک همت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x