نظــر

طیب آغا به د سولې وروستی قرباني نه وي!/نظرمحمد مطمئن

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

سريزه

۴۲ کاله وړاندي  (۱۹۷۳ز کال) چې کله سردار داوود خان واک ته ورسید، د هغه په مقابل کې ډیرو لږو مجاهدینو په پنجشیر کې پاڅون وکړ، داود خان غوښتل چې د سولې لاره خپله کړي، هغه ځکه د سولې قرباني شو، چې روسيې او زموږ ګاونډی هیواد د خپلو موخو له پاره د داوود خان سره ستونزې ورځ تر بلې زیاتیدلي.

د مجاهدینو په وروستیو وختونو کې نږدې ۲۸ کاله وړاندي ( ۱۹۸۷ ز کال) چې کله هم ډاکټر نجیب الله واک ته ورسید، لومړۍ هڅه يې دا وه چې مجاهدین په واک کې ورسره شریک کړی، چې  ونه شو، بیا يې هڅه وه چې مجاهدینو ته زیات واک ورکړي، د مجاهدینو ځینو مشرانو دا خبره هم نه خوښوله. بیا ډاکټر نجیب الله هڅه وکړه چې ټول واک ښاغلي حکمتيار ته پريږدي يواځي د کمونسټ پلوه حکومت خلکو ته په کابل کې د ژوند کولو حق ورکړي، ولي تاریخي اشتباه وشوه او حکمتيار په ډیرو لنډو جملو کې  د ډاکټر نجیب د استازې خبرې ورلنډي او ويې ویل «موږ فاتحانه کابل ته ننوځو».

احمدشاه مسعود د پرچم ډلې له مشر ببرک کارمل او د خپلسرو ملیشو له مشر عبدالرشید دوستم سره ائتلاف وکړ، دوېمه کودتا پر نجیب بیا  هم د پرچم ګوند له خوا وشوه، پر داوود کودتا او ډاکټر نجیب کودتا دواړه د کمونسټانو له خوا څخه وي.

د استاد رباني په څلورکلنه دوره (۱۹۹۲ – ۱۹۹۶ زکال)  کې هم د سولې هره  هڅه ناکامه شوه، په رښتونې ډول استاد رباني غوښتل چې سوله وشي.

استاد محمد زمان مزمل وایي چې استاد رباني د ډیرو نورو کسانو په مخ کې موږ ته داخبره وکړه، چې دابه زموږ مقدر همداسي و چې له عربو مجاهدینو او طالبانو سره يې زموږ جګړه په برخه کړه، د اسلامي امت  میندې به بیا  په یوه پیړۍ کې هم داسي مجاهد بچیان او ځوانان رانه وړي، زموږ  بد تقدیر موږ له همدغو شازلمو سره په جګړه کې واچولو.

له همدومره پوهاوي سره سره بیا هم هغه جګړه کوله، استاد سیاف چې  د احادیثو شېخ دی، هغه له پوهاوي سره سره له عربو مجاهدینو او طالبانو سره جګړه کوله او د احمدشاه مسعود تر څنګ ولاړ و.

پوره باور لرم چې مشرانو سوله غوښتله، خو هر ځل چې به د سولې خبرې کاميابې ته نږدې شوې د پردیو بړیڅانو به منافقت وکړ او ټوله پروسه به يې ناکامه کړه.

قطب الدین هلال وايي چې د طالبانو سره د هم اهنګي شورا خبرې یو مخ پریکړې ته ورسيدلي، پریکړه د اعلان له پاره چمتو شوه، تر اعلان لږ مخکې دغه خبرې د اسلامي حزب له خوا بې نتیجې پای ته ورسيدي او همایون جریر پکې منفي رول ولوباو، هغه له ایران څخه د ښاغلي حکمتیار سره اړيکه نیولي وه.

په عشق اباد کې د طالبانو او شمال ټلوالي د رهبري ترمنځ خبرې نتیجې ته ورسيدي، هرڅه سم روان و، ټولو مواردو کې توافق وشو، خبره د پريکړې د اعلان وه، چې شمال ټلوالې غوښتنه وکړه چې د حکومت په رأس کې باید پخوانی پاچا ظاهرخان راوستل شي، هغه چې طالبانو وار له مخه هم ډیری سیاستوالو پر دي تورنول چې د پاچا ظاهر خان له پاره کار کوي، همدا لامل شو چې خبرې بې نتیجې اعلان شوې.

