نظــر

سردي مه خيزه له لړې

army injured in afghanistanدزرملې په سیمه کي دغره یوه لوړه  نقطه چي په غومبر خولۍ یادیږي  دا دخپل هسک والي له کبله تل په لړو کي پټه وي چي دسیمې خلکو ورباندي یومتل ویلی چي (دغومبر خولیه لوړې سر دې مه خیزه له لړي )چي نوموړی متل اوس دهغه چالپاره کارول کیږي چي په یوه نه یوه بلا لا ځان اخته کوي هسي بې غمه ناسته یې په نصیب نوي چي نه وي یوه بلا لاورباندي نازله وي دا لرغونی متل مې ترهغه چارا یاد شو چي خلک ورته امریکایان وایي چي په دې خاوره کي یې یوه ورځ هم له غمه خالي نده ورباندي تیره شوې  کله یې ددې هیواد په شرق کي ککرۍ دبلا وخولې ته لویږي کله یې په غرب کي پرتن دبارودو اوربل وي کله هم په مرکزي سیموکي پرې دګولیوباران وي

دایو داسي قوم دۍ چي ډیربزدله  او په عین حال کي مغروره طبعه لري خودلته یې هم غرورمات شو هم یې بزدلي خلکو په خپلو ستر ګو ولیدله  دوی غوښتل چي دحشرباڼو په را ډیرولوسره به دلته له مرګ نه ځانونه وژغوري خوهسي ونشول پښتانه متل کوي ډبره دیتیم له سره نه چپیږي دوی چي تل یې دا هڅه کړې چي خپلې قرارګاوې په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کي ځای پرځای کړي اویا له یوې سیمې وبلې ته دالوتکو په مټ کوچیږي یادبې شمیره مختلف النوعه ټانکونو په وسیله ځان رسوي دا ټول ددې لپاره چي خپل تلفات راکم کړي خو له نیکه مرغه نه یې قرارګاوې دمجاهدینو له بریدونو په امن کي پاتې شوې نه کاروانونه بې له کومې مرګونې پیښې ترمنزله رسیدلي نه یې الوتکو هغه نتیجه ورکړې چي دوی یې ورڅخه غواړي چي دخپل ډار له امله یا له کوم غره سره ټکر کوي یا دمجاهدینو له لوري په نښه کیږي یا اضطراري ناستې کوي یا دتخنیکي عوارضو له کبله پر ځمکه را پریوزي  چي ددوی لپاره یې دخوشحالۍ ځای دادۍ چي په داسي پیښو په یوه کي هم تلفات نه لري  تل یو یادوه تنه سرسري زخمیان وي چي غرب پلوه رسنۍ یې هم پردغو غیر معقولانه څرګندونو دتائید میخونه وهي چي کله طالب ویاندویان ورته دنوموړوپښو دتلفاتو ارقام ورکوي نو دوی یې تر خپله وسه دپټولو کوشش کوي  خوکوم څه چي دپټولو توان یې نه لري لکه دوردګو دسیداباد  دشینوک الوتکي چي چي د۴۰ په شاوخواکي مرینو یې پکي ککرۍ وخوړي او یا هم دصحراباغ فدایي عملیات چي پکي په سوونو اشغالګرانو ژوند له لاسه ورکړ په ډیر احتیاط سره څه وخت بعدتائیدوي
خو دوی لاتر اوسه هم پدې ځان ندۍ پوهـ کړی چي هر چیرته چي دوی وي هلته به مرګ ورپسې وي په دې خاوره کي مرګ ددوی له موجودیت سره غوټه شوی دۍهغه که یوفرد وي که زیات

دلراوبر چي ما دافکر کاوو چي یوه پییلې پاڼه ده په یوه راپور کي مي ولیدل چي دزینهوا خبري آژانس په حواله یې لیکلي وو چي دبهرنیو پوځیانو دپاره جولای ترجون مرګونې میاشت وه  خو چي سم مې ولوست نوسر لیک یې داسي باید لیکل شوی وای چي دامریکایانو لپاره جولای ترجون مرګونې میاشت وه ځکه دوی لیکلي چي ۴۶بهرني پوځیان چي ۴۱یې یوازي امریکایان دي او دجون په میاشت کي ۳۹ خارجي عسکر چي ۲۹ یې یوازي امریکایان ول نو له دغو ارقامو ښه څرګندیږي چي په افغانستان کي تربل هرهیواد دامریکا راغلي سرتیري دمرګ له ګواښونو سره مخ کیږي چي دنجات اودخلاصون لاره یې یوازي داباما په شاګرز پالیسي کي نغښتې  ده وبس ۰

سعادت کامران۲۰۱۲/۸/۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x