افغانستان

د طالبانو د سختو ورځو دیپلومات څوک دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په ۲۰۰۱م کال کې د امریکایانو له بمبار وروسته چې د طالبانو حکومت نسکور شو، د دې ډلې مشران ځینې ووژل شول، ځینې بندیان او ځینې هم له عامه انظارو پټ شول. د طالبانو د پټ پټوني چلن په ۲۰۰۹م کال کې د ځوان طالب مرکچي، سید محمد طیب اغا له خوا په یوه منظم سیاسي بهیر بدل شو. طیب اغا وتوانېد چې یو ځل بیا د المانیانو په منځګړیتوب له امریکایانو سره خبرې وکړي او خپلې ډلې ته د قطر په خلیجي هېواد کې سیاسي دفتر پرانیزي.

د ۲۰۱۲ په جنورۍ کې قطر ته د طالبانو د سیاسي استازو د رسېدو خبر خپور شو، طیب اغا دغه وخت د نړیوالو رسنیو د سر ټکی شو.

د امریکايي خبریال انند ګوپال د څیړنو له مخې، طیب آغا په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وزیږدید. پلار یې، مولوي سدوزی، وتلی ديني لارښوود او په سیمه کې با نفوذه شخصیت و، او آن ملاعمر یې ‌ډیر درناوی درلود. طیب اغا دیني او عصري زده کړې يې کړي او پر ملي ژبو سر بېره په انګلیسي، عربي او اردو ژبو هم برلاسی دی.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد ویاند وټاکل شو. څه موده یې په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې هم دنده ترسره کړې. ویل کېږي دغه مهال له ځینو الماني دیپلوماتانو سره د طیب اغا پېژندګلوي شوې ده چې په ۲۰۰۹ کال کې دې پېژندګلوۍ په دیپلوماتیک لحاظ طالبانو ته ډېره ګټه وکړه.

په ۲۰۱۳م کال کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر رسماً پرانیستل شو. په پرانیستغونډه کې طیب اغا حضور نه درلود. مګر دفتر د وخت د افغان ولسمشر، حامد کرزي له توند مخالفت وروسته وتړل شو. خو طیب اغا د دفتر له تړل کېدو وروسته هم د طالبانو سرګردانه مرکچي پاتې شو. طیب اغا او د دفتر نورو غړو ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل او یو شمېر نړیوالو کانفرانسونو کې ګډون وکړ.

د طیب اغا په اړه ویل کېږي، چې د افغانستان په تړاو د پاکستان له لاسوهنې سره سخت مخالف دی. د ۲۰۱۴ کال په مۍ کې، پاکستان د کوټې په ښار کې د دغه طالب دیپلومات دوه وروڼه (یونس اغا او طاهر اغا) ونیول. داسې ویل کېدل چې پاکستان له طیب اغا څخه غوښتي چې یو ځل اسلام اباد ته سفر وکړي؛ خو د طالبانو د سختو ورځو مرکچي له دغه سفر څخه نټه وکړه.

نن سهار سید محمد طیب اغا د خپلې دندې پرېښودو خبر ورکړ. د استعفا لامل يې د ملا محمد عمر د وفات خبر پټ ساتل او له هېواده بهر د نوي مشر ټاکنه بللې ده. طیب اغا له هېواده بهر د مشر ټاکنه «تاریخي اشتباه» ګڼي.

تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو رهبري شورا به د طیب اغا استعفا ومني کنه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طالب الدین

د طالبانو د سختو ورځو ديپلومات هغه څوک دی چې ځان او خپله کورنۍ یې د امارت له اعتبار څخه په استفاده قطر ته ورسوله او په سخته ورځ یي امارت تنها پريښود
الله دې ورته عفوه وکړي

مولوی دیوبندي

ده طالبانوخواخوږی اومخلص نن معلومیږی چی څوک تشتی اوڅوک استقامت کوی دقطردفتردقربانیوثمره ده نه دطیب اغا طیب اول کال ولی نشوای کولای

حاجی احمد بدخشانی

کار نامه محترم برادر بزرگوار خود جناب سید محمد طیب آغا صاحب را به دیده قدر وعزت مینگرم از الله متعالی برای ایشان خدمت مزید در راستای رشد.توسعه وتر قی سیاسی ورسیدن به اهداف والای کاروان حق امارت اسلامی را تمنا دارم امید وارم از تجربه سیاسی که دارند از انعطاف پزیری بشتر کار گیرفته تا کشتی که هنوز صوب حرکتش در حال مهار شدن است را به ساحل رشد وفلاح هدایت نموده کما کان به بلکه بیشتر از پیش به کار های خردم مندانه خویش تلاش نموده تبلیغات دشمنان اسلام ووطن را مردانه وار خنثی نمایند تا همه مجاهدین… نور لوستل »

حلیمه .... عمری

طالب ټول وخت ثمرات په بل وړي نن هم داسي ښکاري چي د امارت د شهيدانو په وينو راغلي ګټه به وکيل احمد , ملا راق , ملا جليل , مادرسول , رحماني او د چالو باوړي د د يوبند مريدان سره جلا کوي عجيب قضاوت د د اميرالمومينين کورنۍ او د سسنګر ملګري نن تهديد او سپکي سپوري ورته ويل کيژي ړوند شي طالبه په دا چپک سر خلګ دي خطا باسي چي د ته خپل سياسي د فتر او د مرحوم امير کورنۍ ته اطمينان نشي ورکولاي ته به ملت ته څه اطمينان ورکي ستا په سپکو پيغورونو… نور لوستل »

حاجی احمد بدخشانی

امید است جمله تاشد را تصحیح نماید (تا باشد)

عبد الله مجاهد

د طیپ اغا صیب غوښتنې چې پیغام کې مو ولوستې ډېرې پرځای دي، واقعا دریځ او عزم یی د مرحوم امیر المؤمنین په څیر، څرګند او غښتلی ښکاري. او د ستاینې وړ دی. خو کاش چې خبره تر استعفاء نه وي رسېدلی. ځکه دا به یی د حل لار نه وه. همدا د اغا صیب هلې ځلې او سیاسي دفتر منډې تړلې وې و چې د امارت خپلواکي یی ثابته کړه. او له پردیو څخه يې د امارت استقلال ثابت کړ، خو متاسفانه د ملا صیب د وفات څخه وروسته داسې پيښې رامنځته شوې چې ټولې پخوانۍ لاسته راوړنې ورسره… نور لوستل »

قاري عبدالحبيب

د عاليقدر أ مير المؤمنين ملامحمدعمر مجاهد كورني اومجاهدينوته د تسليت پيغام أو الله دي امت مسلمة ته صبر جميل أونعم البدل وركي أو الله دي مجاهدين ته اتفاق نصيب كه

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x