د ښاغلي کرزي سره د کندهار په شاولي کوټ کې د طالبانو توافقات وشول، د طالبانو د دفاع وزیر ملاعبیدالله اخند، رئیس عبدالواحد، ملاعبدالسلام راکټي مخامخ ورسره وکتل، خو تر يوې ورځې وروسته ټول توافقات په اوبو لاهو شول.

د طالبانو ځینو مشرانو بیا هم هڅه وکړه چې د کندهار ادارې سره رابطه ونیسي او په هیواد کې پاتې شي، ولي اجازه ورنه کول شوه، هغوی چې په هیواد کې دننه پاتې شول یا خو ګوانتانامو او یا  هم بګرام زندانونو ته یوړل شول.

رښتونې سولې ته ژمن کسان په نښه کېدل

استاد برهان الدین رباني چې په وروستیو وختونو کې يې د پخوانیو طالب مشرانو ملاعبدالسلام ضعیف او مولوي وکیل احمد متوکل سره هم کتلي وو، چې د سولې له پاره يې د رښتونې هوډ تکل کړی وو، پاکستان ته د وروستي سفر پر مهال ورته ویل شوې وو چې ستا د مرګ خطر دی او ډیر ژر له همدې وروسته د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو.

جنرال هزاره چې په رسنیو کې د سولې اړوند حقایق ویل، د کور مخکې يې بمونه کېښودل شول او پرې والوزول شول، زخمي شو، مړ نه شو.

استاد محقق چې د طالبانو سره د لیدلو سپکه وعده وکړه، دهغه پر موټر پر رڼا ورځ ماین وچاودید، له هغه وروسته يې بیا د سولې خبره پر خوله رانه وړه.

د سولې بل لوبغاړی معصوم ستانکزي هم له څو مرګونو حملو څخه روغ ووتی.

د طالبانو یو مشر چې خپلواکې او ازادي باندي يې باور وو، د پردیو هیوادونو په زندانو کې يې ساه ووتله، ملاعبیدالله د طالبانو د دفاع وزیر او دا ډول ملابرادر اخند چې د ملامحمد عمر نایب و، چې د سولې له پاره يې هوډ ښکاره شو، د پردیو هیوادونو په زندان کې يې صحت له لاسه ورکړ، ملاعبداللطیف منصور چې په دوبۍ کې يې د کا آی ډې سره د سیاسي کمیسون د غړو خبرو ته اجازه ورکړه، سمدستي زنداني شو.

د سولې نیمګړې او نهیلې هڅې

ولسمشر غني چې د سولې شعار بدرګه کاوو، کله چې د امریکا له سفر څخه بیرته راوګرځیدی، د سولې خبرې يې بل ډول تعبیر کړي، رشيد دوستم او محقق د ملیشو جوړولو اعلان وکړ، عطاء نور د شمال څخه د دفاع خبرې پېل کړي.

د پګواش غونډه په دوحه کې یقینا د سولې اړوند لویه لاسته راوړنه وه، له هغه وروسته په دوبۍ کې د طالبانو او افغانانو تر منځ ناستې هغه څه وو چې افغان ملت يې خوشبین کړی وو او په ناروې کې نږدې د ۱۵۰ هیوادونو د استازو په مهمه غونډه کې د طالب او افغان حکومت مشرانو ونډه اخستل او هلته د سید طیب اغا او حکمت کرزي ترمنځ لیدنه هغه څه وو چې زموږ هیلې يې زرغونولي.

یوناڅاپه پکې د اورمچې خبرې راپيدا شوې، چې د سمه ییزو استخباراتو په لاسوهنه يې د طالبانو د سیاسي کمیسون هڅې ځنډنۍ کړې.

د مري غونډه که هر چا پکې شرکت وکړ خو بیا هم لاسته راوړنه وه، د طالبانو اصلي استازي مولوي عبداللطیف منصور او ملاعباس آخند پکې ګډون درلود، داچې په څه ډول راوستل شوې وو، بېله خبره ده، ولې د سولې له پاره داسي ناستې مناسبې وي.

کله چې د دوېمې غونډې خبره کېدله، د چین او امریکا ټینګار پر دې و چې د طالبانو د سياسي کمیسون مشران باید په غونډه کې ګډون ولري او د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر بیا نه غوښتل چې د پاکستان تر چتر او فشار لاندي په خبرو کې برخه واخلي، غوښتل يې په ازاد ډول خبرې وکړي، همدا لامل و چې رحیم الله یوسفزي ته د يوې له بدبینې او نفرت ډکې مقالي دنده ورکول شوه او د هغه د لیکنې ځينې برخې چې څه ډول پلان و، د عملي کیدو له پاره يې د پاکستان هیواد کوشش وکړ.

