نظــر

مشره پام چې…

لیکوال: قاري سعید خوستی

مشره: ستا یو همسنګره د عالم ارواح څخه پیغام درلیږم، له هغه ځایه چې دلته ټول هغه ملګري دي چې له الله تعالی سره یې کړي وعده رښتیا کړه، خپل مسؤولیت یې پوره کړ.

مشره: امیرالمؤمنین راورسیدو او دلته هم زموږ د ستوریز کاروان مشري کوي هغه امانت اداء کړ، وعده یې رښتیا کړه، په عهد یې وفا وکړه، نو هغه ته هم بدل ورکړل شو، هغه د صدق په مقام فایز دی، هغه دریمه عمري کرسي اشغال کړه .

مشره: څومره وینې به دیو سپیڅلي هدف لپاره بهیدلي وي؟ څومره ماشومان به یتیمان شوي وي؟ څومره تورسرۍ به کوڼډې شوي وي؟ څومره کورونه به وران شوی وي؟

مشره: زما دیتیمانو سوي کړیکې مې ډیر ځله په غوږونو کې انګازې کوي، کونډه میرمن مې لا هم د خپلو یتیمانو لپاره یو سرپرست غواړي.

مشره: زموږ وینه د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوه خو هسې نه چې زموږ د وینو سره د خیانت په جرم د الله تعالی د سختې سزا وړ وګرځې.

مشره: په خدای قسم دلته د پاکو وینو سره خیانت تر ټولو غټ جرم بلل کیږي هغه بله ورځ ستا خودخواهۍ او جاه طلبۍ ډیر وزورلم هلته چې تا د واحد او مرصوص صف د ماتولو هڅه وکړه.

مشره: کله دې زما هغه یتیمان هم یاد شوي چې اصلا هغوی خوشالي او اختر نه پیژني؟ هغوی چې د الله له لورې یو ولي او نصیر ته سترګې په لار دي .

مشره: زما له هغه وینو حیا وکړه چې د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوې هغه بله ورځ مې په کور کې په کونډو او یتیمانو نوی ماتم ؤ کله چې هغوی واؤریدل چې تا د پردیو په لمسون ددې صف ټوټه کولو لپاره مټې رابډوهلي.

مشره: لاړ شه زما دیتیم بچي اوښکې پاکې کړه، یوه لحظه د هغه سوي کړیکو ته غوږ شه په خدای قسم مشره زما یتیم بچۍ نوي کالي نه پیژني، له سپورې ډوډۍ پرته بل خوراک نه پیژني، زما د کونډې میرمنې په لوند پلو رحم وکړه.

مشره: لاړ شه د هغې سپین سري مور له حاله ځان خبر کړه چې د خپل یوسف بچي په فراق کې یې یعقوبي سترګې له لاسه ورکړې، مور یې د راتګ په تمه ده خو بچۍ یې زموږ له کاروان سره ملګری شوی دی.

مشره: مشره تراوسه خو زما زخمونه لا تازه دي وینې مې نه دي وچې تا یې پرسر معامله شروع کړه.

د هغو انجام دې هیر شو چې د شهید د پاکو وینو سره یې بي باکي وکړه؟ ریاست مشري جاه او جلال یې غوره اوبلل؟ الله تعالی په هغوی د عذاب کوړه راواړوله هغوی په دنیا دومره ذلیله شول چې آخرالامر یې د کفر په صف ورګډ کړل.

مشره: هغه دیوال چې ته یې د ټوټه کولو ناکامه هڅه کوې زموږ په وینو یې خټې غږل شوي دي نو خبردار چې د خپلې دنیا او آخرت له تباهۍ به پرته بل څه په لاس درنه شي.

مشره: دلته ډیرۍ هغه ځوانان دي چې خپلې غوښې او هډوکي یې د هغه هدف لپاره باد کړي چې ته یې په لار کې په خڼډونو آچولو بوخت یې هغوی زموږ په کاروان کې د مالک الملک په دربار کې دومره سپیڅلي دي چې که د الله تعالی څخه د قیامت د نه قایمیدو غوښتنه وکړي الله تعالی به یې ورسره اومني.

مشره: څه فکر کوې که دې ددوی غوښو او هډوکو سره جفا وکړه او د ربانیانو او سیافانو په پله روان شوې نو ددوی خدای به تا همداسې پریږدي؟

نه نه مشره هیڅکله نه ؛بیا به د آی ایس آی او سي آي اې جنرالان ستا لپاره دالله له عذابه مانع ونه ګرځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

قاري صاحب الله جل جلاله دي د دغه لیکني په عوض کښې جنتونه درکړي ، هیله درڅخه کوم چې خپلو لیکونو ته په همدغه ډول دوام ورکړې ، او دالله جل جلاله څخه خواست کوم چې لیکني دي ددغه وېدو مشرانو په را ویښولو کښې مرستندوی وګرځي ، او د نن ټکي اسیا چلونکو ته دې الله جل جلاله ددغه جهاد په عوض کښې فردوس جنت ورنصیب کړې .

