افغانستانخبرونه

ملي امنیت ادعا کوي چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ يې د برید مخنیوی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ يې د یوه وسله وال برید مخنیوی کړی.
د ملي امنیت اداره وايي، چې داسې یوه څلور کسیزه ډله یې نیولې چې «طالبانو پورې تړاو» لري.
ملي امنیت د دغې ډلې د نښو په اړه لیکي: «هوډ یې درلود چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت او په کابل ښار کې د ایتلافي ځواکونو پر دوو مرکزونو بریدونه وکړي».
ملي امنیت ادعا کوي چې دغو کسانو ته د طالبانو له خوا د نومول شوي والي مرستیال، قاري اسحاق له لورې روزل شوي دي.
طالبانو تر دې مهاله د ملي امنیت د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
که دا خبر رښتیا وي، طالبانو د خپل مشر د وفات د خبر له خپرېدو وروسته دا په پلازمېنه کابل کې د سترې حملې طرحه جوړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x