زموږ پوښتنه بې ځوابه پاتې ده

اوس د دي پرځای چې د افغان حکومت مشرانو څخه او د پاکستان حکومت مشرانو څخه څوک پوښتنه وکړې چې هغه اوربند څه شو، ولي مو اوربند ونه کړ، ولي مو طالبان خبرو ته نه کښینول، ټوله خبره يې بل لورته کش کړه، د ملامحمد عمر مرګ، د طالبانو نوی مشر او پر ورړاندې يې د مخالفتونو خبره کيږي او همدې مخالفتونو ته کورنۍ، سمه ییز او بهرنۍ رسنې لا زیاته هواء ورکوي.

آیا موږ افغانان حق نه لرو چې پوښتنه وکړو چې ولي په لوی لاس سوله زموږ څخه یرغمل کيږي، ولي په لوی لاس د سولې اړوند خنډونه پيداکيږي، ولي د جګړې د اوږديدو هڅه کيږي، ولي د طالبانو د غلام کیدو هڅې روانې دي، ولي د طالبانو د وېښ هڅې رواني دي.

آیا همدا پورته هڅې زموږ افغانانو په ګټه دي؟  او که داچې د طالبانو د واحد صف سره سوله وشي.

د سید طیب آغا استعفی او طالبانو خپلمنځې اختلافات

پاکستان په ټول قوت سره هڅه کوله چې طیب آغا له مخې لیري کړي، د هغه د کورنۍ یرغمل نیول، د هغه ملګرو او خپله ده ته تهدید کول، هغه څه دې چې د سولې پروسه يې له خنډ سره مخ کړي وي.

په وروستیو وختونو کې دغه تهدیدونه په سوله کې د خپلواکې د طر فدار ملاعبدالسلام ضعیف پورې هم راورسېدل، هغه ته هم د ځینو استخباراتې کړيو له خوا تهدید متوجه و چې د طالبانود سياسي کمیسون د دغې داعيې چې په خپلواک ډول د سولې خبرو ته په کرار کرار ننوځې  ننګه ونه کړي او باید ورڅخه ګوښه شي.

اوس چې د طالبانو په مشرتابه کې تغیر راغی، د سولې مذاکرات به خامخا د پاکستان تر تاثیر لاندي راځي او پاکستان به خامخا هڅه کوې چې ځانته ډیر امتیاز واخلي او پاکستان ته د سولې په پروسه کې د دخالت لاره به د طالبانو د ځینو څرګندیدونکو اختلافاتو له امله نوره هم اسانه شي.

که طالبان هم د مجاهدینو د وخت تاریخي اشتباه وکړي نو بیا به يې جبران نه کړي، وایي سیاسي تېروتنه نه جبران کيږي او بیا نه راګرځي.

مولوي خالص بابا په دي نظر و چې د افغان حکومت په ټاکلو کې پاکستان ته د هیڅ ډول رول په ورکولو قایل نه و او د پاکستان له خوا د مجاهدینو موقت حکومت ټاکنه هغه څه وو چې تر نن  ورځې يې موږ  د وینو مزه څکو او یواځي افغانان پکې قرباني کيږي.

د سید محمد طیب آغا د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر استعفی ډیره د انديښنې وړ ده او د هغه استعفی له دي امله نه ده چې د واک پر سر وي، هغه دوه غوښتنې چې ولي د ملامحمد عمر مرګ ورڅخه پټ ساتل شوې وو او بل داچې ولي په پاکستان کې د طالبانو د نوي مشر ټاکلو پروسه وشوه. داسي فکر کيږي چې په تیرو څو ورځو کې نورو طالب مشرانو د هغه قناعت حاصل نه  کړلای شو، بیا هم که چیرته طالب مشران د سید طیب آغا غوښتنې جدې ونه نیسي نو په سیاسي لیول به طالبان ډیر زیات زیان وويني، ځکه طیب آغا یو هوښیار ځوان سیاستوال و، فکر کوم د طیب آغا اصرار پر دي وو چې د پاکستان څخه طالب مشران  ځانونه وباسي او غوښتنه يې مخکې د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کیدو هم دا وه چې ملااخترمحمد منصور باید په پاکستان کې نه وي، داسي خبرونه هم ورکول شوې وو چې د طالبانو نوی مشر د مرې د سولې له ناکامه پروسې وروسته له پاکستان څخه وتلي او د افغانستان سرحدې سېمو یا خو کوم بل هیواد ته وتلی دی.

