نظــر

د مقر پاڅون- لیکوال: عبد الله افغان افغان

د مقر او قره باغ د پاڅون خبري له ډيره وخته کيدلي، د غزني والي خو لا ډير د وخته ويل چې په نورو ولسواليو کي به پاڅونونه ؤشي. خو داچي اندړو ته ورته پاڅونونه ولي ځنډني شول، او د اندړو پاڅون چې د کابل حکومت يې ولسي پاڅون او طالبان يې د اربکيانو جګړه بولي ولي يې ږغ ورک شو، ددي موضوع روڼوالی او څيړل هغو ته رښتيا هم ګران دي کوم چې له هيواده بهر دي او ياهم د غزني ولايت په اړه پوره معلومات نه لري.

په لومړي سر کي امريکا او د هغوی ملګرو داسي فکر کاوو چې د اندړو په ولسوالي کې د طالبانو پرخلاف جګړه کې چې د ولسي پاڅون نوم يې ورکړ دوی به وکولای شي چې افغانانو او نړۍ ته دغه درواغجن د محلي پوليسو او د اسدالله خالد د خلکو جګړه د ولسي پاڅون تر نامه لاندي ور وپيږني او په نورو سيمو کې چي لاد پخوا څخه محلي پوليس (اربکيان) ځای پرځای دي ورته جګړه به پېل او د ملي پاڅون نوم به ورکړي ترڅو د دي لاري څخه د ولس او طالبانو ترمنځ فاصله پيدا او په راتلونکي کې د کورنۍ جګړي له پاره لاره هواره کړي.

د اندړو پاڅون هغه وخت له ماتي سره مخ شو، کله چې د حزب اسلامي د قومندانانو په منځ  کې خپلمنځي اختلافات پېدا شول. يوي ډلي يې له جګړي څخه برائت اعلان کړ، بله ډله وايې چې له پېښور سره اړيکي لري او له هغه ځايه اوامر ترلاسه کوي (فکر کوم چې دا خبره هم د ولس او ورسره توپکوالو او اربکيانو د غولولو له پاره کوي، د حزب اسلامي مشران به هيڅکله هم ونه غواړي چې د امريکا او ناټو په موجوديت کې دي له خپلو مسلمانو او مجاهدو وروڼو سره د جګړي ور پرانيزي)، او درېيمه ډله هغه ده چې ځان د اسدالله خالد خواخوږي حزبيان بولي چې په سر کي يې فیضان راځي.

اسدالله خالد د اندړو د طالبانو سره د جګړي له پاره اربکيانو او ټوپکوالو ته وويل چې زما قومانده به منئ او زما له خوا څخه عام او تام صلاحيت فيضان لري او فيضان ستاسي مشر او قومندان دي.

د فيضان مشرتوب حافظ او دهغه ډلي ونه مانه، هغوی ځانونه د پېښور دحزب اسلامي خلک بولي او فيضان يې متهم کړ چې د خالد له پاره کار کوي، داچې اسدالله خالد په خوا وختونو کې د استاد سياف سره پاتي شوي، پدي مسئله کې د حزب او اتحاد پخواني اختلافات هم له نظره نه شي غورځول کيدلای، دغي ډلي د دي له پاره چې د اسدالله خالد او امريکا له وسلوالو او مالي مرستو بې برخي نه شي، يو پخوانی د حضرت د ډلي پټ خولی نا ځواکمن قومندان ميرزا يې خپل مشر وټاکی او ټولو دخيلو قومندانانو او ادارو ته يې ليکونه واستول چې د اندړو د پاڅون د شوری مشر ميرزا دی.

يو خو له لويه سره داندړو پاڅون ملي نه وو، د اربکيانو او دولت پلوه ټوپکمارو له خوا جګړه تر بل نامه لاندي د طالبانو سره پېل شوه، خو داچې د اندړو ولس مجاهد او په دين مېن دی، دغو پخوانيو توپکيانو او اربکيانو ته يې اجازه ورنه کړه چې ددوی کليو ته ننوځي. او دوهم لامل داوو چې د حزب اسلامي د قومندانانو په منځ کې د امريکا او دولت څخه د امتيازاتو او مشرتوب په سر هم اختلافات راغلل، د اسدالله خالد د کانديد فیضان مشرتوب ونه منل شو، نو ځکه خو د اندړو جګړه د طالبانو په ګټه او دولت په ماتي تمامه شوه.

د اندړو د پاڅون په وخت کې داسي خبرونه هم خپاره شول چي د غزني ولايت د طالبانو  مشهور قومندان ملا اسماعيل چې د مرګ اوازه يې د نړيوالي ميډيا دلاري خپره شوي وه، هغه هم د طالبانو له توقيف او نظارت څخه خلاص او ژوندی دی، او دهغه په کور ناست ملګري طالبانو هم بيرته په اندړو کې فعاليت پېل کړ، پورته ټول مختلف لاملونه ددي سبب شول چې د اندړو د اربکيانو پاڅون چې دولت د ملي پاڅون نوم ورکړي وو، خو ميډيا ته يې اجازه نه ورکوله چې له نږدي دغه ډرامه وويني، له ماتي سره مخ او ولس يې کليو او سيمو ته له ننوتلو سره مخالفت وکړ.

