نظــر

عدالت د ولسونو حق دی

تاسو د مطبوعاتو له طریقه اورۍ چی د بشری حقوقو ادارو په افغانستان کی د بشری ضد کړونو اړوند یو عینی مفصل او مستند راپور تهیه کړیدی چی د خپریدو مخه یی ډپ سوی ده ،له هغه نیمګړو ګزارشو څخه چی د کورنی او بهرنی رسنیو لخوا په دی هکله خپاره سوی دی داسی ښکاری چی  د راپور جوړونکو د کلونو څیړنو په ترڅ کی ډیر زحمتونه ګاللی دی ترڅو د ولس مخته د واقعیت او عینیت هنداره کښیږدی. اما هغه سوال  چی تقریبا عمومی مطرح دی داچی ولی دا راپور نه خپریږی ؟ څوک نه غواړی چی هغه دی خپور سی او ولی نه غواړی؟ د هغه د موکراتیکو ادعا ګانو سره سره چی د مطبوعاتو د ازادی لپاره کیږی ولی هڅی روانی دی چی ولس د هغه با اعتباره بشری او حقوقی راپور د محتویاتو څخه بی خبره پاتی سی چی ددوی د ژوند هنداره ګڼل کیدای سی .

اوس چی ټول ولس واوریدل چی په راپورکی جنګی جرایم څیړل سوی دی او مظنونین یی په ګوته سوی دی ، زما په آند د هغه نه خپریدل نور هم د بی باورۍ فضا رامنځ ته کوی ډیر سوالونه مطرح کوی او ولس پر حکومت بدګُمانه کوی،  غربی مطبوعاتو په راپور کی د بعضی مسولینو نومونه هم په ډاګه کړیدی چی دوه جګپوړی طالب چارواکی هم پکښی شامل دی هغوی په راپور کی و لسګونو دسته جمعی قبرونو ته اشاره کړیده خو مهم مطالب یی تر اوسه ندی په ډاګه سوی.  که دا راپور خپور سی زما په آند ګټه به یی تر تاوان ډیره وی ، یوه ګټه به یی داوی چی د هغه محتویات داسی اړخ هم منعکس کولای سی چی ولس د هغه په لیدو او اوریدو په حقیقت کی د درو لسیزو غمشریکی سره کولای سی ، د شهیدانو یادونه به وسی ، بدی کړنی به وغندل سی او د هغه په خپریدو به حکومت په ولس کی کافی باور تر لاسه کړی. مهمه لادا چی حقیقی دموکراسی به تمثیل سی د دموکراسی ادعا به په حقیقت بدله سی.
د راپور د خپریدو بله لویه ګټه به داوی چی د تیرو ورانیو او قتلونو څخه به ولس پند واخلی نور به هر افغان خپل مسولیت د وطن او خلګو په وړاندی درک کړی، د بیا رغونی  ضرورت به احساس کړی ، د ولسی اتحاد او پیوستون ضرورت به په ډاګه سی او د بدیو منفی نتایج به ولیدل سی . د دا ټولو سره به ولس د بشری حقونو د مسولینو د څار د بڼی سره اشنا سی او د هغه په اهمیت به پوه سی.په دی ډول به په ټولنه کی دموکراتیکه روحیه پیاوړی سی  هیڅکله به د راپور په مخنیوی د ولس د سترګو څخه مسولین پټ پاته نکړی بلکه  ولس ته بعضی کسان د پخوا څخه مشکوک دی، تجارُب داسی ښیی چی اکثرا امنیت د عدالت سره تړاو لری. راپور په جنایاتو ککړ افراد او اشخاص د شواهدو سره په ګوته کړی دی  له بده مرغه نه یوازی هغوی تر پوښتنی لاندی نه نیول کیږی ترڅو د عدالت پلی کیدل حتمی سی بالعکس بهرنیانو په نقدی او نورو لوړو امتیازاتو او مقاماتو هغوی ونازول همدا سبب سو چی هغوی له همدی ځایه د فساد لمنه مخ په پراخیدو سو اوس فساد هغه سرحد ته ورسیدی چی مهارول یی و جمهور ریس او ناټو ته اسان کار ندی اوس هم مفسدین تر بهرنی  حمایت لاندی شپی سبا کوی او د سترو قراردادو څخه ناوړه ګټی پورته کوی. هغوی د ځمکو د غصب او ملی پانګو څخه په نامناسبه د سواستفادی له لاری لوی پانګی ترلاسه کړیدی. همدا رنګه  غیرعادلانه اونا متوازن اقتصادی انکشاف د محدودو کسانو په ګټه په ټولنه کی د تشنج او بی ثباتی شرایط مساعد کړیدی .
