نظــر

میړه مړ که میړانه یی مه وزنه

لیکوال: ډاکټر حکمت الله عصمت

زه د یو مسلمان او افغان پتوګه دلیدو , اوریدو او د ژوندی تاریخ له مخی د   خدای بښلی لوی ملا صاحب په هکله پرته  له هر راز توپیره څو لنډی جملی لیکل غواړم:

د سرو لښکرو د اشغال په وړاندی لوی ملاصاحب د اسلامی او ملی نوامیسو د خوندیتوب لپاره د حق د سنګر هغه ګمنام او بی ریا سرتیری مجاهد وه چی د هغه وخت د سنګر یاران یی له میړانی ,رښتیونولی او ایثار نه سترګی نشی پټولای او په دی لار کی یې  د الله ورکړی د سترګی نعمت یی له لاسه ورکړی , د جنوب غرب حوزی د غلیم د کلک سنګر په فتحه کولو کی به د ده ګډون نیک شاګوم باله, د  حق د سنګر میړنی غازی د روسانو په وړاندی د تیر جهاد هغه د خدای د حقی لاری لاروی وه چی په راتلونکی کی یې په   مادیاتو او منصبونو سترګی نه وی ښخی کړی ده پخپل قول او عمل کې فاصله نه درلوده  د جهاد له بریا روسته خپلی مدرسی او جومات ته مخه کړه , بعضی له بعضو د جهاد سرکښان چی یا به تازه او یابه له وړاندی د نړیوالو کفری جاسوسی سازمانونو ښکار شول او د اسلامی انقلاب بریایی په خړو اوبو لاهو کړه .

د نجیب د حکومت له زوال روسته د ناخوالو یادونه د وخت ضیاع بولم او هم یی اړتیانسته ځکه هر څه ستاسو په وړاندی تیر سول خو نمونه یی: لکه د سپږو خرڅول,د بیلمازیو خوړل,د بیورلو په غوړو او اذوقه د ‌فرضو غوړول,د مړو نڅا په دی به یی رالنډه کړم د شهیدانو په رنګینه سل فیصده مسلمانه خاوره د لوطیانو د تاریخ زوندی کول د هلکانو ودول هغه  نادودی وی چی په تیر کفن کش یې خلک شکر ګزاره کړل.

لوی ملاصاحب یووار بیا ایمانی او افغانی غیرت دیته اړکه چې د امام حسین او صلاح الدین ایوبی پڅیر د حیوان صفته ظالمانو په مقابل کې را ولاړ سو اوکه له ده پرته بل هرڅوک دده پشان له پاک نیت او ارمان سره راولاړسوی وایی ملت هرکلۍ کاوه خو له ده پرته په بل چا کې دغه زړورتیا نه وه, لوی ملاصاحب په لوی الله د بشپړباور په درلودلو په الله توکل کړ او  دلوطیانو او همجنسګرانو لمړی ځاله یې ورانه کړه داچې لوی ملاصاحب له پخوانه د صداقت او رښتینولی زوندی څلي وه د دردیدلی او کړیدلی ولس له تود هرکلې سره بدرګه سو او په کم وخت کي یې د ظالمانو ګلم ټول که, له پیړو روسته یی د شرعی نظام یاد تازه او د یو سری ځانګړی واکمنی بی سارۍ تهداب یې کیښود, د پریکړو او تصامیمو دپلی کولو ځنډ یی نه درلود یوه رښتیونی واک او واکمنی یی درلوده او دا ټول هرڅه یی د ابراهیمی او افغانی غیرت نه زار کړل خو د قدرت په سر د طمعی  او بیغیرتی تاریخ پرینښود , او یو ځل بیا د نړیوال اشغال په وړاندی لکه د ستر پولادی غر پڅیر  پرته له مصلحتونو  او مادی تمو له پاللونه ودرید له وړاندی نه د له سړو او تودو سره روګدی سپین سړی په سړه پراخه سینه د صبر او زغم عملی نمونی دیارلس کاله په زوندینی او دوه کاله روسته له رحلته په تاریخ کی تل پاتی زوندی سړی لکه دسلیمان علیه سلام پڅیر دهغی خالصی او نګه دینی تړاوله امله چی له خپلو ماتحتانو او خواخوږو سره یی (چی عرضی سیاست یی نه و پری ګډ کړی )درلودل د فرمان او قوماندی د یکی یوی مرجع پتوګه د روانو قربانیو کاروان رهبری کړ او له کړی ژمنی سره سم یی تر شا یی تاریخی پیغور پرینښود.

یادونه: کمی او زیاتئ له انسانه کیږی

خو میړونه مری او تاریخونه پاتی کیږی, خو راتلونکی نسلونه به چی له اوسنیو تاثیراتو به لری وی دغه حقیقت لاښه ومنی

په درناوی داکتر حکمت الله عصمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

په ډیر افسوس ‘ ویر او ماتم ‘ انسان څومره کمزوری او د نفس طابع د پخوا به مو کله کله له خپل خلقت سره ناخوښی کوله چی کاشکی نارینه وای په سنګر کی می د الله د دین لپاره جهاد کولای…………. ولی کله چی بیا د نارینه صاحبانو د غه حماقت وګورم چی د کلونو کلونو قربانۍ……. د شهیدانو وینی …… د فدایانو د وجود ټوټی…….. اه اه که چا یی سپیره مخ لیدلی وی یتیمان……. په 20 کلنی ځوانانی کونډی …….. د وطن والو در په دره د هجرت ژوند…….. د امیرالمومینین د خټو کلا بند سنګر…….. د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x