افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر له خپل نوي امیر سره بیعت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو د طالبانو له نوي ټاکل شوي زعیم سره د بیعت اعلان وکړ.

د الاماره ویب پاڼې د راپور له مخې د سیاسي دفتر ټولو اعضاوو د ملا محمد عمر مجاهد د مړینې له امله د تعزیت ترڅنګ د دغه تحریک له نوي امیر ملا اختر محمد منصور سره بیعت کړی او د نوموړي په اطاعت یې ټینګار کړی.

د تعزیت او بیعت دغه پیغامونه د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال «شیر محمد عباس ستانکزي» له خوا اعلان شوي.

د طالبانو سیاسي دفتر په داسې حال کې له خپل نوي امیر سره بیعت اعلانوي چې تېره ورځ د دغه دفتر مشر «سید محمد طیب اغا» له خپلې دندې لاس په سر شو.

د سیاسي دفتر مرستیال ښاغلي ستانکزي په خپل پیغام کې ویلي:

«زه او د سیاسي دفتر اعضاء د اسلامي امارت د نوي زعیم محترم ملا اختر محمد منصور سره بیعت کوو، او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولو امورو کې تر خپله وسه اطاعت کوو، او د حق پالني په لاره کې له خپله طرفه اطمینان ورکوو».

نوموړي زیاته کړې:

«په دې لاره کې به د پخوا په شان د خپلو اسلامي او ملي مصالحو په پام کې نیولو سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید ورور

الحمدالله ثم الحمدالله
خدای تعالی مولا سرلوړی اباد اواتحاد لره

کندهار

الحمدالله ثم الحمدالله
ګرانه وروره طیب اغا زما ډیره لویه تبصیره او زاری په خیال کی وی خو
الحمدالله ثم الحمدالله چی دا علان می ولوستی تا خبل بیعت اعلان کړی دی
په الله دی می قسم وی چی ښځو لا هم د خپلو وړونو سره یو ځای بیعتونه اعلان کړی دی

جمیل انوري

دمور شیدي مو شه ، رښتیا داختلاف ورکولو ترټولو غوره لار همداده چې دامیرالمؤمنین ځای ناستي ته بیعت ورکړئ او دخلکوپه معمولي خبرو پسي ونه ګرزئ ، الله تعالی دي ټولو ته هدایت وکړي چې په یوه امیر سره راټول شي اودکفارو منافقینو زړونه له درده وچوي

محمد

الله پاک مو یو موټی لره خوشحاله یم چی بیعت مو اعلان کړ په اتفاق کښی لویه بریا ده او بی اتفاقی کښی خورا ډیر مصیبتونه دی لکه د تیر وخت مجاهدین او ټوپک سالاران

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x