fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

اشتباهات سهي خو بديل څه دی؟

لطف الله خيرخوا

د ملاصيب د وفات اعلانېدو راهيسې څه کيسې په غوږ لکه زيږې غنې داسې لګيږي. ستونزه دا ده، چې موږ د لومړيتوبونو د انتخاب ثقافت نه لرو. نه راته داسې مهال د فقهاء کرامو د اخف الضررين د انتخاب قاعده سترګو ته دريږي. نه راته د همدې فقهاء کرامو دا خبره سترګو ته راځي چې : دفع المضرة اولی من جلب المنفعة.

فکر په کار دی، چې زما په اعتزالي موقف د دښمن دسيسه شنډيږي، که پر ځای کيږي؟ ډېر کرت سړی ويني، چې کوم موقف د يو کره دليل پر بنسټ وي، خو د موقف نيول بيا دومره جانبي عوارض لري، چې تدارک يې هم نا شونی وي.

د عثماني خلافت پر ضد د محمدبن عبدالوهاب د پلويانو اعتراضونه شايد ځينې ځای سم وو، خو چې کله خلافت له منځه لاړ کوم توحيد پر ځای شو؟ له دې ډېر وړاندې حضرت عثمان رضي الله عنه، چې د کومو اعتراضاتو پايله کې شهيد کړای شو، معترضينو څه وګټل؟ الا چې هغه مغرضين خپلې موخې ته ورسېدل.

څوک چې د اشتباه او اعتراض ځای ښيي، دا ځای نه ورمعلوميږي، چې څه پردي اغراض خو يې څنګ کې نه پټيږي؟ ډېر کرت د معترض خپل موقف سم وي، نيت يې هم نېک وي، خو چې اوبه خړې شي هر سړی په کې ماهيان نيسي.

ځينې ځای اشتباه پسې خپله معترض اشتباه کوي. دا اوس چې د کومې اشتباه په دليل ځينې ځانونه له صحنې وباسي، د کومې اصلاح په تمه دي؟ دی که په مسائلو کې دخيل وي کار کولی شي، که بهر؟ موږ د دې حرکت اوږدو کې ډېر مرور وليدل، چې اعتراض يې ايله د دوی په انزوا تمام شي. ډېر کمزوري خلک صحنه کې ډېرې درنې فيصلې کوي او ستونزه له همدې ځايه زيږي.

داسې وخت دی، چې زرګونه خنډونه د هر واړه او غټ شرعي حرکت مخه نيسي، مګر موږ بيا هم د يوې اشتباه په دليل هر خنډ ته درانه درانه چمونه پشتيبانه ږدو. که په مستعفي اعتراض د مشرتابه د قايلولو کوښښ کيږي، ولې په ټينګ او ثابت اعتراض يې د قايلولو کوښښ ونه شي؟

څه پوهېږئ، چې د مستعفي خلکو ځای به څوک نيسي؟ ستاسې په خوښه ټاکل کيږي؟ که همغه به يې ټاکي، چې ستاسې پرې اعتراض دی؟ پايله څه شوه؟ اعتراض فوق الاعتراض.

کله دا ويل کيږي، چې څو کرت مو خبره وکړه، خو څوک يې نه مني. دې ته مو پام کړی چې د الله جل جلاله د پيغمبرانو خبرې خلکو نه منلې نو رسالت يې پرېښی؟ اصلاح يې پرېښې؟ اعتزال يې غوره کړی؟ نوح عليه السلام فرمايي : إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا * فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا.

د رسالت څښتن کار نه پرېږدي. په خپل کار کې تر اخره بريده د اصلاح کوښښ کوي. اخره خبره دا ده، چې ځه اعتراض هم سهي او استعفاء ومخالفت هم سهي، بديل څه دی؟ مثلا زه يو کور لرم. مستقيم ولاړ دی، خو ځای ځای خراب هم دی، بل کور هم نه لرم، نو دا خرابې به ورجوړوم،که کور به نړوم، پردي کور ته به ځم، که په صحرا به اړوم؟

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حلیمه .... عمری
میلمه
حلیمه .... عمری

خير خواه الله دي اجردرکړي زما په ګومان طيب يوازي د اميرالمومينين د کورنۍ او خاصو ملګرو سره د غم رازي او هم فکري په وجه دا کار وکړ دوهم داچي ځيني ستونزي او انتخاب يا د يو چا پيشنهادول يا ردول دا پدي حساس وخت کي تاسو ته بهتره معلومه ده چي يو ځتي والي غواړي کاشکي ډير محدود مسولين ددي تشي د ډکولو پخاطر داخل ته تللي واي او هلته له رسنو او نا اهله ملګرو له تپل شويو مشورو پرته پريکړه شوي واي موژ دومره ساده لوح يو واي سل يي ووژل دي يي لا بدي نه… نور لوستل »

talha
میلمه
talha

سوپر لائک
دیر ښه وایم د نښې منخ دي ویشتی دی
مګر فکر کوم ځینو خلکو ته له متعهدانه جهاد څخه اوس د ضعیف او متوکل غوندې ازادانه صاحب نظري خوند ورکوي هغه صاحب نظري چې یوازې د غربي میډیا ګردي میزونه پرې ابادیږي او دقتال الهي امر ورباندې نه په ځای کیږي

جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

خیرخواه صیب په ګوتو دي برکت شه ، اول خو اشتباهات نه دي صحیح ځکه ډیرزیات مصلحتونه پکې ؤ هغه کامیابۍ اواتحاد چې په دې ۲کالوکې موږ ولید ښایې هیڅ مولیدلی نه وای هغه مهال چې یرغلګر لادلته په پوره زور اوشورسره موجود ؤ دصف په ټوټه کولو کې به یې هیڅ کسر نه وای پري ايشی که څه هم اوس هم بیغمه نه دي ناست ، بیاکه هغه صحیح هم وبولو نو دحل لاره استعفی نه بلکه د جوړ کوشش دی ، الله تعالی دي داسپیڅلی صف دنړۍ دګوټ ګوټ مسلمانانو خصوصا دفدایانو شهیدانو په وینو جوړشوی دغه کورنه… نور لوستل »

ابو تقي
میلمه
ابو تقي

يوه خاطره محترمو خفه شوي مشرانو ته ! کله چې طالبانو کابل لا نه وه نيولې يو خط د ميدان ښار ولايت په څنډو کي کابل ته نزدی پروت وه . او بل د چاراسياب په پاخه سرک . دشهيد ملاسيف الرحمن منصور رح انډيوالان د ميدان ښار په خط کي د زريپوښو يعني ټانکانو د فرقی مسئوليت يي ترسره کاوه او د زرمت د ولسوالي د طالبانو عمومي قومندان همدا نوموړې ملا سيف الرحمن منصور چې د شهيد مولوي نصرالله منصور دوهم زوي وه د ميدان ښار په خط کې د طالبانو د يو څو غير ذمه واري کار… نور لوستل »

Hazratshareef32@gmail.com
میلمه

ياره نوره ليکنه باندي څه نه ليکم داچي ته داوس مسؤلين له پيغمرانوسره مقايسه کوي ديره لري او هوايي خبره ده, وروره تاليکلي چي نوح عليه السلام څه دپاسه نه سوه کاله تبليغ وکړبيايي هم خلګو خبره وانه وريده خو نوح عليه السلام له پيغمبري څخه تير نشو, اول خو زه وايم چي پيغمبر به فکرکوم درسالت په نيمايي کي له رسالت يا پيغمبرۍ څخه تيريدلاي نشي, اوفکر کوم په پيغمرانو کي به داسي هم نه وي شوي چي دپيغمري په منځ کي دي الله پاک ورته ويلي چي ته نور دپيغمبرۍ لياقت نه لري ته کورکينه ستا پر ځاي… نور لوستل »

لایقه
میلمه
لایقه

اوس نو له طالبانو څخه هم ورخ اوبو وړی دی نو دوی ددی لپاره چی سره خوار او زار نه شی نو باید سولی ته غاړه کیږدی او نور نو ددوی مبارزه ختمه ده او پاتی شوه د ملاعمر خبره هغه خو طالبانو نه ده افشا کړی هغه خو ISI افشا کړه ځکه چی دا ددوی پلان وو او کله چی هغه وخت را ورسیدلو نو ویی ویل هغه وخت یی هم ویلای شو خو په هغه وخت کی دخپلو بادارانو یا امریکا له خوا ورته ویل شوی وو چی دملا عمر مړینه پټه کړی که داسی شی نو بیا… نور لوستل »

افضل خان
میلمه
افضل خان

الله دې د هر حرفوکښلو په بدل کې زرګونه نېکۍ درکړي، ارمان چې دا ستا ليکل دغه مشران د زړه په غوږو واوري او فکر پرې وکړي، که يوازې په دې لومړي پرګراف عمل وکړي، هم ځانونه به ملامت کړي، ابوتقي صاحب ته دې هم په غوره تبصره الله اجرونه ورکړي، او لايقه وروره، ته دا خوبونه هيڅکله مه وينه چې له طالبانو ورخ اوبو وړی، همدا نن هم په ارګ توغندي ورتوغول شوي دي، اوبو وړی ورخ داسې وي!

امین کندهاری
میلمه
امین کندهاری

زه خوارکی به سه ووایم نن خلگ دخپل قدرت په خاطر دامیرالمومنین رحمه الله پرکورنی هم دا احترازکوی چی امارت یی غوشتی چی نه ورورسیدی نو خوابدی سوه. ورونودومره مایوس یم چی حدیی نسته. داهغه کورنی ده سورلس کاله یی داسلام په خاطردامیرالمومنین فراق وگالی اوپدا تول وخت کی چاشکایت نه جنی واوریدی. خدای خبر چی سومره تکالف بی زغملی وی. نه یی دقدرت خبره چاواوریده نه دامارت. خونن چی امیرالمونین نسته دقدرت لیونیان ورته غلط نسبتونه کوی.