ادبي لیکني

په کيسه کې کرکټر کښنه (دولسمه برخه)

لیکوال: بصيرالحق عادل /

د کونډې جينۍ کرکټر له ستونزې سره مخ کول:

مرغۍ چې مرکزي کرکټر دی له داستاني منطق سره سم له ستونزو سره مخ شوی او له ستونزې يي نورې ستونزې پيدا شوي دي.

کله چې مرغۍ تمامه ورځ مېچن وچلوي، بدن يې خولې خولې شي ددې لپاره چې يخ باد يې د بدن خولې لمس کړي نو د بام سر ته خېژي، دلته خواښې او خسر (سخر) پرې بدګمانه کيږي او کرکټر د بدنامولو او هغه ته د پېغورونو ورکولو هڅه کوي. دا خپله يوه ستونزه شوه، د دغې ستونزې څخه بايد کرکټر ځان خلاص کړي او د ځان د خلاصولو لپاره نورې ستونزې زېږوي.

يوه بله لويه ستونزه چې د کونډې جينۍ په کيسه کې مرکزي کرکټر ورسره مخ شوی دی او د لوستونکو تلوسه يې هم ډېره کړې ده، کله چې مرغۍ د ورور د واده په خاطر د پلار کور ته لاړه شي دومره ډېره خوښه او خوشاله وي چې خپل غمونه، د خاوند مرګ، د خواښې او خسر ظلمونه، پېغورونه، وهل ټکول ټول ترې هېر شي.

((مرغۍ وويل چې مور کره به يو څو ورځې په خندا تېرې کړم، قسمت ورته ويل چې د کونډې هيچېرې د خوښۍ ځای نشته، د مور غېږ ستا لپاره اوس يو سور تنور دی. خوشاله وه، د خپل غم هغه اوږدې قيصې يې شاته کړې وې، د هر چا سره يې په خندا خندا خبرې کولې.))

د کيسې پورته برخه کې مو وليدل چې مرغۍ خوشاله وي، که څه هم سختو، تکليفونو د مرغۍ څېره وربدله کړې وه خو د ورور په واده کې يې د نويو جامو په اغوستلو  همزولو ته بيا ددې هغه پخوانی ښايست وريادوي خو په دغه خوشالۍ کې مرغۍ د يوې ستونزې سره مخ کيږي او دغه لويه ستونزه د کيسې په پای تماميږي:

((ورا تيارېده، د هلک او جينۍ جوړې جامې اخيستی شوې او ښځې روانېدو ته راپاڅېدې، د واده پنډوکی وتړل شو، نو هر چا د ناوې او زوم کالي او زړوکي کتل، بدمرغې مرغۍ هم د ورور لونګۍ ته ګوتې وروړې، ښځو په دې کار ورټله، دلته د مور هم ورپام شو او يوه داسې مظبوطه څپېړه يې ورکړه چې پر مخ يې د مور د ګوتو تغمې جوړې شوې.))

په دغه برخه کې کرکټر له لويې ستونزې سره مخ دی، داسې کار ترسره شو چې تمه نه کېده، دغه ډول بې تمې ستونزه د کيسې تلوسه پياوړې کوي.

که ښځه واده او د بل د کور شي نو بيا هم د خپل مور او پلار کور نه شي هېرولی. په هر غم او ښادۍ کې د مور او پلار کور ورياديږي. ځکه  ماشومتوب يې پکې تېر کړی وي. او مور خو بيا د اولاد په تېره بيا د لور لپاره داسې انسان دی چې خپله هره خوښي، غم او د راز د شريکولو هېله  يې اولاد دی. کله چې مرغۍ د مور لخوا وهل کيږي، نو ټولې هېلې يې په اوبو لاهو کيږي، هغه زغم او حوصله له لاسه ورکوي چې د خواښې او خسر د ظلمونو او پېغورونو پر وړاندې يې لاره، ځکه هغه يې خپل مور او پلار نه و، نن هغه چا سپېره ورته وويله چې دا يې د زړه ټوټه ده، نو د دغه ستونزې په رامنځته کېدو د کرکټر په رواني حالت کې بدلون راځي. د داستاني منطق له مخې که تلوسه پياوړې شوې ده خو کيسه  هم د پای ته رسېدو خواته روانه ده او پکار هم ده چې کيسه د تمې خلاف په داسې يوه ستونزه او يا هم بلې پېښې د رامنځته کېدو پر مهال ختمه شي چې لاره ورته جوړه وي.

د کونډې جينۍ ژوند نور په دې نړۍ کې نه کېده، د خواښې او خسر سربېره د مورجانې لخوا هم سپېره وبلل شوه. نو له همدې امله د دغه ستونزې څخه د خلاصون په موخه ځان د سيند څپو ته ورسپاري او کيسه پای ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x