د نن سرلیکنه

د طالبانو ترمنځ ولي د درز پیداکولو هڅې کیږي؟

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د طالبانو د مشر تر وفات وروسته هره ورځ د ځینو رسنیو لخوا د هغوی ترمنځ د ژورو اختلافاتو د شتون خبرونه ورکول کیږي .

له بده مرغه چې د افغانانو په منځ کې د اختلاف فرهنګ دومره عام شوی چې اوس د هغوی ترمنځ د یووالی په ځای تفرق او اختلاف ډیر ترویج او د اتفاق په نسبت اختلاف ته ډیره لیوالتیا لري چې دا کار په خپل ذات کې د هغوی په خپل لاس د ځان لپاره د ستونزو را پیدا کولو لامل دی.

همدا اوس د طالبانو د نوی مشر انتخاب چې د هغوی یوه داخلي موضوع ده د طالبانو له تحریک نه بهرد یوشمیر جهتونو له لوري له هغه سره د نورو طالبانو د اختلاف خبرې ته ډیره هوا ورکول کیږي.

دا طبیعي خبره ده چې نظري اختلاف د انسانانو په خټه کې اخږل شوی او دا شونې نده چې ټول انسانان دي د یوې موضوع پر سر توافق نظر ولري.

خو ځیني داسې عملي اختلافات چې د ټولنې په منځ کې د هغو شتون او یا په لوی لاس د هغوی راپیداکول د ټولنې د تباهي لامل ګرځي باید ځان تري وساتل شی او د هغو عواملو لټه وشي کوم چې د دغه ډول تباه کوونکو اختلافاتو سبب ګرځي .

د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ خپل منځي اختلافاتو او شخړو افغانان له ډیرو تباهیو سره مخ کړل له دغو اختلافاتو څخه هیڅ لوري د بل په مقابل کې هیڅ ګټه نه واخیسته پرته له دې چې له شوري اشغال څخه ازاد شوی افغانستان یې یوځل بیا د امریکایانو تر اشغال لاندې کړ .

اوس بیا چې له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو د وتلو وخت دی د افغانانو ترمنځ خپل منځي اختلافاتو ،جګړو ، قومي ، سمتي او تنظیمي منازعاتو زور اخیستی په تیره د طالبانو د مشر تر وفات وروسته د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل کیږي او نیږدې هره ورځ د رسنیو له لوري د هغوی ترمنځ د نویو مخالفتونو او درزونو دراپیدا کیدا خبرونه ورکول کیږي.

په دې خبره څوک غور نه کوي چې اخیر د دغو مخالفتونو ګټه او تاوان چاته رسیږي د غه د مخالفتونو او درزونو خپروونکي له تبلیغاتو څخه څه ګټه تر لاسه کوي؟

که بالفرض دا طالبان د یوې ډلې په ځای په لسو یا شلو ډلو ووییشل شي ګټه به یې ولس او هیواد ته څه وي.

په دې شک نشته کوم جهات چې د افغانانو ترمنځ د درز اجولو او تفرق هلي ځلې کوي هغوی خپل ښکاره اهداف لري.

کاشکي رسنۍ د خپل رسنیز رسالت له مخې داسې خپرونې وکړې چې هغه د ولس ترمنځ د نفرتونو او تفرقو پولي ونړوي او ټول ولس ته د وحدت او یووالي فرهنګ ورتلقین کړي.

له ۳۶ کلونو راهیسې مو هیواد داختلافاتو او تفرقو په اورکې سوځي او دهیواد په دغو نازکو شرائطو کې رسنۍ باید داسې رول تر سره کړي چې د ملي وحدت لورته د ولس په رابللو او د هغوي په منځ کې د وحدت د فرهنګ په تعمیم سره مو هیواد او ولس له مزیدو تباهیو او مشکلاتو څخه وژغوري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لایقه

داخبره سمه ده چی دافغانانو په منځ کی باید بی اتفاقی وانچول شی خو طالبان خو تر ډیره د افغانانو نماینده ګی نه شی کولای هغوی خو یوه سیاسی ډله ده چی په زور له واکه لیری شوی او دوی غواړی داسلام او عقیدی په نوم خلک استعمال کړی او ځانونه بیرته دی موخی ته ورسوی . نو زه فکر کوم چی اوس په افغانستان کی د دولت او جنګیالیو لخوا څخه له مخامخ جنګ پرته تبلیغاتی جنګ هم په درب روان دی خو زه دا درته ویلای شم چی هره ډله پوره حق لری چی یو د بل په… نور لوستل »

محمد احمد

دامریکایانو اودهغوئ دځانګړو مزدورانو اصطلاحات دي کاشکي نه وای کارولي ، اوداچې دچين ضعیفو مسلمانانو ته دي هم دهغوئ دخولي الفاظ خوند نه کوي . اوبل داچې نارینه يې اونوم دي ښځه نه وای .

حریا شملزۍ

د زړه نه مو کټلی وینی څاڅي; ………….. لاس ته راوړنۍ مو په خړو اوبو کی ورکی; ;…………. یتیم بچی او کونډی مو رډ رډ راګوري نور یی اوښکی نشته چی توی یی کړی………… ژبه یی هم وچه ده په خوله کی د دعا لپاره نه اوړی ……. یوازی اه او ساړه ساړه اسویلی یی پاتی دی……… ګومان نه کوم طالب جانه چی نور دی ورته ټینګ شي

پوپلزای

لعنت پر داسی خلکو دی چی وایی طالبان به ټوټی ټوټی شی خو الله تعالی دی اتفاق او اتحاد ورکړی و ټولو مجاهدینو ته او زه ده ته دا وایم چی ایا امریکا چی راغله نو تا ورسره جنګ وکړو که دغه خړ پړ طالب ورسره وکړو مخکی له امریکا ستا ناموس طالب وساتو که ټوپکیانو وساته . خدای ته وګوری پداغه خاین دولت مه نازیږی

ضیامحمد زابلي

دلایقې خور بچو ته ته دي خدای خیر کړي له فکره سره یې په زغرده مخالف یم ځکه دا اوس هم پدې اند ده چي طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي ولي دې ته نه ګوري چي که طالب غلامي ته سر ښکته کولای نو تر پاکستان خو ورته د امریکا غلامي مړه وه نه به یې څوکۍ له لاسه وتلې او نه به دومره قربانيو ته اړ کېدل په هر حال داخو دالله تعالی فیصله وه زه ورته دا توصيه کوم چي لاړه شه دیو طالب له مورکۍ څخه پوښتنه وکړه چي زوی دي له پاکستان ځخه څه درته راوړي… نور لوستل »

zarifi

په امارت کي دننه کوم اختلاف نه تر سترګو کیږي هیله کوم نور دا داختلاف ټکي یاد نه کړل شي

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x