
افغانستان
پر ارګ توغنديز بريد شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو تېره شپه په پلازمېنه کابل کې پر ارګ د بريد خبر ورکړ.
د دوی په خبره پر ارګ يې دوه توغند توغولي، چې يو په ارګ کې د ننه او يو هم ارګ ته ورڅېرمه د ناټو په قومندانۍ کې لګېدلی دی.
د طالبانو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې «د بريد له امله دښمن ته مالي او ځاني تلفات اوښتي اما د اوښتي زيان په هکله تر اوسه پوري دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.»
ارګ پر یاد بريد خاموشي غوره بللې او نه هم د ناټو عمومي قومنداني د ور توغول شوي توغندي د تلفاتو په اړه څه ويلي.
د ګډ حکومت له پیله ښايي پر ارګ دغه لومړی برید وي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې څو ځلې د ارګ په دروازه کې چاودنو د ماڼيو شیشې ماتې کړې دي.