افغانستان

پکتیکا: له انګورې اډې وروسته، پاکستاني ځواکونو دوه نورې سیمې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا قومي مخور وايي چې پاکستاني ځواکونه له انګور اډې وروسته په دوو نورو سیمو کې هم وړاندې راغلي دي.

د پکتیکا د برمل قومي مشران وايي چې پاکستاني ځواکونه وروسته له هغه، چې په انګور اډه کې يې پراخه سیمه ونیوله او خپله دروازه يې پکې جوړه کړه اوس د دې ولسوالي په خنډ او تروو سیمو کې هم وړاندې راغلي دي.

څه موده وړاندې له کابله خپرېدونکي ورځپاڼې سرنوشت د سیمې د اوسېدونکو له قوله لیکلي و، چې پاکستاني ځواکونو د برمل په انګور اډه سیمه کې شل کيلومتره په افغان خاوره کې دننه د جوړېدونکې دروازې چارې پای ته نږدې کړې دي.

د عبدالحلیم په نوم یو تن قومي مشر سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي و چې له دوی سره وېره ده، چې پر ډېورنډ کرښه کومه معامله نه وې شوې، په خبره يې پاکستاني پوځيان په پوره « سپین سترګۍ » د سرحدي عسکرو پر وړاندې خپل تاسیسات ابادوي.

په تازه معلوماتو کې وړاندې ویل شوي چې پاکستاني پوځيانو په انګور اډه کې خپل تاسیسات بشپړ کړي او دم ګړۍ په تروو او خنډ سیمو کې وړاندې را روان دي.

سرنوشت په کابل کې د پکتیکا د مشرانو له قوله لیکلي، چې دوی د همدې پېښو د سپيناوي او د حکومت د چوپتیا د پوښتلو په تمه په سرحداتو وزارت کې شپې سبا کوي.

مشران وايي چې د ګډ حکومت د مشر د راتګ په تمه ناست دي او غواړي دغه ستونزې ورسره مخامخ شريکې کړي.

قومي مشرانو افغان دولت د پاکستان په وړاندې «پټ معامله ګر» بولي او وايي چې سرحدي ځواکونه د پاکستان پر وړاندې چوپه خوله پراته دي او د هغوی په امر ورو- ورو شاته راځي.

د کورنیو چارو وزات ویاند د سیمې د اوسېدونکو او کابل ته راغلیو قومي مشرانو څرګندونې «دروغ» بولي او په خبره يې پاکستاني ځواکونه وړاندې نه دي راغلي.

صدیق صدیقي وايي چې د دوی سرحدي ځواکونه د پاکستاني ځواکونه پر وړاندې پراته دي او هغوی مخکې نشي راتلی.

صدیق صدیقي د کندهار په معروف، د ننګرهار په ګواشته او د پکتیکا له انګور اډې پرته په ګومل سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د وړاندې راتګ په اړه څه نه دي ویلي، او نه يې هم دا په ډاګه کړل چې پر ډېورنډ کرښه د خندق کېندلو پر وړاندې افغان حکومت ولې چوپ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سالم جهادخوش

هغه تاوده بحثونه سی دطیب اغاداسعفأپه موضوع سره رواندی ولی پدی موضوع چپ دی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x