هغه څه چی د هرڅه دمخه اشد ضرورت ګڼل کیږی هغه ښه حکومتولی   ده او ښه حکومتولی په اداره کی و ښه مدیریت ته اړتیا لری او ښه مدیریت یوازی د مسلکی ظرفیت لرونکو او متعهدو افرادو په رامنځ ته کیدو ممکن کیدای سی . د ښه حکومتولی یو ښه والۍ دادی چی ولسونو ته نړیوالی مرستی او ښه خدمتونه په ښه توګه ورسول سی او چی دا کار په سمه توګه ترسره سی نو خاماخا ولسونه پر خپل خواخوږی دولت اعتماد کوی. دا باور اویا اعتماد په تدریجی ډول د امنیت د تامینیدو په لاره کی موثر او مُمد واقع کیږی.
عزیرالله لودین د فساد سره د مبارزی د اداری مشر ازادی رادیو ته وویل چی ځنی وزیران نه غواړی خپله دارایی ثبت کړی. خوکله چی د ازادی رادیو ویندوی پوښتنه ځنی وکړه چی څه ډول به مفسدین کشف او عدلی تعقیب سی لودین په جواب کی لنډه ورته وویل چی د چارواکو د جهاد څخه دمخه دارایی د ننۍ دارایی سره پرتله کړل سی د فساد کچه او دهغه عاملین معلومیږی . او که د قانون او عدالت په رڼا کی د فساد څخه لاس ته راوړی پانګی هغه منقولی او یا غیر منقولی وی لکه (نقدی پیسی، تعمیرات ،شرکتونه ،بانکونه ، د نفتو ګازو انحصارات ، ښارګوټی او نور) د دولت او ولس په ګټه مصادره سی او په دی لاره کی نړیوال بانکونه او دولتونه هم مرسته وکړی او نامشروع ثروتونه کنګل او ملی اعلان سی نو دولت به د دومره پانګی خاوند سی چی هیڅ احتیاج به د نړی مرستو ته پیدانکړی بلکه په خلاص لاس به په هغه پیسو د ولس لپاره بنسټیزه کارونه ترسره کړی هغسی بنسټیز کارونه چی بهرنیانو تر اوسه ندی کړی او د هیواد پر اقتصاد به مهم اثر وکړی.د بشری حقوقو او دموکراسی تقلبی نړیوال سردمدارانو د بشری حقونو ناقضین او دفساد مجریان  پر افغان مظلوم ولس وتپل او په تیرو لسو کلونو کی یی هڅه وکړه د هغوی ناروا حاکمیت د خپلو ګټو د تامینولو په منظور په یو واقعیت بدل کړی. خو اطمینان دی چی هیڅکله به ناحق په حق مبدل نسی ځکه د بشری ټولنو جوړښت او الهی قانون داسی ندی  چی سپین ته تور او تور ته سپین وویل سی او عدالت د انسان طبعی فطرت دی که څومره غربی ټولنی هڅی وکړی هغه ته په خپله ګټه تغیر نسی ورکولای.
پرون ماښام جمهور ریس د یوه فرمان په ترڅ کی ستری محکمی ته لارښوونه وکړ چی د فساد او غصب دوسیی تر شپږو میاشتو د مفسدینو د مجازاتو په موخه وڅیړل سی.مګر زما په آند ددی حکم موثریت به ځکه کم وی چی دوسیه لرونکی کسان اکثرا په بهر کی دی لکه نادرآتش ، صدیق چکری، فطرت،عنایت الله قاسمی او داسی نور، تنها غیابی فیصلی به د ولس او نړیوالی ټولنی قناعت حاصل نکړی او نه عملی موثریت ولری، اما د نورو عامو جزایی دوسیو په هکله مهمه پریکړه بلل کیدای سی .نوری برخی د فرمان و وزارتونو ته د اداری لارښوونو په لاره کی واقعی ارزښتونه له ځانه سره لرل اما د فساد په وړاندی په دی فرمان کی هغه ډول چی د وخت ضرورت او د ولس غوښتنه ده مهم څه نه تر سترګو کیږی زما په عقیده د قوی ارادی په شتون کی په ډیره ساده ګی کیدای سی چی د برحاله واکدارانو  مخکنۍ او اوسنۍ دارایی پرتله سی مشهود او ښکرور فساد په ډاګه، مسول کسان د دندو ګوښه او محکمی ته وسپارل سی. دا ډول روښانه مبارزه به د فساد په وړاندی د ولس او بهرنیانو د قناعت وړ وګرځی او هم به دا رنګه کړنه به په اداره کی کافی انضباتی تاثیر واچول سی او دښه حکومتولۍ زمینه به مساعده سی حقیقت نه پټیږی او هم نور د نړیوالو او ولس خطاایستل مشکل کاردی خکه هغوی ډیر د فساد په وړاندی د مبارزی واوریدل خو نور عملی او مشهود اقدام کولاسی د هغوی د قناعت سبب سی. داسی والیان او جګپوړی چارواکی سته چی مخکی تر واک یی هیڅ نلرل اما اوس یی معلوم تجارتونه د افغانستان ترپولو اوښتی دی او په همسایه هیوادو کی یی تجاری کاروبار جریان لری خو هغه ددی فرمان په وړاندی ځکه معافیت لری چی هغوی دوسیی نلری.

