fbpx

د امير المؤمنين له وفات وروسته.. پام د شهيدانو ارمانونه خاورې نه کړئ!!

لیکوال: مولوي عبدالحق حماد

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله

د اسلام تاريخ که له يوې خوا د سترو فتوحاتو، پر مختګونو او خوښيو ډک دی، بل پلو ته ډېرې ترخې پېښې او شېبې هم لري او د دغو ترخو پېښو تر ټولو سختې يې د مشرانو او اميرانو شهادتونه او مړينې دي، د مسلمانانو مور ام سلمه رضي الله عنها وايي:  موږ ته چې به هر ډول غم را پېښ شو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات غم به مو را ياد کړ؛ نو دا غم به راته سپک شو، ابن مسعود رضي الله عنه وايي: د عمر فاروق رضي الله عنه د شهادت په ورځ چې مسلمانان څومره غمجن وو داسې غم بيا ما هيڅکله ونه ليد.

خو د مشرانو له منځه تللو غم  يوازې د هغه د جدايي  او ترې وروسته د فتنې پېښېدلو د وېرې له امله وي؛ خو دغو مړينو  د تاريخ په اوږدو کې کله هم  د مسلمانانو موقف او فکري خوځښت نه دی درولی بلکې ډېر ځله  د مشرانو مړينې مسلمانان نور هم خپلو مسؤليتونو ته ځير کړي دي او له پخوا څخه يې ډېر يووالي ته رواداره کړي دي (دم الشهيد نور و نار).

د عاليقدر اميرالمؤمنين وفات  د اسلامي تاريخ يوه له سترو غميزو څخه ده، په روانو حساسو شېبو کې د نوموړي وفات د اسلامي امارت لپاره يوه نه جبرانېدونکې ضايعه ده چې تر ډېره به يې خلا ډکه نه شي، عاليقدر امير المؤمنين د معاصر تاريخ هغه څېره وه چې نه يوازې د افغانانو؛ بلکې د نړۍ په لرو بر کې د ډېری مسلمانانو په زړونو کې يې ځانګړی ځای درلود، کوم مقبوليت چې الله ورکړی و هغه يوازې د نوموړي د تقوی، عدالت، رحم او له الله جل جلاله سره د رښتينو اړيکو له امله و، ابوهريره رضي الله عنه روايت کړی وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: الله تعالی چې کله يو بنده سره مينه پيداشي جبرائل ته آواز وکړي چې الله تعالی له فلاني سره مينه ده ته هم ورسره مينه وساته؛ نو جبرائل ورسره مينه شي، بيا جبرائل په اسمان کې اعلان وکړي چې الله تعالی له فلاني سره مينه ده تاسو هم ورسره مينه وکړئ؛ نو نوموړی د اسمان په خلکو کې محبوب شي او د ځمکې په خلکو کې ورته قبوليت ورکړل شي.

دا چې د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله مړينه به د افغانستان پر روان مقاومت او جهادي بهير منفي اغېز ولري او که نه؟ دا خبره واضحه ده چې د نوموړي وفات يقينا ستره ضايعه ده او بل څوک به يې پوره ځای ونه نيسي؛ خو پر جهادي بهير به يې ځکه منفي اغېز  ډېر کم وي چې روان بهير د نوموړي لپاره نه و؛ بلکې دا مقاومت د يو الهي حکم پر بنسټ پيل شوی او تر هغو به روان وي  څو چې د الله پر ځمکه د الله نظام حاکم شوی نه وي.

خو د دې لپاره چې دښمن ته د درځ اچولو موکه په لاس ور نه شي او د سلګونو زره شهيدانو او د مسلمانانو ستر ارمان له خاورو سره خاورې نشي، بايد ټول مجاهدين له ځنډ پرته له ټاکل شوي زعيم  سره بيعت وکړي او يووالی وساتي، او که خدای مکړه څوک اختلاف وکړي او يا درځ اچولو ته لمن ووهي؛ نو په هېواد کې د اسلامي نظام د نه راتلو او شهيدانو سره د ستر خيانت مسؤليت به يې پر غاړه وي، ټول مشران دې د عاليقدر هغه وينا را ياده کړي چې د کندهار په يوه ستره غونډه کې يې علماوو ته وويل: که  دا (د امارت)کار خرابېدی د قيامت په ورځ به د الله په وړاندې زما لاس او ستاسو ګرېوان وي.

