نظــر

طالبان او پاکستان

taliban posing with weponپه عام ډول خلک طالبان له پاکستان سره په نېږدې اړیکو تورنوي، پاکستان دطالبانو کلک ملاتړی او نېږدې ملګری بولي، که څه هم چې په لومړي سر کې چې کله طالبان دسیاست په ډګر کې نوي را وټوکېدل له دوی سره دپاکستان دملاتړ اومرستې دخبرې نه منل لمر په دوه ګوتو پټول دي، هو دا هم باید ومنو چې له شمالي ټلوالې سره دروس، ایران په ځانګړي ډول تاجکستان پرېمانه او بې دریغه سخاوتمندانه مرستې هم دهېریدو نه دي، دتاجکستان کولاب خو دشمالیانو پلازمېینه و، مګر خلکو تر ننه پورې دا خبره یا هېره کړې ده او یا داسې انګيرې چې باید یوازې له طالبانو سره دې څوک مرستې نه کوي، ملاتړ یې دې نه کوي، نورو ته که ځانګړي ځانګړي کولابونه ورکول کېږي هم څه خبره نه ده!

 په دې کې شک کول چې پاکستان دطالبانو ملاتړی و فکر کوم یو رنګه مکابره ده، خو د تامل ځای دا دی چې کله امریکا له طالبانو سره ښکر په ښکر کېده نو له ټولو نه وړاندې او له بل هر چا نه زیات پاکستان دخپلو ملګرو په وهلو، ټکولو، وژلو، ځورولو، خرڅولو، زندانونو  ته اچولو کې پراخه او پخه ونډه واخیسته.

له امریکې سره یې داسې دژور اخلاص او خوږې مينې اظهار وکړ چې چا یې تصور هم نشو کولای، زه فکر کوم طالبانو به په خوب کې هم دا خبره نشوای منلې چې نېږدې حامي او پوخ ملاتړی پاکستان به یې یوه ورځې په دوه توتو خرڅوي، په هغه وخت کې په اسلام آباد کې دطالبانو له رسمي سفیر سره پاکستان داسې لوبه وکړه چې په ټول بشري تاریخ کې به چا نه وي کړې، یو څه چې باید وستایل شي له هغه وروسته دپاکستان په اړه د نوموړي سفیر دريځ دی، پاکستان چې کله هغه پر امریکایان وپلورلو له همغه ورځې ده هم پاکستان په ريښتنې معنی وپېژندلو، دا دي تر ننه پورې یې بیا دپاکستان لوري ته ور کتلي هم نه دي، بلکې وخت پر وخت په خپلو لیکنو کې دهغوی جنایتونه او وحشتونه را سپړي.

 پر طالبانو دامریکې له حملې نه وروسته داسې ښکاري لکه طالبان چې هم تر یو ځایه پاکستان پېژندلی وي، اوس ورته معلومه شوې وي چې پاکستان داسې یو بې شرمه او بې حیا پالیسي پر مخ وړي چې هېڅ انساني ارزښتونه او اخلاق یې نشي زغملی، پاکستان خپلو ظاهري او آني ګټو ته ګوري، په بله معنی له وخت او حالاتو سره سمه نڅا کوي، نه خپل پېژني نه پردی، نه دوست پېژني نه دښمن، دپاکستان دوست لوټ خان دی، دهر چا په لاس کې یې چې لوټ ولیدلو دهمغه خوږ یار او هره لوبه ورته کوي.

څه وخت مخکې چې کله پاکستان پر کونړ بريدونه پیل کړل، تر ډېره خو ټول سره غلي غلي وو، مګر ورو ورو دکابل پارلمان را خوځېد چې ورسره حکومت هم لږ خوله خلاصه کړه، او بیا پسې ناټو هم یو څه وغورمبېده، په همدې وخت کې طالبانو هم یوه اعلامیه خپره کړه، داسې څه یې وکړل چې ډېرو یې توقع نه لرله، که څه هم چې چې له دې مخکې طالبانو د پاکستان لخوا ددوی ددفاع پخواني وزیر ملا عبید الله د مرموز مرګ په اړه له پاکستان نه سپیناوی وغوښت، ور پسې يې دخپل یو بل مشهور ملګري ملا محمد یاسر دمرګ په اړه پاکستان ته سترګې برګې کړې، تر ټولو خورا مهم ګام یې بیا ور پسې دا پورته کړ چې له امریکې سره دافغانستان په اړه دهند نه همکاري یې وستایله، هند یې په سیمه کې یو مهم هېواد وګڼلو، او دا یې هم وویل چې دوی دهند په شمول له هېچا سره جنجال نه غواړي، که څه هم چې دا رنګه دريځ دهېچا په تاوان نه دی، مګر پاکستان ته دخپلې خودخواهۍ له وجې دا رنګه خبرې خوند نه ور کوي.

