نظــر

د طالبانو تر مېنځ بې اعتمادي او د دوی راتلونکی!

لیکوال: خیر الله شینواری

لیکوال: خیرالله شینواری
لیکوال: خیرالله شینواری

تېره اونۍ د یو لړ خبرونو په ترڅ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مرګ خبر را څرګند شو او بیا متصل د یو لړ اقداماتو په ترڅ کې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي امیر په توګه وټاکل شو چې ورسره د مختلفو ډلو ټپلو، د طالبانو د جنګي قومندانانواو نظامي مسولینو بیعتونه هم را څرګند شول.

بلخوا بیا داسې برېښي چې د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته په دومره چټکۍ سره د نوي مشر ټاکل د طالبانو تر مېنځ یو څه بې اعتمادي را پیدا کړې چې پدې سلسله کې رسنیو د طالبانو د عالي شورا په نامه ځینې پیغامونه خپاره کړل چې ګوندې د نوي زعیم ټاکنه د یو لړ محدودو افرادو لخوا ترسره شوې او دوی به د ارواښاد ملا صیب د فاتحې پرځای کولو وروسته پدې هکله پرېکړه وکړي، د دې تر څنګ په یوه بل راپور کې د ملا عمر د کورنۍ لخوا هم د مخالفتونو خبره شوې وه چې دوی په جریان کې ندي ساتل شوي. خو د دې راپورونو تر څنګ تر ټولو اړین خبر د طالبانو د قطر دفتر د سولې پروسې د مسول مشر طیب آغا د استعفا دی چې تازه یې تېر ماښام د یوې لنډې اعلامې په شکل وړاندې کړې.

طیب آغا په طالبانو کې هغه ځوان سیاستوال او مبارز دی چې نه یوازې په اسلامي او افغاني ارزښتونو د سولې راوستلو لپاره هلې ځلې کوي بلکې د طالبانو تر مېنځ د یو هوښیار او معقول دریځ له مخې همېشه د دې طرفدار وه چې طالبان باید د پاکستان تر ساحوي، سیاسي او جغرافیوي نفوذ څخه ځان په مکمله توګه وژغوري او د یوې بشپړې خپلواکې مبارزې لپاره نور هغه وریانونه پیدا کړي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

د ښاغلي طیب آغا استعفی د کوم مقام د ترلاسه کولو په سر نه بلکې د خپل مشر د مړینې د خبر پټ ساتل او په پاکستان کې د نوي مشر د ټاکلو پر سر وړاندې شوې چې ده سترې اشتباوې ګڼلي.

دلته چې یو څه ډېر جوت او ښکاره دی هغه د تحریک د بنسټ اېښودونکي په توګه د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رول دی چې د طالبانو په لیکو، سیاست، دریځ او یووالي کې څومره اغیزمن وه، د رهبریت او مدیریت دې اغیز په نړۍ کې خلک هغه وخت حیران کړل چې حتی د ده له مړینې دوه کاله وروسته هم د هغه په غیاب کې یواځې د هغه په نامه باندې طالبان د یو متحد دریځ په درلودلو سره هم جګړې او هم سیاست (سولې) ته په بریالي توګه ژمن پاتې شوي وه.

اوس چې د طالبانو تر مېنځ یو څه بې اعتمادي تر سترګو کېږي نو د دوی دښمنان د خپلو رسنیزو او استخباراتي امکاناتو په واسطه غواړي چې د دوی ترمېنځ بې اعتمادي په اختلافاتو بدله کړي او له دې لارې دا منظم تحریک چې اوس یې د جګړې د ډګر تر څنګ یو څه سیاسي رسوخ او بریا تر لاسه کړې وه له مېنځه دړې وړې کړي او په کوچنیو کوچنیو شاخونو یې ووېشي لکه د تېر جهاد ځینې قوي او منظم اسلامي ګوندونه چې ټوټه ټوټه شول او اغیز یې د هېڅ سره برابر شو.

د طالبانو شل کلن تاریخ دا ثابتوي چې دا تحریک یوازې په افرادو نه دی ولاړ بلکې یو ډېر قوي، منظم، ژمن او ریښتینی عقیدوي تشکیل تر شا لري چې همېشه د دښمنانو د دسیسو او چالونو په وړاندې یې ټینګه مقابله کړې او له تېر تاریخه یې ډېر څه زده کړي، دوی د خپلو دښمنانو اتحاد او یووالي ته هم متوجه دي چې هغوی د خپلو رهبرانو د مړینې وروسته څنګه پاتې شوي او څرنګه یې ځان تر دې ځایه رسولی چې پنځلس کاله یې د افغانستان واګې په یو شکل د اشکالو په خپل لاس کې وساتلې.

که چېرته طالبان خپل اسلامي او ملي رسالت هېر کړي تر ټولو ستر زیان لومړی همدوی ته او بیا د افغانستان کړېدلي ولس ته دی او که خدای مکړه د دوی تر مېنځ ډلې ټپلې او انشعابونه را مېنځته شي نو لومړی خو به د تحریک شان او شوکت، ځواک او توانایي چې تر اوسه یې لرله په مکمله توګه له مېنځه ولاړه شي او هغه تاثير چې نه یواځې د جګړې په ډګر کې یې درلود بلکې په سیاسي لحاظ به هم خپل اعتبار له لاسه ورکړي. بلخوا به د سولې اصلي محور او مرکز له مېنځه ولاړ شي او افغانان به خدای مکړه یو ځل بیا د نویمو لسیزو د حالاتو ښکار شي چې طالبانو دا وېره همېشه په کلکه رد کړې وه.

د تحریکونو د له مېنځ تللو ترخې تجربې افغان ولس په خپل تاریخ کې ډېر لیدلي چې بیا یې سترې او نه جبرانېدونکې خسارې تر سترګو شوي، په عدم تشد د کې خدای خدمتګار تحریک چې کله د یوې دسیسې په ترڅ کې شنډ کړل شو نو مونږ ولیدل چې د خپلواکۍ جنازه څنګه په خاورو ننوته، خو که نن د دې وسلوال تحریک جنازه پورته شوه نو بیا به د خپلواکۍ چیغه کله هم پدې شان او شوکت پورته نشي.

د افغان ولس هیله او ارزو د سولې، خپلواکئ، عدالت او پرمختګ ده چې هېڅکله به د اختلافاتو په ترڅ کې پوره نشي بلکې ټولې افغاني ډلې باید لاسونه سره ورکړي او د ولس پورته هیلو ته د تحقق موندلو په هڅه کې لا پیاوړي ګامونه پورته کړي ، او په ځانګړې توګه طالبان باید د خپلې عقیدې او ریښتینولئ پر اساس ځانونه متحد وساتي او د مادیاتو په مقابل کې خپل دا متحد صف په خاښونو ونه وېشي.

وَمَا عَلَینَا اِلَبَلاغ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ماشالله ډیر عالی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x