افغانستان

طالبانو د خپل مشر پر فاتحو بندیز د حکومت «وارخطايي» وګڼله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د افغانستان د ملي امنیت له لوري د هغه ګواښ پر وړاندې غبرګون ښوودلی چې پکې يې د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحو غونډې نظامي هدفونه ګڼلي و.

د ملي امنیت ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی به د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحو مراسم تر بریدونو لاندې ونیسي او پرې به نه ږدي چې د دعا او ختم مراسم يې ترسره شي.

طالبانو په خپلو تازه څرګندونو کې د ملي امنیت دغه ګواښونه «وارخطايي» بللې او ويلي يې دي چې د «کابل اداره» نشي کولی چې خلک او مجاهدین سره بېل کړي.

د اعلاميې له مخې «دغلامانو دغه راز اعلانونه د هغوی د وارخطايي لویه نښه بولو چې غواړي دخلکو په زړونو کې د عاليقدر امیرالمؤمنین مینه او دهغه سره داخلاص څرګندولو مخه ونیسي.»

طالبانو په اعلاميه کې د ملي امنیت له لوري دغه ډول هڅې بې پایلې بللې او ویلي يې دي چې بهرنیانو د ملیاردونو ډالرو په لګښت او پرېمانه تبلیغاتي هڅو کې هم په دې برخه کې پاتې راغلل چې د طالبانو او ولس تر منځ کرکه پیدا کړي.

دوی په خلکو غږ کړی چې چېرته يې زړه وي د اميرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد د فاتحو غونډې دې جوړې کړي او په وینا يې «د اسلامي امارت مجاهدین يې د امینت ساتلو دنده لري او دکابل غلامان نشي کولای هلته خپل ځواکونه وليږي او یا دا راز غونډې اخلال کړي.»

له دې وړاندي دولت ويره ښکاره کړې وه چې ښايي د فاتحه خواني مراسمو غونډي د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر سره د بيعت په غونډو بدلي شي.

د هيواد په بيلابيلو هغو ولاياتو او ولسواليو کې چې طالبان يې په ډيره برخه حاکم دي، ګڼي داسي غونډي شوي چې د فاتحې او قرآن کريم په ختم سربېره پکې د طالبانو له نوي مشر سره بيعتونه هم شوي.

د ملي امنیت له لوري له دې اعلان څو ساعته وروسته، غزني ښار ته څېرمه په قره باغي کلي کې د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحې مراسم محاصره شول، چې پکې پنځه تنه ګډونوالو د عسکرو له لوري ووژل شول.

طالبانو تېره پنجشنبه د خپل نږدې شل کلن بهیر د مشر ملامحمد عمر مجاهد د وفات پخلی وکړ او پر ځای يې د مشرانو پر اتفاق د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x