د عربو روان پاڅون د بی عدالتیو او ظلم په وړاندی ولسی طغیان په ګوته کوی کله چی ولسونه ډیر په تنګ کړل سی په یو خود جوشه طغیان بدلیږی داسی طغیان چی قصرونه ورانوی او فرعونان د نیل سند ته غورځوی. لیبیا او سوریه ښه مثالونه دی ، سوری ولس هره ورځ د ظلم او استبداد په وړاندی په لسهاو او سلهاو کسان قربانی ورکوی او کورونه یی په توغندیو ورانیږی خو ولسی مقاومت د عدالت د تامین په منظور تر سره کیږی. عدالت د طبیعت مهم اصل دی که عدالت په بشری ټولنو کی نه وی طبیعت به تکامل به د ګواښ سره مخ سی ځکه ویلای سو چی د عدالت تامین داسی یو بهیر دی چی د بشری ټولنی د تکامل لاره همواروی او د هغه پلی کیدل د نړی د تکامل لاینفکه جز دی که افراد او اشخاص او یا حکومتونه وغواړی یا ونه غواړی عدالت د بهیر په څیر را روان دی او د نړی د تکامل زمینه برابره وی هغه د افرادو باک نه کوی بلکه یو طبیعی روند دی. هغه زمامداران او حکومتونه بریالی دی چی ددی بهیر سره یوځای او همغاړی سی او د زمانی د ایجاباتو سره سم د عدالت او نیکمرغۍ جوګه سی. راځی چی د متضررو کنډو او یتیمانو اوښکی یوازی د عدالت په پلی کیدو ور پاکی کړو.

عبدالباری”عارض”
۱۳۹۱/۵/۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x