د اتفاق ارزښت

اتفاق د مسلمانانو د بريا او بقا ترټولو ستره ذريعه ده، قرآن کريم د مسلمانانو اتفاق او يووالی يو نعمت بللی دی او پر همدې يې ټينګار کړی دی او اختلاف يې د ناکامۍ او قوت له منځه تللو ذريعه بللې ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې ستاسو د چارو مسؤل وټاکل شي د هغه اطاعت او خواخوږي کوئ او له ډلبازۍ او  بې ځايه خبرو ځانونه وساتئ. (1)

بل حديث کې چې بخاري روايت کړی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( اسمعوا وأطيعوا وإن استعمل عليكم عبد حبشي كأن رأسه زبيبة ) ژباړه: واورئ او ومنئ که څه هم پرتاسو داسې حبشي غلام وټاکل شي چې سر يې د مميز د دانې په څېر (وړوکی) وي. (2)

يووالي په اړه د صحابه وو ويناوې

ابوبکر صديق رضي الله عنه وايي: ټول مسلمانان بايد پر يوه مشر راټول وي او ډېر مشران دې نه ټاکي، که داسې ونه شول؛ نو په ټولو چارو کې به اختلاف رامنځ ته شي، يو والی به له منځه ولاړشي اوخپل منځي جګړې به پيل شي، بيابه د اسلام لارښوونې ترپښو لاندې وي اوبدعات به پيل شي؛ نو داسې فتنې به راشي چې هيڅوک به يې مخه نشي ډب کولای.(3)

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: اې خلکو! داميراطاعت کوئ اويوموټی شئ! همدا هغه رسۍ ده چې خدای پاک يې دکلک نيولو امرکړی، کوم شئ چې داتفاق پروخت په نه زړه ترلاسه کوئ هغه له هغه شي نه غوره دی چې دبې اتفاقۍ پروخت يې په ډېره خوښۍ ترلاسه کوئ. (4)

علي بن ابي طالب رضي الله عنه وايي: دحق پرستو شمېرکه کم هم وي ډله يې اتفاق ګڼل کيږي او دباطل پرستو شمېرکه زيات هم وي؛ خوډله يې اختلاف ګڼل کيږي.(5)

د ابوبکر صديق رضي الله عنه پرخلافت دصحابه کرامو اتفاق :

حضرت عمر رضي الله عنه  وايي: دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  له وفات وروسته دصحابه کرامو کيسه داسې وه، چې يو صحابي راغی موږته يې وويل چې: په “سقيفه بنوساعده” کې انصارو راټول شوي دي غواړي سعدبن عباده رضي الله عنه  سره بيعت وکړي اوله پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وروسته هغه دمسلمانانو مشر وټاکي، په دې خبره موږ ووېرېدو چې هسې نه هغوی په اسلام کې کومه نوې خبره پيداکړي؛ نوزه، ابوبکرصديق رضي الله عنه  او ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه  ور روان شوو، په لاره کې دوه تنه انصار، عويم بن ساعده اومعن بن عدي رضي الله عنها  -چې ډېر ريښتوني صحابه وو- راسره مخ شول؛ نو پوښتنه يې رانه وکړه چې چيرې روان ياست؟ موږ ورته وويل: خبر شوي يو چې انصار غواړي په خپل سر دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  ځايناستی ټاکي، دواړو وويل: تاسو بېرته ستانه شئ ځکه چې ستاسو له مشورې اوخوښې پرته هغوی هيڅ کار نه کوي، موږ وويل: نه! يوځل ورځو، حضرت عمر رضي الله عنه  وايي: ما په زړه کې خبرې تيارولې او اراده مې وه چې هلته ورسيږو؛ نو يوه په زړه پورې وينا به کوم، چې ورسېدو ګورو سعدبن عباده رضي الله عنه  په کټ ناروغ پروت دی اوانصار ترې راتاو دي، موږ چې کښېناستو خباب بن منذر رضي الله عنه  دانصارو په استازيتوب وويل: اې قريشو! له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وروسته دهغه د ځايناستي په اړه زموږ رايه داده چې بايد يومشر دانصارو او بل دمهاجرو له خوا وټاکل شي او دا دمسلې ډېر غوره حل دی…، نوموړي چې خپله خبره پای ته ورسوله، ابوبکرصديق رضي الله عنه  وويل: ټول په خپلو ځايونوکښينئ! حضرت عمر رضي الله عنه  وايي: دغه وخت زه راوړاندې شوم غوښتل مې چې خپله وينا پيل کړم؛ خو ابوبکرصديق رضي الله عنه  راته وويل: عمره ته کښېنه ! زه کښيناستم او نوموړی ودرېد وينا يې پيل کړه.