شهید ورور

قاري سعید خوستی صیب
الله تعالی ج دی درته دهمدی لکنی په بدل کی جنت الفردوس درکړی
ګرانه ودی ژړولم
یاالله ته همدی چوکی غوښتونکو ته هدایت وکړی هدایت وکړی هدایت وکړی
کته یاالله دهمدی فدایانو شهیدانو کونډو یتیمانو په روی دی وه ته خویی ژرترژره له دی نړی زخصت کړی

عمر عمر عمر او بیا هم عمر

الله دی اجر درکړی که څوک عمل په وکړی د یو معتمد اومشر ملګری نن ماښام راته وویل چی ډیری دلګی مشرانو د زابل ‘ کندهار او هلمند روزګان چی اکثره د امارت د اوایلو دلګی دی پریکړه کړی چی بیعت موکړی ولی که په یوه اونۍ که منصور صاحب د امیرالمومینین کورنۍ او خاص ملګری لکه طیب او نور مشران ملګری خوشحاله نکړی موږ احتجاجا تر خپل لاس لاندی سیمی نورو طالب مشرانو ته پریږدو او پر خپلو کورو کښینو د چا مخالفت او یا ملګرتیا به تر هغو ونکړو تر څو د امیرالمومینین کورنۍ رازی شوی نه وی… نور لوستل »

mayak.khan

مشره: ستا یو همسنګره د عالم ارواح څخه پیغام درلیږم/مشره: څومره وینې به دیو سپیڅلي هدف لپاره بهیدلي وي؟ مشره: زموږ وینه د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوه خو هسې نه چې زموږ د وینو سره د خیانت په جرم د الله تعالی د سختې سزا وړ وګرځې./ مشره: زما له هغه وینو حیا وکړه چې د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوې هغه بله ورځ مې په کور کې په کونډو او یتیمانو نوی ماتم ؤ کله چې هغوی واؤریدل چې تا د پردیو په لمسون ددې صف ټوټه کولو لپاره مټې رابډوهلي./ د هغو انجام… نور لوستل »

حریا شملزۍ

په ډیر افسوس ‘ ویر او ماتم ‘ انسان څومره کمزوری او د نفس طابع د پخوا به مو کله کله له خپل خلقت سره ناخوښی کوله چی کاشکی نارینه وای په سنګر کی می د الله د دین لپاره جهاد کولای…………. ولی کله چی بیا د نارینه صاحبانو د غه حماقت وګورم چی د کلونو کلونو قربانۍ……. د شهیدانو وینی …… د فدایانو د وجود ټوټی…….. اه اه که چا یی سپیره مخ لیدلی وی یتیمان……. په 20 کلنی ځوانانی کونډی …….. د وطن والو در په دره د هجرت ژوند…….. د امیرالمومینین د خټو کلا بند سنګر…….. د… نور لوستل »

خلیل

قاري صاحب ودیژړولم!

نعمان

قاری صاحب دا څه کوې؟!!!
په چیغو چیغو یې ژړل چایې اوز نه واورید
یتمین سرلوڅ او ملامت وې یتیم تل ژړا کوینه
الله صبر

محمد

ډیر واضح حقیقت مو لیکی دی الله دی اجر بدل درکړی او مشرانو ته عمل پری ورکړی

شاهین قریشی

قاري صاحب الله ج مې حال وينې! په لمدو سرتګو درڅخه مننه کوم او په لمدو سرتګو درته له الله ج څخه مغفرت غواړم

میوندی

که د قاری صیب او حریا شملزۍ خور درد څوک حس کړی له غیری رسمی او سنتی لاری پرته بل هر ترتیب ناقص وی الله دی نکړی چی امیرالمومینین دومره الله ته ګران وی چی موږ ته دا وښیی چی نور په تاسو کی اهل نشته
او د فسوف یاتی الله بقوم
ایات ښکار نشو اوس لا دچاری سر خپلی نیمګړتیاو باید مشخصی او لمنځه یوسو توبه ګار شو الله ته عجز وکړو

قاری حسیب

گران قاری صاحب الله د اجر درکری چی د عالم ارواح نه مشرانو ته پیغام واستوه همداسی ده زمونگ شهیدان همدا تمه له مشرانو لری خو کاش هر مشر د مخاطب کری وای که هغه مشر ورانی کوی دا مشر باید نرم شی او را پخلایی کری او مشکل ورسره حل کری هر یو باید د الله لپار خپل زد پریژدی د حق ته سر ټیت کری عمر عمر عمر او بیاهم عمر صاحب ستا خبر بلکل سمه ده ځه هم دا سو ورځی همدا خبری اورم د ایمان تقاضا هم داده چی نوی امیر هر یو ته ورشی او… نور لوستل »

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close