که د طالبانو واحد صف په ټوټه کیدو شي، د بهرنیانو ۱۴ کلن ارمانونه، د افغان او پاکستان حکومت د طالبانو  د وېښ ګډه پروژه  او د پاکستان امتیازات اخستل به یقيني شي.

سید طیب آغا به د لاندې  لاملونو له مخې مجبور و چې استعفی ورکړي:

لومړی: داچې د پاکستان له راتلونکې اضافي فشار نه به يې اندېښنه درلودله، مخکې چې ټول واک ده سره و، د سیاسي کمیسون  پریکړې يې پرته د طالبانو د رهبرې شورا له مشورې کولای شوای، اوس به هغه ډول واک ورته پاتې نه وای او د ده واکونه به خامخا محدود کېدل.

دوېم: داچې له نړیوالي ټولنې سره يې له ډیر لوړ موقف نه خبرې کولي چې مستقېما هدایت له ملامحمد عمر څخه اخلي اوس به ورته سخته وای چې هغوی ته قناعت ورکړي چې د کوم هدف له پاره يې د ملامحمد عمر نوم کاروی، په داسي حال کې چې هغه دوه کلونه مخکې وفات شوی.

درېم: که چیرته خپله طیب اغا د ملامحمد عمر په مرګ خبر وای او بیا يې هم د نورو په مشوره له نړیوالو سره تعامل داسي و چې هدایات خپله له ملامحمد عمر څخه اخلي، په دې صورت کې هم نړیوالو ته قناعت نه شي ورکولای.

څلورم: د دې له پاره چې  د طالبانو سیاسي کمیسون  ته لا زیاته ضربه او صدمه ونه رسيږي او د ده خپل شخصیت هم زیانمن نه شي له مشورو وروسته به يې د استعفی پریکړه کړي وي.

د سولې له پاره څه کول په کار دي؟

افغان حکومت، طالب، پخواني مجاهد، پاکستان او نړيوالي ټولنې ته په کار ده چې د طالبانو د وېش پر ځای د هغوی د یووالي هڅه وکړي، تر څو د سولې خبرې د دي پرځای چې له وېشلو طالبانو او هرې ډلې سره وشي له يوې رهبرۍ سره به نتیجې ته رسېدل  اسانه وي.

که طالبان په ډلو ووېشل شي او دا نظر وي چې بیا امتیازات کم ورکول شي، د مجاهدینو ګوندونه ۷ په پاکستان او ۸ په ایران کې وو، روسیه او ډاکټر نجیب ونه توانېدی چې هغوی پر امتیازاتو ورکولو راضي کړي، که افغان حکومت، سمه ییز او نړيوال استخبارات په دي عقیده وي چې په ډلو وېشل به سمه لاره وی، بیا که د طالبانو د اوسني جوړښت څخه ۱۰ ٪ او يا ۲۰ ٪ ناراضه پاتې شي هم به جګړه دوام ولري.

او که پاکستان ته امتیار ورکول په نظر کې وي بیا به همهغه د مجاهدینو ترخه تجربه تکراریږي، ولي په کار ده چې پاکستان د سولې رښتونې ملاتړ وکړي او جګړې د اوږدیدو پرځای د جګړې ختمېدو هڅې وشي.

طالبان که هر هیواد تر چتر او فشار لاندي د سولې خبروته داخلیږې دابه ستره تېروتنه وي، تر څو په خپلواک ډول د سولې خبرې ونه کړي او که راتلونکې کلونه د دوي له ناسمې سیاسې پريکړې جګړه په هیواد کې دوام پيداکوي بیا به دوی هم د پخوانیو مجاهدینو په ډول ولس ته ملامت او لا ځوابه وي.

په کار ده چې افغان درېمګړی ګروپ د څو تنو څخه جوړ شي او بین الافغاني مخامخ د سولې مذاکرات پرته د نورو هیوادونو له فشار څخه پېل شي.