د اندړو څخه وروسته پروګرام داوو چې د ملي پاڅون په نوم جګړه به په قره باغ کې پېل کيږي، او په نورو ولايتونو کې به هم واليان اربکيان د ملي پاڅون په نوم په مخلتقو سيمو کې تنظيموي، خو دغه پروګرام هغه وخت بدلون وکی چې د اندړو په جګړه کې دولت ځان ناکامه وليدی.

په تيرو يوولسو کلونو کې که تاسي د مقر په اړه خبرونه وګورئ، نو تاسي ته به جوته شي چې په مقر کي له لویه سره د طالبانو نفوذ او موجوديت په کومه اندازه وو؟

د ۱۳۸۳ په اخر وخت بيا تر ۱۳۸۵ پوري د مقربازار ته نږدي ، او په ځينو نورو د کابل- کندهار سړک ته نږدي سيمو کي ډيري کمي پيښي وشوي، چې طالبانو به د سړک په غاړه د ګوتو په شمار څو حملي کړي وي، دا ډول يې يو ځل د مقر په ولسوالي په ۱۳۸۵ کال کي بريد وکړ.

له ۱۳۸۵ وروسته د مقر په اړه هيڅکله هم داسي غټ خبرونه او د غټو پيښو کيدل نه دي ثبت شوي.

داچې اسدالله خالد د مقر ولسوالي اوسيدونکي دي، او دده د قوم ځيني کسان يې په يو ډول نه يو ډول (د پيسو په بدل کې) ملاتړ کوي، خو جوته ده چې ټول تره کی قوم يې ترشا نه دی ولاړ.

بل لوی قوم هلته  علي خيل دي، چې هغوی هم ځان بيطرفه بولي خو ددغه قوم خلک ځيني له طالبانو او ځيني يې له دولت سره خواخوږي لري، ولي عملا له يوه لوري سره هم په ښکاره ډول همکار نه معلوميږي، که همکاري کوي هم د دولت په نسبت يې له طالبانو سره زياته کوي.

په مقر کې اندړ هم شته، او هغوی به ځکه اوس د اسدالله خالد د نوي پلان (په مقر کي جګړه) مخالف وي، ځکه په اندړو کې اربکيانو په ډیر لنډ وخت کې ډول ډول ظلمونه او تېري وکړل.

داچې  لا د پخوا څخه د مقر په ولسوالي کې د طالبانو شتون د پام وړ نه وو، او هلته طالبان کم وو، نو اسدالله خالد او امريکا د خټي د پوزي جوړولو او په اندړو کې د پاڅون د ناکامي د پټولو له پاره ښه وګڼله چې داځل ملي پاڅون په داسي سيمه کې اعلان کړي چيرته چې طالب له پخوا هم زيات نه وو، او چيرته چې دده ، سيمه، دده قوم او دده خلک شته.

داځل به امريکا او اسدالله خالد ژورنالستانو ته هم اجازه ورکړي چې په مقر کې له خلکو سره وويني او مرکي وکي، داسي خلک به دمرکو له پاره ورته پيداکړي چې هغوي به خامخا دا وايې چې موږ ملي پاڅون کړي، او له طالبانو څخه په تکليف وو، اوس موږ طالبان له خپلو سيمو څخه ايستلي دي (چيرته چې په حقيقت کې طالب په هغه سيمه کې نشته).

که رښتيا هم په مقر کي ولس پاڅون کړی وي، نو هلته خو  د اسدالله خالد کسان زیات برلاسي وو، بيا ولي دغه پاڅون ته د دولت په مقابل کې د پاڅون نوم نه ورکول کيږي.

په اندړو کې خو د ملي پاڅون لامل دولت د مکتبونو بنديدل ښودل، په مقر کې کوم لامل وو چې ولس دي يو ناڅاپه د مسلمان په مقابل کې راپورته او د خپل کلي ملا او طالب دي وتړي او بيا دي ووژني.

زه باورلرم چې د ترکو او علي خيلو دوه لوی قومونه به هم د اندړو په قدم پل کيږدي، امريکا او اسدالله خالد ته به عملا ووايې چې ددوی په کليو او سيموکې دي د جنګ ډکر نه جوړوي او دغه درانه قومونه به د خپلو خلکو ويني توی نه کړي، د اسدالله خالد ټوپکمارو او اربکيانو ته به اجازه ورنه کړي چې ددوی په سيمو کې يو ځل بيا د ټوپکيانو پخواني یادونه تازه او د مشرانو، وړو، او ښځو سپکاوی دي ؤشي.

عبدالله  افغان افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x