نظــر

د سړک په غاړې عامو خلکو ته بمونه څوک ښخوي؟

secrets-of-the-cia-dokumentarمحترمو وروڼو! زمونږ یو کلیوال ځوان وو ډیر وخت به په جهادي فعالتونوکې له مونږ سره ښکته پورته کیده ځان یې تکړه مجاهد معرفي کاوه بله ورځ امریکایانو ونیوه نو دده له خلاصیدو وروسته زمونږ ټول ملګري یو په بل پسې ونیول شول. او زه بل ولایت ته لاړم نو بچ پاتې شوم له هغه وروسته زمونږ په کلي کې په عامو موټرو پسې دوې چاودنې وشوې او ټول دښځو او ماشومانو په ګدون شپاړس تنه شهید ا ن شول
ماته خپلو مشرانو په دې رابطه تلیفون وکړ ما دخفګان څرګندولو ترڅنګ ورته اوویل چې سیوا له مانه نور ټول ملګري په زندان کې دې هغه یوتن جاسوس شو او زه اوس دومره توان هم نه لرم چې ټول کارونه تنها وکړم

ځکه چې ټپي یم نو مشرانو راته اوویل خپل کلي ته لاړشه او تحقیق وکړه مونږ ته زر نازر معلومات راکړه کلې ته له راتګ سره سم کلیوالو راته اوویل چې له فلاني ځان وساته نو زه ورته ډیر متوجه شوم هره شپه مې دده دکور تر مخ پیره شروع کړه خو یوه ورځ مې له مشکوک جاسوس سره نا اشنا بم ولیده دا راته اوویل چې دا اوس نوي تکنالوژي راغلي ده ډیره قوي ده
خو ما هیڅ توجه ورنکړه او نه مې دفعالیت په اړه څه ورته اوویل. په دې شپه بیا پیره شوم دشپې لس بجې مشکوک جاسوس له کوره را اووته او دسرک په لور رهي شو دسرک په یوه څنده کې یې کار شروع کړ او مائن یې ځای پرځای کړ مایې ښه تماشه وکړه بیامې خپل امیر تلیفون وکړ چې داسې جریان مې ولید هغه اوویل دا نفر له هیڅ مجاهد سره رابطه او مشترک فعالیت نلري پرصبا دیو لرې کلې فلائنکوچ په همدې مائن والوزول شو او اوه تنه پکې شهیدان شول او داچاودنه هم دتیر په څیر پرطالبانو وتپل شوه له هغه وروسته دغه جاسوس پوخ کور جوړول پیل کړل خولا درې میاشتې نه وې پوره شوي دروان میلادي کال دویمه نیټه وه زه داحتیاط په وجه دیوکلیوال په باغ کې دشپې ویده وم چې دقدمونو تړپا پسې راویښ شوم ګرنیډ مې له چانټې راوایست کلاشینکوف مې لاس ته کړ خو ډیرپه تیزې دپښو دقدم غږ زما پرخو ارا نږدې کیده چې ومې لیده نو یو تن وه، کارمې پرې ونه لاره خو له شا نه مې تعقیب کړ چې بیا هماغه سرک ته ورسید او زر زر یې دمائن لپاره جر وا ایست کله یې چې مائن برابراوه نو وچاودید زه بیا دیو ملګرې کره لاړم او له هغه سره مې شپه وکړه او داجریان مې هم ورته اووايه نو ده راته اوویل چې دغه هلک دامریکایانو دا پروګرامونه تطبیقول سهارشو پولیسو دده د جسد خورې ورې ټوټې راټولې کړي دکالیو نښې او دجبیب سامان یې په بیله شاپر کې واچول دده پلارته یې خبر ورکړ چې راشي او جسد یوسي پلار او نور کلیوال یې ورغلل نو پلاریې ترینه منکر شو دټولو کلیوالو ترمخ یې د مرده هغه کارت ورته وښود چې ده ته د امریکایی استخباراتو لخوا ورته ورکول شوې وو. نو محترمو وروڼو دادسترګو لیدلې حال وو چې چې امریکا دخپلو جاسوسانو په توسط دمجاهد له وسلې نه په استفاده زمونږ عام افغانان په شهادت رسوي. او بیایې پر تالبانو ورتپي تاسې باور وکړئ چې ما خپله یوځل یو ماین ته دیارلس ورځې انتظار کړې دې خو نه مې غوښتل عام خلک اووژنو او اصلي ترهدف لاندې (امریکایان ) به نه راتلل.
ځینې افغان ډښمنان به راتلل خو بیا هم پدې هیله چې یرغلګرکافر باید دمائن خوراک شي. نه افغان ډوښمنان. خو دغو افغان ډښمنانو ته هم په کار دي چې زمونږ دهدف په وړاندې خنډ نشي.
د افغان تندر ورور څخه په مننه،

ګرانو وروڼو ددی موضوغ د څرنګوالي او تصدیق لپاره ستاسو خدمت ته هغه ویډیو وړاندی کوم په کوم  کې چې  د سي آئ اي په خوانۍ کارکونکۍ  یو  ښځه اقرار کوي چې د سي آئ اي سره د دنندی په مهال  ما داسی اسناد ترلاسه کړل چې په هغې د یو اسیایي هیواد په اړه داسی ذکر شوی وو چې په نوموړي هیواد کې دپول لاندی د چاودونکي مواد ځائ پر ځائ کړل  چې وروسته له چاودنۍ یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډیر شمیر نو خلک ووژل، دا ښځه زیاته وي چې کله ما د خپل ریئس څخه ددی پیښې په اړه پوښتنه وکړه نو هغه راته وویل چې دا د جنګ یو تاکتیک دی او په جنګ کې د بخت او طالع کار ورکوي یعني  دجنګ د یو جانب څخه بل ته اړولو کې خوره ګټه ور ثابتېږي..

 دا ښځه وایې چې کله ما دا هر څه ولیدل نو ما د ځان سره وویل چې نور زما لپاره په سي آئ ای کې د کار کول  بی مفهومه دي.
دا فلم تاسو دلته کتلې شی:

http://www.youtube.com/watch?v=eKkYVVInRnc
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x