افغانستانخبرونه

ملي امنیت د ملا محمد عمر د مړینې په تړاو د خواخوږۍ پر غونډو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې طالبانو رسماً ومنله چې د دوی مشر، ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې وفات شوی، په هېواد کې دننه او بهر یې د خواخوږۍ او غایبانه جنازو په موخه یو لړ غونډې ترسره شوې.
د ملا محمد عمر د وفات د خبر خپرېدو پر سبا په پلازمېنه کابل کې یو شمېر سیاسي فعالان د ملا محمد عمر روح ته د دعا په موخه یوه غونډه رابللې وه.
پر دې سربېره، د هېواد په ډېری لرو پرتو سیمو کې ولسي وګړو او طالبانو د ملا محمد عمر روح ته د دعا او خواخوږۍ مراسم ترسره کړل.
ملي امنیت ادارې ګواښ کړی، چې د ملا محمد عمر د مړینې له امله هر ډول د خواخوږي او دعا کولو غونډې د دوی د ځواکونو «مشروع هدفونه» دي.
د ملي امنیت ادارې ویاند، حسیب صدیقي ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x