د ملااخترمحمد منصور ټاکنه  او ناراضه طالبان

د طالبانو نوی مشر چې وېل کېدل د مري تر غونډې وروسته له پاکستان څخه وتلي، ډیری کسانو فکر کاوو چې پاکستان به نور د دي توان ونه لري چې طالبان د فشار له کبله تر فشار لاندي د سولې خبرو ته چمتو کړلای شي.

ولي په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو راټولېدل او هلته يې د مشر اړوند پرېکړه هغه سوال دي چې لا هم له ځینو طالب مشرانو سره دی، مګر باوري سرچينې وایې چې د طالبانو د مشر ټاکلو په غونډه کې خپله ملا اخترمحمد منصور شتون نه درلود، ممکن هغه به نه غوښتل چې مشر شي او ځان به يې ګوښه کړي وي او یا ممکن چې د غونډې ځای ته نږدې نه و او یا ممکن له پاکستان څخه وتلي وي، وخت به وښيي چې هغه د مشر ټاکلو په ورځ چیرته و او ولي يې په هغه غونډه کې ګډون نه درلود.

زما د معلومات له مخې طالب مشرانو دومره په بېړه نه غوښتل چې د طالبانو نوی مشر دي وټاکل شي، غوښتل يې راتلونکې ژمي کې د ملامحمد عمر د مرګ خبر ښکاره او له نظامي طالبانو بیا تر سیاسي طالبانو له ټولو څخه نظر واخیستل شي، په یوه نسبتاً لویه غونډه کې د مشر ټاکل کیدو پريکړه وشي.

دا چې د ملامحمد عمر د وفات خبره ځینو پخوانیو طالب مشرانو تر نورو استخباراتي کړیو ورسوله، نو طالبانو له دي ویرې چې کوم نامناسب او ناخوښ مشر پرې د ځینو استخباراتي کړیو له خوا ونه تپل شي، په ډیره بیړه يې د نوی مشر د ټاکل کیدو غونډه د اهل حل او عقد تر نامه لاندي جوړه او ملااخترمحمد منصور يې خپل مشر اعلان کړ.

داچې سراج الدین حقاني يې مرستیال وټاکی، پر ځای کار و، د هغه مخالفت به ډیر مشکلات جوړ کړي وای که چیرته ناراضه وای، داچې ملاقیوم ذاکر يې مخالفت ونه کړي، هغه له بصیرت څخه کار واخیست، داچې سید طیب آغا د مخالفت پر ځای استعفی ورکړه، عمیق او ژور فکر وروسته يې دغه کار چې وکړ، د دي پرځای چې مخالفت وکړي سم کار و، داچې د ملامحمد عمر ځوی او ورور يې مخالفت ونه کړ بلکه د نورو ځینو ناراضو طالبانو سره يې د جوړې خبرې شرط ایښی، يوه ښه کار دی.

که ملامحمد حسن رحماني، ملاعبدالرزاق او ملا عبدالمنان نیازي او د دوی ملګرو هم داسي کار کړی وای نو نتیجه به يې ښه وای، خپل سیاسي مخالفت او نظر به يې له ملامنصور سره شریک کړی وای. اوس هم وخت شته، باید طالبانو د خپل راتلونکې څخه ډیر د افغانستان د خلکو راتلونکې ته فکر وکړي. د دوی اشتباه افغانستان نور هم اور ته ټیل وهي او په اور کې له افغانانو سره بالاخره دوی هم یوځای سوځيږي.

آیا د طالبانو نوی مشر دغه ناراضه کسان باید همداسي خپه پريږدې، نه، باید خپله او د ده ټول ملګري هڅه وکړې چې ټول ناراضه ملګري بیرته خوشاله کړي، حتی هغه ځينې مشران طالبان چې په کابل کې دي او د طالب له نومه يې ناوړه استفاده نه ده کړي او پري نه ږدې چې سیاسي او د نظر اختلاف يې تر وېش او بالاخره تر جګړې ورسیږي.

که د ملااخترمحمد منصور ملګرې پر دي خوشاله وي چې ښه ده دغه څو تنه ورڅخه جلاشي  او د دوی صف به نور هم پاک شي، کاملا تېروتنه ده، تاسي ولیدل چې ملامعتصم آغا جان جلاکېدو څومره ټکنۍ کړئ، اوس که نور مشران یو په بل پسې جلاکيږي، حتمې ده چې تاسي به لوی زیان کوي.

