شهید او شهادت ( اوه ویشتمه برخه )

ليكوال: م. محمد نعيم

په قرآن کریم کې په ګڼو آیتونو کې د شهیدانو غوره والی، لوړوالی په ګڼو بڼو یاد شوی، خو د ( شهداء ) ډاګیز ټکی یوازې په همدې دوه ځایو کې راغلی، په نورو ځایو کې د الله په لاره کې د وژل شویو کسانو په نامه یاد شوي، کېدای شي په دې کې حکمت د شهیدانو ددرجو لوړوالي، ځانګړتیا او غوره والي ته اشاره وي؛ دوی د الله جل جلاله له نوم او لارې سره ددې لپاره یو ځای یادېږي، چې ګواکي دوی د الله جل جلاله د لارې ځانګړي سرتیري دي، داسې چې د الله جل جلاله لپاره تر خپلو سرونو تېر شوي او دا د دوی د تکریم او عزت لپاره. په رښتیا چې دا یوه لویه ځانګړنه او ستره لورېینه ده، لوی عزت دی، یو ډول خلکو ته ور په یادول دي چې دا کسان څومره ښاغلي او ویاړلي دي؛ ځکه د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي.

شهیدان ژوندي دي مړه نه دي:

شهیدان ژوندي دي، مړه نه دي، دا یو حقیقت دی، د بشر خبره نه ده، د مخلوق خبره نه ده، د خالق خبره ده، د الله جل جلاله خبره ده، الله جل جلاله په خپل پاک او سپيڅلي معجز کلام کې مسلمانانو ته څرګند حکم کړی چې هغو کسانو ته مړه مه وايئ چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي، ځکه دوی ژوندي دي، دا چې څه ډول ژوندي دي په دې انسانان نه پوهېږي، انسانان د خپلو کمو او کمزورو وړتیاوو له امله ددې ژوند درک نشي کولی. الله جل جلاله په سورت البقرة کې په دې اړه داسې فرمايي: ( وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ (۱۵۴) ژباړه: او هغه چا ته چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي مړه مه وايئ، هغوی مړه نه، بلکې ژوندي دي، خو تاسو یې نشئ درک کولی.

ددې آیت کریمه په تفسیر کې د عربي نړۍ مشهور عالم عبد الرحمن بن ناصر بن السعدي په خپل تفسیر کې وايي: ( فوالله لو كان للإنسان ألف نفس، تذهب نفسا فنفسا في سبيل الله، لم يكن عظيما في جانب هذا الأجر العظيم، ولهذا لا يتمنى الشهداء بعدما عاينوا من ثواب الله وحسن جزائه إلا أن يردوا إلى الدنيا، حتى يقتلوا في سبيله مرة بعد مرة. )

ژباړه: قسم په الله که انسان زر روح ګانې ولري، او یوه په بله پسې د الله جل جلاله په لاره کې لاړې شي، ددې لوی اجر په وړاندې به لویه خبره نه وي؛ ځکه خو چې کله شهیدان د الله جل جلاله ثواب او غوره بدله ووینې، له دې پرته چې بېرته دنیا ته راوګرځول شي بل څه غواړي نه، تر څو بیا بیا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي.

امام ابراهیم بن عمر البقاعي په خپل مشهور تفسیر ( نظم الدرر في ترتیب الآیات و السور ) کې د امام الحرالي په حواله وايي: لکه الله جل جلاله چې له ټولو اړخونو له شهید نه هر ډول ناوړتوب او ناولتوب لیرې کړی، تر دې چې یوازې په خوله د مړه ویل یې هم وړ نه دي ورته ګڼلي؛ ځکه خو یې مومنانو ته حکم کړی چې مړه به نه ورته وايئ.

شهید سید قطب په خپل تفسیر ( في ظلال القرآن ) کې د نوموړي آیت په تفسیر کې د شهیدانو د ژوند په اړه وايي: شهیدان ژوندي دي، له همدې کبله غسل نه ور کول کېږي، او کفن نه ورته کېږي، مړي ته چې غسل ور کول د هغه دبدن د پاکوالي لپاره ور کول کېږي، خو دا چې شهید مړ نه دی، ژوندی دی، نو بدن یې خپله پاک دی، پاکوالي ته اړتیا نه لري، له همدې کبله غسل نه ور کول کېږي، همدا رنګه یې جامې هم نه ور بدلېږي؛ ځکه چې شهید ژوندی دی، مړ نه دی، کومې جامې یې چې د ځمکې په سر په تن وي، له همغو سره قبر ته ځي، ځکه چې مړ شوی نه دی، ژوند دی.

په رښتیا چې شهید سید قطب ښه معقوله او منطقي توجیه کړي، که مونږ خپل شاوخوا وګورو، هېڅوک له ژوندي انسان نه جامې نه وباسي، که څوک هڅه وکړي، خپله هغه انسان یې نه پرېږدي، بلکې تر خپل سر تېرېږي، خو څوک نه پرېږيدي چې جامې ترې وباسي، او نه هم څوک ژوندی انسان وینځي، بلکې هر انسان خپله ځان وینخي، خو کله چې مړ شي، بیا یې خلک وینځي، دا چې د شهید له وینځلو شریعت منع کړې، لامل یې لکه شهید سید قطب رحمه الله چې وايي کېدای شي دا وي چې شهید مړ نه دی، ژوندی نو ځکه باید ونه وینځل شي، لکه ژوندی انسان چې خلک نه وینځي، دغسې به شهید هم نه وینځي.

امام کاساني رحمه الله په ( بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع ) کې شهید ته د غسل نه ورکولو لامل داسې ښيي: ( وَبِهِ تَبَيَّنَ أَنَّ تَرْكَ غُسْلِ الشَّهِيدِ مِنْ بَابِ الْكَرَامَةِ لَهُ ، وَأَنَّ الشَّهَادَةَ جُعِلَتْ مَانِعَةً عَنْ حُلُولِ نَجَاسَةِ الْمَوْتِ ، كَمَا فِي شُهَدَاءِ أُحُدٍ ) ژباړه: په دې سره څرګنده شوه چې شهد ته غسل نه ور کول د کرامت له امله دي، او شهادت شهید ته د مرګ د پیلتۍ د ورتګ مخه نیسي، لکه د احد د شهیدانو. دا حقیقت دی چې شهید پاک دی، او مرګ یو ډول پلیتي ده؛ ځکه په دې اړه د قرآن کریم صریح نصوص راغلي، هغه عوارض چې د مرګ له امله نورو مړیو ته پېښېږي، شهید ته نه پښېږي، ځکه خو غسل نه ور کول کېږي، او جامې نه ترې ایستل کېږي.

کېدای شي همدا لامل وي چې د ځینو شهیدانو له بدنونو څخه خوشبويي ځي، چې دا د دوی د ژوند یوه بله نښه ګڼل کېدای شي؛ ځکه خوشبويي کارول اصلا دژوندیو کار دی، مړي خوشبويي نه کاروي. البته توپیر یې دا دی چې ژوندی د دنیا خوشبويي او په خپله یې کاروي، خو شهید ته بیا الله جل جلاله له غیبه داسې الهي خوشبويي ور په برخه کوي چې د انسان عقل او خیال یې تصور نشي کولی.

نور بیا…
م. محمد نعيم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د