
د ملامحمدعمر د وفات په اړه د ملي یووالي جبهې پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د اسلامي امارت امیر جناب ملامحمد عمر مجاهد له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړي!
د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد دردناک ارتحال د امت مسلمه له پاره ستره ضایعه ده، په دې کې شک نشته چې ملامحمد عمر مجاهد د افغان مشرانو په ډله کې یو ستر مقام لري، نوموړی د افغانسان په ډیرو بدو او حساسو شرایطو کې د جهاد او مبارزې لاره پرېنښوده او د افغانستان د اشغال په مهال يې نه هیریدونکي مېړانه وښوده، افغان مسلمان ملت به د مرحوم ملامحمد عمر مېړانه هیڅ کله هېره نه کړي.
موږ په داسي حال کې چې د مرحوم مړينه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼو، د مرحوم له درنې کورنۍ او اړوند طالبانو سره په دي درانه غم کې ځانونه شریک ګڼو، او طالبانو ته سپارښتنه کوو چې د پردیو متجاوزینو په ضد د ملامحمد عمر مجاهد لاره تعقیب کړي، له خپل منځي اختلاف نه ډډه وکړي او د افغانستان غميزې ته د پای ټکي اېښودلو له پاره په بین الافغاني تفاهم ترکیز وکړي. دوی باید دېته متوجه وي چې سوله زموږ د هیواد یو ستر ضرورت دی، او سوله هله راتلای شي چې له جهادي تنظیمونو او مسلمان ملت سره د تفاهم او ډیالوګ لاره پرانیستې وساتله شي.
انا لله وانا الیه راجعون
د بهرنیو اډو پرضد د ملي يووالي جبهې له خوا