او له دې هم ډېر مهم یې دا چې طالبانو دخبرو اترو په پروسه کې پاکستان په داسې توګه کونج ته کړ چې هېچا یې تصور نه شو کولی، طالبانو داسې کار وکړ چې دروس پر مهال ټولو تنظیمونو ونه شو کړای، تنظیمونو دولس په مرسته ډېر هلې ځلې وکړي، روسان دولس د بې دریغه قربانیو په نتیجه کې دړې وړې شول، مګر پاکستان مجاهدین داسې په خپله ولکه کې ټینګ کړي وو چې دپاکستان له اجازې پرته یې هېڅ نشو کولی، غونډې به هم دوی ورته جوړولي، کله په پینډۍ کله په اسلام آباد که یو ځای که بل ځای، له نورو خارجي هېوادونو سره هم مجاهدینو نېغ په نېغه اړېکې نه  درلودې هر څه يې دپاکستان له لارې وو، همغه وو چې پایله یې ټولو ولیده.
 داسې ښکاري لکه طالبانو چې درهبرانو له ترخو تجربو نه یو څه زده کړي وي، هر څه چې وي خو دا ډېر مهم او خورا پر ځای ګام و چې طالبانو پورته کړ.

 اوس يې چې دکونړ په اړه پاکستان ته سره اشاره ور ښکاره کړه دا يې ډېر پر ځای ګام و، له همدې نه معلومېږي چې طالبان که هرڅنګه دي، هر څو اشتباهات کوي هغه افغاني غرور یې په سرونو کې شته، یو څه دخپل هېواد او خپل ولس غم ورسره شته، او دغه لویه کارنامه به تاریخ خامخا د طالبانو په ګټه ثبتوي، داسې ښکاري چې نور طالبان هم دپاکستان له دوه مخې تګلارې نه په تنګ شوي.

 هیله ده چې طالبان نور دپاکستان دناولو پلانونو او شومو دسیسو ښکار نه شي، دپاکستان ملا فضل رحمن افغانانو ته وايي له امریکایانو سره جهاد وکوۍ او خپل حکومت ته چې دپاکستان لاره یې ورته خلاصه کړه، هېڅ نه وايي، که پاکستان پر امریکایانو لار وتړي په ډېر لږ وخت کې به په خپله مخه ځي، مګر نه دپاکستان حکومت او نه یې ډلې ټپلې په دې خبره غوږ ګروي، بې غمه یې لارې ورته خلاصې کړې دي، هغه متل دی وايي غله ته وايي غلا کوه، او دکور څښتن ته وايي ورته بیدار اوسه، له یوې خوا دامریکایانو بشپړو اکمالاتو ته لار ور کوي او له بلې خوا افغانانو ته وايي حملې پرې کوۍ، دا دي درغلل ور ته بیدار شۍ! ملا فضل رحمن او نور ملګري يې ولې په دې اړه فتوی نه ورکوي، فضل رحمن چې څو بې نظیره ژوندۍ وه دهغې لکۍ يې ټینګه نیولې وه، په حکومت کې ور سره ښکته پورته کېدو، هغه ملا بجلیګر یې په اړه یوه مشهوره ټوکه هم کړې ده، هغه چې ولاړه اوس یې دزرداري لکۍ را ټینګه کړې، دا نور ملایان او داسلام ټیکه داران یې چېرې ویده دي، دوی ولې په دې اړه فتوی نه ورکوي، ولې خلکو ته نه وايي چې اسلام په دې اړه څه وايي؟

 له دې نه څرګندېږي چې پاکستان خپل ملایان په لاس کې نیولي دي، یوازې دافغانستان قضیې ته یې ور خوشي کړي، ددې صلاحیت یې ترې اخیستی چې دپاکستان په دننه کې دحکومت پر خلاف سترګې پورته کړي.

زړګی هېوادوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x