هرات: د شینډنډ ولسوال د «جنسي تېري» په تور ونیول شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د شنیډنډ ولسوالۍ ولسوال يې د جنسي تېري په تور نیولی دی.

د هرات امنیه قومندان عبدالمجيد روزی وايي چې ولسوال د نشې په حال کې یو کورته ور اوښتی او پر يوې پېغلې يې جنسي تېری کړی دی.

د نوموړي په خبر ولسوال او د هغه مرستندویه دوه ساتونکي يې نیولي او دم ګړۍ د هرات په توقیف خانه کې دي.

تر دې وړاندې هم د ګڼو د زور واکو او دولتي ځواکونو له لوري د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي چې پر وړاندې يې دولتي سرچينې چوپې پاتې شوې دي.

د کابل ښار د چهلستونو اوسېدونکي هم وايي چې د اردو په رینجرو هر ماښام د سیمې یو تن قومندان یو نوي راغلې کورنۍ ته ورځي او دوی يې له حاله خبر نه دي.

د دوی په خبره دغه خلک تېر کال د چهلستون په یوه کوڅه کې مېشت شوي او ماشومان يې وايي چې د اردو دې قومندان يې له پلار سره د کور په موندلو او کرايي ورکولو کې مرسته کړې، ځکه يې هر ماښام کور ته ورځي.

په پوځي ځواکونو کې اخلاقي کمزورتيا د دې علت ګڼل کېږي چې پر وړاندې يې د مخالفينو تبليغاتي هڅې لا پیاوړې شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ali
میلمه
ali

د زور واکو او قومندانانو لخوا د جنسی نیری خبره څه نوی نه ده خو زه حیران یم چی ولی دولت د داسی خلکو په وړاندی خاموش پاتی شوی .خو دداسی کارونو ترسره کیدل به په دولت د ولس بی باوری زیاته کړی اود مخالفت لپاره به یی لاسونه راونغاړی.