شعـــــرونه

خبریال ته خطاب

محمد هاشم شمیم

ليكوال او شاعر: محمدهاشم شميم
ليكوال او شاعر: محمدهاشم شميم

چي په غلا د حاکمانو پټ نظر کړې
د اولس په زړه داخل تېره خنجر کړې

د اولس د امید سترگي ستا په لور دي
ځان په څه باندي لوټمارو ته نوکر کړې

هر څه سترگو باندي وینې څان کړې غلی
ځان له ټولو حوادثو بې خبر کړې

که مسکین وچه ډوډی له چانه غلا کړي
رسنیو کي ترې جوړ پوره محشر گړې

خو ظالم که د اولس ویني چشلې
په صفاتو به یې شمس او هم قمر کړې

د مظلوم د سوي زړه آه و فغان ته
تل په سپکه سترگه گورې څه هنر کړې

د لوتمارو څو روپو او بخششی ته
کله ځان گړې لکه گاو گله یې خر کړې

نمونه د رسالت یې په جهان کي
څو اولس ته د ناخوالو باخبر کړې

د بوجی خوله دي نیولی ده و غلو ته
څو چی ځان وکوم مقام ته برابر کړې

خو قسم د اولس لاس او ستا گریوان دی
هلي ځلي ته بیحایه بې ثمر کړې

اې (شمیمه) په لستوڼي کي ماران دي
نور به څنگه خبریال باندي باور کړې

لیکوال او شاعر محمد هاشم (شمیم) کندهار – افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x