له حمد اوثنا وروسته يې وويل: اې ددين مرستندويانو! اسلام چې تاسو ته کومه لوړه مرتبه او غوراوی درکړی دی، موږ له هغې څخه انکار نه کو او نه هم ستاسو حقونه ترپښو لاندې کوو؛ خو تاسو پوهيږئ چې قريش په عربو کې کوم مقام اوحيثيت لري، نور قومونه يې نه لري او نه هم عرب پر بل چا داسې راټوليږي څنګه چې پر قريشو راټوليږي؛ نو له همدې امله زموږ  پرېکړه داده چې قريش به اميران او تاسو به يې مرستيالان ياست
بيايې وويل: اې انصارو! له الله څخه وويريږئ او اسلام مه ټوټې کوئ او نه داسې شي چې تاسو په اسلام کې دنوي خبرې (اختلاف) بنسټ کيږئ، له همدې امله زه تاسو ته دوه کسان وړاندې کوم چې يو عمربن خطاب او بل ابوعبيده بن جراح دی، دا دواړه دپوره باور او اعتماد وړ خلک دي؛ نو چې هريو ستاسو خوښ وي هغه دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  ځای ناستی وټاکئ.

حضرت عمر رضي الله عنه  وايي: دحضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه  د وينا ټول توري زما دزړه خبرې وې؛ خو يوازې اخره خبره يې زما خوښه نه شوه او داځکه چې قسم دی! زه داخوښوم چې له کوم جرم پرته هسې بې څه ووژل شم بياراژوندی شم بياووژل شم او بياراژوندی شم؛ خو دابوبکرصديق رضي الله عنه  غوندې شخص په شتون کې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  خلافت منلو ته تيار نه وم؛ نو پاڅېدم او ومې ويل: اې انصارو! اې مسلمانانو! دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  له وفات وروسته دخلافت چارې بايد دهغه صلی الله عليه وسلم  هغه ملګري ته وسپارو چې خدای پاک يې په قرآنکريم کې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره يوځای نوم يادکړی دی: ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ (د دوو دوهم (کس) ؤ، هغه وخت چې دواړه په سمڅه کې وو) او هغه ابوبکرصديق رضي الله عنه  دی، نوموړی هغه څوک دی چې په نېکو کارونو کې ترهرچا وړاندې دی، بيامې غوښتل چې زه ابوبکرصديق رضي الله عنه  سره لومړی بيعت وکړم؛ خو يوانصاري راڅخه وړاندې شو او دابوبکرصديق رضي الله عنه  لاس يې ونيو او په همدې توګه ټولو مسلمانانو په يوه خوله نوموړی دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  ځای ناستی وټاکه او له سعدبن عباده رضي الله عنه  څخه پام واوښت. (6)

د امام د ټاکلو طريقه

فقهاوو د امام د ټاکلو لپاره درې لارې ټاکلي دي: ۱- بيعت. ۲- په ژوند کې ځايناستی ټاکل. ۳- برلاسی کېدل.

