خبرتیاوی او پیغامونهنظــر

د سولې مخ مه نیسی !!!! د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز / هلمند

د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز خبرپاڼه – هلمند /

په هلمند کي قومي مشرانو ، دیني عالمانو ، مدني فعالینو او ځوانانو دیوې لویې غونډي پرمهال دسولي دپروسې ملاتړ وکړ او د دولت پروسله والو مخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي په اړه را پیل سو خبرو ته ادامه ورکړي .
دروان کال د زمري میاشتي په ۱۲ نېټه دمدني ټولنو دهمږغۍ مرکز په تالار کي دهلمند ولایت سلګونو دیني عالمانو ، مدني فعالینو او ځوانانو دیوې لویې جوړي سوي غونډي پر مهال دسولي درواني پروسې ملاتړ وکړ، پردولت ، او د دولت پر وسله والو مخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي راپیل سوي خبري ونه دروي او ورته ادامه ورکړي .

نوموړو د خپلو څرګندونو پر مهال په هیواد کي د نوي رامنځته سوي ادارې په نوښت دسولي پیل سوي خبري د وسله والو طالبانو سره اغیزمني او هیله درلودونکي وبللې او زیاته یې کړه چي افغانان کلونه کلونه دجګړې د اور په لمبو کي سوځي ، له جنګه ستړي سوي او نور سوله غواړي . helmand_sola_ghonda1

ددوی په وینا کله چي دوسله والو طالبانو دمشر ملامحمد عمر د مرګ راپور خپور سو او د سولي په خبرو کي ځنډ راغی نو په همدې اساس د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور څخه غوښتنه کوي چي دسولي خبرو ته دوام او نور په دې هیواد کي پر افغانانو تحمیل سوی جګړې ته دپای ټکی کښیږدي .

د غونډي د پیل وینا د مدني ټولنو د همږغی د مرکز د مشر فرهاد داوري لخوا وړاندي سوه . د نورو ویناوال تر څنګ مدني فعال او د پوهنتون استاد بریالي هلمند په خپلو خبرو کي وویل چي د ډاکټر نجیب الله په وخت کي او بیا د مجاهدینو په دوره کي د سولي ۵ تړونونه او پروسې ځکه بریالی نه وي چي ټولي غاړي پکي ښکیل نه وي ، نو اوس مو له دولت او نورو ښکیلو غاړو څخه هیله داده چي ټول اړخونه باید پدي پروسه کي ونډه واخلي تر څو د تیر غلطۍ بیا تکرار نکړو . په غونډه کي لاندي ویناوالو پخپل وار سره خبري وکړي او د سولي د پروسې پر پیل او اهمیت باندي یې خپر نظرونه وړاندي کړي :

د ولایتی شورا غړي الحاج  مجید اخندزاده
د اطلاعاتو او فرهنک مرستیال   فرید احمد فرهنک
د سولي د دارالانشا ریس انجنیر محمد داود فرهنک
دیني عالم شیخ تقدسي
مولي مهردل
د افغان ملت ګوند ولایتي مشر رشید ناصري
قومي مشر علیشاه خان
قومي مشر سنګینوال

دغه دیني عالمانو ، قومي مشرانو اوځوانانو په یوه خوله په هیواد کي پر سیاسینو، دیني عالمانو اومخورو ږغ وکړ چي نور جګړه دحل لاره نه ده اوباید ټول هیوادوال په ګډه سولي ته لبیک اوهرکلی ووایې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x