
شعـــــرونه
پلټنه

محمد هاشم (شمیم)
فقیر ژوند د سړک په گدایي کښي پلټي
مامور یې د دفتر زړه چوکي کښي پلټي
مستان ورپسي گرځي د شرابو پیمانه کي
عسکر یي په معاش د سربازي کي پلټي
لیکوال بیا د لیکونو په خاشو کي پسي گرځي
چاپلوس یې همیشه په بوټ پاکي کښي پلټي
بډای یې لټوي په سود خوري او احتکار کي
ظالم یې قتل و چور او خونخواري کي پلټي
وزیر، معین، ریس یې د زورواکو په لمن کي
زورواک يې د مافیا په باداري کښي پلټي
خاوند د سیاست يې د ملت خطا ایستو کي
شورا يې د اولس بې اتفاقی کي پلټي
هر څوک په خپل گمان ور پسي گرځي سرگردانه
د عقل خاوندان یې په راستي کي پلټي
سرتیري مینان چي یې مذهب و طندوستي ده
هغوی يې د اولس په سوکالي کي پلټي
(شمیمه) د صلاح او خیر خاوند د خدای په امر
ژوندون د مظلومانو خوشحالي کي پلټي
لیکوال او شاعر محمد هاشم (شمیم) کندهار – افغانستان