طالبانو ته څه کول په کار دي

خپګان او ګيلې په هر تحريک او سياسي ګوند کې راځي،  د صحابه وو ترمنځ هم اختلافات او حتی جنګونه شوي دي. حتي درې خلیفه ګان حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علي رضی الله تعالی عنهم د همدې اختلافاتو له امله شهیدان شول.

نه ښايې چې داخلي اختلافاتو څخه د هېواد برخليک زيانمن شي. يو موټی طالبان نن د هرچا په ګټه دي. حتی لویديځې سرچينې او رسنۍ دې ته وارخطا دې که طالبان ووېشل شي نو په افغانستان کې جنګ او سولې برخليک يو نامعلوم حالت ته ورټېل وهل کېږي. تر ټولو لومړی هڅه وشي که هر اختلاف وي د داخلي ميکانيزمونو، مشورو او خبرو اترو له لارې مطرح شي او حل لاره ورته پيدا شي. ټوله هڅه وشي چې بهر ته اختلاف را ونه وځي. دا چې له يو اړخ څخه خپه کسان يا له بل اړخ څخه ناراضه کسان په رسنيو پسې ګرځي او زنګونه وهي، پر انټرنټ د يوبل پر ضد قلمي جګړه پېلوي، دا له فتنې پرته بل څه نه شي کيدلی. د اختلافاتو بهر ته را ايستلو حتمي پايله د يو بل په مقابل کې جبهه نيول دي، د سياسي اختلاف پر عقيدوي او فکري او آن فزيکي جنګ اړول دي. ځکه په هر هېواد کې، هرې ډلې ته په کمين کې ناست دښمنان همدا غواړي چې نظري توپيرونه په تنظيمي توپيرونو بدل شي او تنظيمي تنوع په تنظيمي جنګ واوړي.

اوس د دې وخت راغلی چې د هېواد د برخليک ټاکلو، د سياسي ګډوډو حالاتو او د جنګ د نامعلوم لورې په رڼا کې بايد هرڅوک څومره چې کولی شي د يوځای کولو او يووالي لپاره هلې ځلې وکړي. ګډوډي، تفرق او تحزب ته نه اسلام اجازه ورکوي او نه يې د هېواد سياسي حالات تاب راوړلی شي. دا چې پر انټرنټ ځينې ماشومان لګيا دي اختلاف ته خوشاله دي او هوا ورکوي، يا لویدیځې رسنۍ مبالغې او غلط راپورونه خپروي او يا د طالب له اسلامي فکر سره مخالف د نوي نسل دولت پلوي او غرب پلوي کسان اختلافاتو ته خوشالي کوي، دا بدنيته شګونونه نه ښايي طالبان خپله په واقعيت تبديل کړي.

که هر لوری يو څه د ګذشت له پاره ولري مساله دومره نه خرابېږي. خو که هرڅوک پر خپل دريځ ټينګ ولاړ وي، نو بيا خو نه د اسلام د مشورې اصل په پام کې ونيول شو او نه د يو منظم سياسي تحريک په اصولو باندې تګ کېږي. بيا نو، د هغو اړخونو او ډلو چې تر وېش په تالان خوشاله دي، د هغوی برخليک او تاريخي حيثيت به هم د شوروي ضد هغو مجاهدينو څخه ډېر توپير ونه لري چې د جهاد له کاميابيدو وروسته د قدرت او عدم تحمل په نتېجه کې يې دا هېواد په اور لمبه کړ. زه باوري يم که کار هميشه په مشوره پر مخ ولاړ شي، د يو بل په اړه سم تفاهم وي، او بهرنيو مداخلو په مقابل کې پوره اګاهي وي، اختلاف به فقط د نظر اختلاف په شکل پاتې وي. خو که د اسلامي او فکري اصولو خلاف، د يو بل په اړه بدګماني وي، د يوبل نظر نه اورېدل وي، يو بل په جاه طلبي متهمول وي، نو له دې څخه بيا سړی پتېيلی شي چې د ملا محمد عمر مجاهد وفات د طالبانو د تحريک د پای پېل دی، هغه څه چې هم يې د افغانستان د يووالي او سولې دښمنان غواړي او هم د اسلام دښمنان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ډیر اعلی نظرمحمد مطمئن صاحب ښکلی تحلیل مو کړی

حنیف

معقول تحلیل مو کری مطمئن صیب. مننه

monnerahmad

ځوان لیکوال مطمین صا حب۰ستاسونظر واقعآ دتایید وړ دی(دهراودی)

Sanaullah Atal Mutmaeen

this is the best Ida for me

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x