نظــر

په اوسني حالت كى داستعفى په ځاى دهمكارۍ ضرورت دی

لیکوال: د.ب. هيښ

زه دطيب اغا په استعفى ډير خپه سوم  او په اوسنيو سختو شرايطو كى د ګټى په ځاى په د  اقدام كى د طالبانو د د ښمنانو  د شيطانت په ژرنده داوبو ايله كول يى بولم او د دومره لوى او هو ښيار شخصيت نه د داسى  بى مانا اقدام تمه مى نه لرله او نه يى لرم .

دطيب اغا داستعفى دلايل  چى  دامير ټاكلو  او اوسيدلو ته يى اشاره كړى او بى طرفانه موقف نيولو فيصله  غير مؤجه بولم ، ځكه د دومره لويى اجتماع جو ړول  د غربي اشغال او  دهغوى د  دولتي ترور  نه په استفادى سره نه دعقل په تله برابردئ او نه  د سنجش تقاضاده او همدا شان د هيڅ لوري نه طرفداري د طالبانو په صف كى لكه د ښمنان يى چى ادعا كوي د عميق درز  دموجوديت تاييدول او د ملت په ذهن كى ديوه متحد طاقت په ا ړه شكونه پيداكول دي  او پايلى يى نه داسلام او نه دملت په نفع تماميږي  او د حضرت ملا محمد عمر رحمه الله د وصيت او نصيحت  او عقيدوي خط سره چى اتحاد او اتفاق يى دهر د ښمن سره د كاميابۍ راز بللو او ټول تاكيد يى ددى  اصل په مراعاتولو و ، ښكاره بى وفايي ده .

زه په خپله د طالبانو د تحريك او داسلامي امارت د غړيتوب افتخار نه لرم ، خو منحيث ديوه مسلمان او افغان د خپل كړيدلي اولس نجات د شر ، فساد او اشغال نه د طالبانو په امارت او مبارزه كى وينم او دهمدى كبله  يى د ز ړه  داخلاصه ملا تړ ى  او دكاميابى په انتظار شپى سبا كوم .

هر طالب ماته  د ايمان ، اخلاص ، شجاعت ، فداكار ۍ ، جسارت او اسلامي عقيدي ته د تعهد نمونه ده او په دباور لرم چى دهر ور سپارل شوي كارمنجمله قيادت  ظرفيت او لياقت لري ، ځكه دشخصي منافعو او اغراضو نه پاك دي او بى دالله درضا او افغان اولس دخدمت نه بل هدف او ارمان نه لري .

نو د مخلصينو او متعهدينو په دومره  لوى لښكر كى د قيادت او امير پيدا كيدل  هيڅ  مشكل نه دئ چى په ټاكلو يى جنجال جو ړ شي  او داصلي هدف نه چى ديوه واحد صف نه د اشغالګرو سره مبارزه ده او دشر او فساد ختمول دي  دفرعي مسايلو په مطرح كول دانحراف لوري ته د تللو سبب شي ، ځكه په اسلامي نظام كى   د شيطاني نظامونو په شان  امير امتياز نه دئ بلكى عظيم مسؤليت  او خدمت كول دي  چى هر طالب دخپل اعتماد او صداقت له كبله چى په نورو همسنګرانو يى لري  تر ځان دهغه بل ملګري  په وجود كى ددى مسؤليت منل او اداكول بهتره بولي .

دحضرت ملا محمد عمر رحمه الله  په  قيادت ، اسطوره اي شخصيت  او  با تدبيره مشرتوب باندى  حتى د ده د ښمنان هم اقرار كوي او  د ده عظيم شخصيت او كارناموته ګوته په غا ښ  وو ، نو دهغه فيصله چى اوسنى امير ملا اختر محمد منصور يى خپل مرستيال او اعتمادي تعين كړى و، هم دحكمت نه خالي نه ده  او دا چى په داضطراري حالاتو كى دطالبانو مشرانو د حضرت مرحوم ملامحمد عمر رحمه الله په ځاى ملا اخترمحمد منصور دامير په حيث انتخاب او بيعت يى ورته وكړ د طيب اغا او نورو  مشرانو د خاطر د دروندوالي او استعفى باعث بايد ونه ګرزي ، بلكى هنوز بايد شكر وباسي چى  د د ښمنانو لويه ارزو چى د طالبانو په منځ كى دنفاق دفتنى اچول او د اتحاد مزي شلول دي مخه ونيول شوه او     طالبانو كرامو دا تشه په څومره ژر وخت كى ډكه او د اصلي مسالى او فرض اداكولو ته  يى چى دافغانستان ازادي او استقلال حاصلول  او دوحشيانه اشغال ختمول دي خپله توجه او تمركز وا ړاوه  او دنيا ته يى ثابته كړه چى د فوق العاده او اضطراري حالت په وخت كى هم طالبان د معقول او سم تصميم نيولو او پريكړى كولو درايت او ظرفيت لري .

زما نظر او هيله دا ده چى محترم طيب اغا خپله استعفى بيرته واخلي او د امير المؤمنين حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله روح  دنوي امير ملا اختر محمد منصور سره د بيعت او اطاعت په كولو خوشحاله او د د ښمنانو او فتنه ګرو  شوم پلانونه او دسيسى خنثى او د افغان ځوريدلي اولس  ز ړونه خوشحاله كړي .

د،ب،هيښ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x