په دغو درې طريقو کې لومړنۍ يې ترټولو غوره ده او دوهمه هم جائز ده، البته دريمه لار که څه هم په شريعت کې ناسمه ده؛ خو که يو څوک د زور له لارې واکمنۍ ته ورسېږي د اختلاف د مخنيوي په خاطر يې اطاعت  واجب دی.

د اسلامي امارت د نوي زعيم ټاکنه

د اسلامي امارت نوی زعيم د بيعت له لارې ټاکل شوی او دا بيعت د ګڼ شمېر علماوو او مخورو له خوا شوی چې اهل الحل والعقد ورته ويلای شو، او که څوک ووايي چې د ټول هېواد له علماوو او مخورو څخه پوښتنه نه ده شوې؛ نو لومړی دا چې دا کار په اوسنيو شرائطو کې ممکن نه دی، دوهم دا چې که په لومړي سر کې څو تنه علماوو له نوموړي سره بيعت کړی وي؛ خو وروسته دا بيعت د هېواد نژدې ټولو ولايتونو ته وغځېد او يو لوی اکثريت  د هغو لومړنيو مشرانو بيعت تائيد او په يوه خوله يې له نوي مشر سره بيعتونه وکړل، د علامه ماوردي رحمه الله د کتاب (الاحکام السلطانية) محقق د ابوبکرصديق رضي الله عنه بيعت همداسې ګڼلی، نوموړی ليکي: د ابوبکرصديق رضي الله عنه خلافت په لومړنيو پنځو کسانو او د عثمان رضي الله عنه په شپږو کسانو منعقد نه و؛ بلکې د هغوی خلافت په هغه بيعت منعقد شو چې د دغو کسانو له بيعت وروسته عمومي مسلمانانو ورسره کړی و.(7)

وروستۍ خبره: اوس چې دښمن د مسلمانانو خلاف ډول ډول دسيسې او پلانونه په کار اچولي دي او د دغو پلانونو لومړنی هدف دا دی چې مسلمانان په څو ډلو ووېشي او بيا هره يوه له ځان سره وتړي؛ نو په داسې شرائطو کې بايد د مجاهدينو ټول مشران پر يوه امير راټول شي، اوس چې د عاليقدراميرالمؤمنين هغه ځای ناستی ټاکل شوی  چې د نوموړي په ژوند کې د هغه نائب و؛ نو ټول مشران بايد له هغه سره بيعت وکړي او دښمن پرې نږدي چې د مسلمانانو تر منځ درځ پيدا کړي، او که خدای مکړه د اختلافاتو له امله د جهاد روان بهير ټکنی شي؛ نو د سلګونو زره شهيدانو ارمانونه به خاورې او وبال به يې د همدې مشرانو پر غاړه وي.

————-
(1 ) مسند احمد رقم الحديث: 8361
(2) صحيح البخاري، رقم الحديث 652
(3) اخرجه البيهقي [في السنن الكبرى 8/145] (4) اخرجه ابونعيم في الحلية [9/249] (5) اخرجه العسكري كذافي الكنز[1/96] (6)عند ابن ابي شيبه [في المصنف: 14/563- 567] في حديث ابن عباس كذافي كنزالعمال[3/139] (7) الاحکام السلطانية، ص: ۲۵، تحقيق: احمد جاد.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرحمان
میلمه
عبدالرحمان

حماد صیب!په قلم دي برکت شه،الله دي د نورو ښو لیکنو توفیق درکړي .

کریم خان
میلمه
کریم خان

هر څه چې ولیکئ ستاسو په خیال به هغه سمه وي. نن په دنیا کي ټوله خپل ځان حق بولي او په ترڅ کي د خلکو وژل ځانونو ته روا کوي او هر څه يې چې زړه وغواړي هغه تر سره کوي. ما خو څوک و نه ليډل چې واقعا د خدای په لارباندی روان وي. هیڅ اسلامی پايله له دغو خوځښتونو بلاس ته نه ده راغلې مګر دخلکو وژل و در سولی له منځ وړل او در آبدیو ویجاوړول. داسی ووایاست کومه مثبته پایله د طالبانو له کارونو او په اصطلاح سره د هغوئ د جهاد څخه خلکو ته… نور لوستل »