ادبي لیکني

دا ! زما دزړه په وچه دښته دباران لومړی څاڅکی دی

لیکوال : رحمت الله حکیمي

دا ! زما دزړه په وچه دښته دباران  لومړی څاڅکی دی

دطبیعت په شور اوانګازو کې به یې یوازې زما غږ اوریده، ټول حو اس به یې زما په لور داسې متوجه وو لکه باڼه چې دښکلا په لور واوړي، زما دزړه درزا به یوازې  دې  اوریده، ساه مې پرساه یوه سپاره دشکراني تندی به دې په ځمکه ایښولو، الف به یوازې دې په تندي را لیکلو، د الهو په زمزمو به دې ویده  کوم، اوس مې هم دزړه په کایناتو ددې دعاطفې، مهربانۍ، مینې او دعاوو پړونۍ خور دی، اوس مې هم په پنځه وخته لمانځه کې په سپیڅلو دعاوو مینځي، زه هم دا ژوند بولوم، دا ساه ګڼم، دا مې ګرانه، ګرانه، ګرانه اوف ګرانه مور ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x